کور / تازه خبرونه / افغان سفيرله عمران خان سره وکتل

افغان سفيرله عمران خان سره وکتل

‌‌‌‌‌
پېښور:په اسلام اباد کې دافغان سفيرحضرت عمرزاخيلوال د فيس بک پر وال څرگنده شوې چې
د پاکستان لپاره د ولسمشر ځانګړی استازی او لوی سفیر ‌‌‌‌‌‌ډاکټر حضرت عمر زاخیلوال نن له غرمې وروسته د پاکستان د تحریک انصاف د ګوندله مشر عمران خان سره وکتل.
په دی کتنه کې زاخیلوال په خېبر پښتونخوا کې د پولیسو له لوري د افغان مهاجرینو د تنګونې او بد چلند پر زیاتیدو وغږید اوله عمران خان څخه یې غوښتنه وکړه چې په خېبر پښتونخوا کې په خپل حکومت فشار راوړي تر څو د افغاني کډوالو سره داحترام او انساني او اسلامي ارزښتونو په چوکاټ چلند وکړي.
عمران خان د افغان مهاجرو سره په ناوړه چلند خواشیني څرګنده کړه او ژمنه وکړه چی همدا نن به په خیبر پښتونخوا کې د خپل حکومت د مشرتابه سره اړیکې نیسي او جدي لارښوونه به ورته کوي چې په سمدستي توګه د کډ ‌‌والو سره خپله سلوک سم کړي او زیاته یی کړه دننني مجلس د نتیجې په توګه به د افغان کډوالو سره د ښه سلوک یو مطبوعاتی اعلامیه ورکړي
همدارنګه عمران خان ژمنه وکړه چې راتلونکی اوو نۍ کې به په خپل کور کې د خیبر پښتونخوا د وزیر اعلی، د پولیسو مشر او نورو اړوندو ادارو مشرانو یو مجلس راوبلي چی په کې به ‌‌‌‌‌‌ډاکټر زاخیلوال هم گډون وکړي تر څو په خیبر پښتونخوا کی د افغان کډوالو سره په ناوړه چلند هر اړخیزه بحث او په اساسي توګه ورته د پای ټکی کیښودل شی
له دې وړاندى د ولسمشر ځانګړي استازي او لوی سفير ډاکټر حضرت عمر زاخیلوال په خپل دفتر کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستې د ماموریت له مشر ښاغلي پېټر ډريونيني او همدارنګه په پاکستان کې د کډوالو نړیوالې ادارې له مشر ښاغلي ډيوېډ ټېرزي سره هم وکتل
په دې لیدنه کې په پاکستان او په ځانګړي توګه په خیبر پښتونخوا کې له افغان مهاجرو سره د ناسم چلند په اړه تفصیلي خبرې وشوې
د دغو ادارو له مشرانو څخه وغوښتل شول،چې د خپلو دفترونو د کاري لایحو او مسولیت مطابق له افغان مهاجرو سره د اوسني ناوړه وضیعت په هکله ښکاره دریځ ونیسي.