کور / هراړخیز / دنن بحث، مهم ټکي او زموږ جدي غوښتني

دنن بحث، مهم ټکي او زموږ جدي غوښتني

 

ټول افغان ولس ته د زړه له کومي سلامونه وړاندي کوم. غواړم پر پنځو مهمو ټکو رڼا واچوم.نن دشنبې ورځ د ولسي جرگې استجوابیه غونډه ترسره سوه. موږ په امتیازي وخت کي پر ځینو لاندي نقطو بحث درلود.محمد نعيم لالی حميدزی hamidzai lalai

اول: ټول هغه شهیدان، چي په تېره میاشت کي هغه که په لویه پکتیا، لوی کندهار، مشرقي ولایتونو، شمال او شمال شرق کي زموږ ددین، اسلام او وطن دښمنانو لخوا په شهادت رسیدلي وه هغوئ ټولو ته د الله له لوی دربار څخه  ورته جنت الفردوس غواړم او کورنیو ته يي صبر جمیل غواړم. هغه زخمیانو سره باید ژر تر ژره هر اړخیزه مرسته وسي، کوم چي په جنگونو کي د داخلي او خارجي وطن ضد او دښمن لخوا زخمیان شویدی.دهغوئ دکورنیو سره هم د مرستي غوښتنه کوم.

دوهم: په چهارشنبه دحمل په ۲۵مه دکنړ د وکیل د ولسي جرګې په یوه استجوابیه غونډه کې د کونړ استازي غلام سخي مشواڼي او د کليو د پراختيا وزيرنصیر احمد دُراني ترمنځ له فزیکي شخړه وکړه وروسته، د ولسي جرګي استازو دا پریکړه وکړه چې غلام سخي مشواڼی د لسو ورځو لپاره ولسي جرګې ته د ننوتو اجازه ورنکړي. د ولسې جرگې دداخلي دندو اصول د ۷۲ مادې د څلرمې فقرې چي عبارت ده ( له موجه عذر پرته دغونډو پرېښودل، جگړه او فریکي شخړه کول، پع غونډه کي دشور او لانجې او تشنج جوړول.) لوړه څلورمه فقره لاندي د دواویایمي مادې لپاره دمندرجو موادو دسرغړوني لپاره لاندي څلور انظباطي تدابیر په پام کي نیول سویدي.

الف:

۱ـ توصیه .

۲ـ اخطار.

۳ـ د جرگې په رسمي جریده کي دسرغړونکي غړي نوم خپرول .

۴ـ دهمغې ورځي د غونډي نه دسرغړونکي غړي ایستل.


ب: 

دسرغړونکي غړي دنظرونو تر اورېدو وروسته له یوې ورځي څخه تر لسو ورځو پوري دسر غړوونکي غړی ایستل د اداري پلاوي په وړاندیز او دجرگې په تصویب ترسره کیږي. زه د هغو وکیلانو څخه په ډیر درنښت هیله کوم او غوښتنه مي داده، چي داسي خبري دي هیڅ څوک نه کوي، او نه دا حق لري، چی دیوه کال یاهم دڅو میاشتو لپاره دي، نوموړی وکیل تالار ته نه حاضریږي. زه وایم دا زموږ د داخلي وظایف اصول چي کومه انظباطي پریکړه کړېده هغه باید پر ځای او عملي سي. افغانستان په ډیر اساس او بحراني حالت کي قرار لري، هیله ده، چی موږ سترو کارونو ته پام واړوو،  دا وخت زموږ دټولو لپاره مهم دی. موږ پخپله دقانون په عملې کېدو کي باید اول سو او داسي تشنج دهري خوا چی وي غندو. داسي اشخاص چی داسي موضوع قومی، ولایتي او حزبي لوري ته وړي نه منو بلکي دهغوئ په مقابل کي نور هم دریږو، موږ د ولسې جرگې ددې پریکړه سره نه دا چی خوښ یو بلکي ملاتړ يي کوو.

 

دریم:دا چي د اوسني حکومت تقریبآ یونیم کال پوره کیږي یا دملي وحدت په نوم جوړ حکومت یادیږي. که څه هم دخلاو او نیمگړتیا سربېره ځيني لاسته راوړني هم لري. موږ دهغو ټکو چي مثبت او د وطن او افغانانو دگټي لپاره دي خوښ یو او ملاتړ یی کو او دمصلحو، مخالفینو او وطن ضد دښمنانو لپاره او دنننی بحران دحل لپاره موږ نن ۳۵ رسمي امنیتي طرحي هئیت اداري ته وړاندي کړې، موږ ددې اوسني وضعیت دحل دپاره۳۵ هغه عوامل چي دافغانستان دبحراني حالت دمخنیوي حل لاري دي. دا ۳۵ طرحي دافغانستان دهر اړخیز مسایل پکښي په نظر کي نیولو سره په درو ژبو پښتو، دري او انگلیسي ژبو جوړه برنامه ده. که خلاصه ووایم، په دې طرحو کي درې گوني قوې کولای سي دافغانستان دولت گټه ورڅخه واخلي. که دهئیت اداري او اتلس گونو کمیسونونو داطرحه تصویب کړل دا به دافغانستان په امنیت راوستولو، فساد کمولو، سوله راوستولو، او دکاري فرصتونو برابرولو کي ډیره ګټه ورڅخه واخلو، دا طرحي به ریاست جمهوري دشورا امنیت، او امنیتي سکتور ته تسلیم کړې، هیله او غوښتنه مو داده، چی په عملي کولو کي يي ځنډ ونکړي. او ژر تر ژره دتطبیق کېدو هڅه وکړي.

 

څلورم: دسولي په رابط دا ډیره او دپام وړ خبره ده، چیسوله په فردي توګه نه بلکي په گروپي توګه راځي. موږ دافغانستان دولت په خاص توګه دخارجه وزارت لخوا کمی لاسته راوړني په دې برخه کي مو ستایو، دمواد مخدر دمبارزې کمیسون ته، چي کوم مالومات ورکړل سول مننه کو او موږ دد لپاره امید لرو، چي څلور جانبه ناستي نوري هم پسي تعقیب سي. هیڅ څوک دی دولت ته دخپلو شخصو او پردیو ته دنږدې کېدو په خاطر خنډ نه جوړوي. دلته حزبي او قومي مسایل باید څوک مطرح نه کړې. ټول افغان ولس دحکومت  سره لاس په لاس اوږه په اوږه دسولي په لور روان سو. افغان لوری باید په ایماندارۍ سره دڅلور جانبه اړخونو کي هلي ځلي لا ډیري گړندۍ او ریښتني کړي،لکه څنګه چي يي رواني کړیدي دسولي په راوستلو کي یوازي دا نه، چی دولت اوحکومت مسول دی بلکي ډیره ونډه دولس ده، د ولسي جرگې اول معاوین ویلي وه، چي دولت دی د ولسي جرگې سره په سلاح او مصلحت کي سي. تر څو هري چاري او ستونزي ته دحل لار پیدا کړو. 

پنځم: ټکی دهغه وزیرانو په اړه دی، چي د ولسي جرگې ځیني غړي د دولت مشرانو ته داسي ځیکر ټکولی و، چی موږ به درته هغه اشخاص پاس یعني بریالی کړو فقط تاسي يي معرفي کړئ. موږ داخبري  چی هر چا کړیدي او کوي یی نه منو او غندو يي ځکه په ولسي جرگه کي یو وکیل نه بلکي دوه سوه نهه څلویښت (۲۴۹) وکیلان دی. ددې ټولو رایو ته اړتیا ده، او موږ د هر وکیل رایې ته ارزښت ورکو دا چي ځیني اشخاص او افراد داسي بې بنیاده خبري کوي د منلو وړ نه دی. دلته دفرد او گروپ کار نه دی بلکي د اکثریت کار دی، ددوئ دا نیمګړي ټکي غندو. موږ د وړ کس لپاره بیاهم لاسونه سره ورکو او د افغانستان دښه ثبات لپاره، چی دولت وغواړي رایه ورکو. خو د فرد په خوله نه بلکي دټول افغانستان د ملت په خوله چي استازي یي کولای سي.

یادونه:

موږ دپورته پنځو ټکو په اړه بیا هم ټینګار کو او دا غوښتني لرو، دپریکړه لیک یا اعلامې په توګه بیا هم دا لاندي نقطې یادوم او په اړه يي جدي اقدام غواړم.

۱ـ ملکي تلفات باید بند سي

۲ـ خپل مینځي مشکلاتو ته دحل را باید پيدا سي.

۳ـ سرحدات باید نور هم قوي سي او دبهرني دښمن مخه ونیسي.

۴ـ دسولي لپاره نور باید چټک او کوټلي ګامونه پورته سي.

۵ـ دداخلي او خارجي دښمن دپاره باید زموږ دفاع هر اړخیزه قوي سي

۶ـ حکومت دی چاته باج نه ورکوي دا باج ورکول موږ غندو موږ هیڅ دا نه منو.

۷ـ پر جمهور رئيس باندي ږغ کوم، چي درې ګوني قوې ته دی یو شان نظر ولري. 

۸ـ پر طالبانو باندي ږغ کوم، چي نور باید خطا نه وځو، دملا منصور ژوند څرگند نه دی، تاسي دپردیو دبرنامو ښکار کیږئ مه، ملا منصور هم دملا محمد عمر په څېر وژل شویدی.تاسي فقط دهغه په نوم باندي راټول یاست حو برنامې نور یعني زموږ او ستاسي ددین، وطن او افغانانو دښمنان پر مخ بیايي. تاسي دا څرگنده کړئ، چی ستاسي سره دي ملا منصور پخپله وویني او یادي خبري درسره وکړي په ژوندۍ بڼه، او دا ځکه نه کیږي  چی هغه نسته. نو نور د وطن او افغان مسلمانانو په خاطر سولي ته حاضر او پر ولس په ټینګه ږغ کوم، چی نور ورته په کلي، وطن، ښار ولسوالی او بانډو کي ځای مه ورکوئ که ریښتیاهم سوله او امن غواړئ.

په درنښت

دولسي جرگې غړی 

او دنشه یي توکو پر ضد دمبارزې کمیسون

محمد نعیم لالی حمیدزی