کور / تازه خبرونه / مالیې وزیر د وارسا او بروکسل کنفرانسونو په اړه د اروپایي ټولنې له استازي سره خبرې وکړې

مالیې وزیر د وارسا او بروکسل کنفرانسونو په اړه د اروپایي ټولنې له استازي سره خبرې وکړې

د مالیې وزیر ښاغلي اکلیل حکیمي د حمل په ۲۳ مهد اروپایي ټولنې له ځانګړي استازي ښاغلي ملیبن سره لیدنه وکړه او له هغه سره یې د نور مسایلو ترڅنګ د وارسا او بروکسل کنفرانسونو ته د چمتووالی او شویو پرمختګونو باندې خبرې وکړې.اقليل حکيمي

همدا راز په یاده ناسته کې د افغانستان د پرمختیا پهنوې ملي ستراتیژي، د خوندیتوب د سیستمونو په یو ځای کیدو، د فساد د مخنیوي په اړه د نړیوال کنفرانس او له نشه ئیزو توکو او له فساد سره د مبارزې په اړه د مالیې وزارت د پلان په اړه خبرې وشوې.

د یادونې وړ ده چې د مالیې وزارت له ټولو اړونده دولتي ادارو سره له نژدې کار کوي چې ټولشاخصونه په سمه توګه عملي کړي.