کور / تازه خبرونه / حبيب الرحمن حکمتيار :پرتورخم محدوديت داندېښتې وړ دى

حبيب الرحمن حکمتيار :پرتورخم محدوديت داندېښتې وړ دى

پېښور : د حزب اسلامي افغانستان د امير انجنير گلبدين حکمتيار زوى انجنير حبيب الرحمن حکمتيار لروبرته راليږلې وينا پاڼه کې ويلي دي چې د پاکستان او افغانستان د سرحدي چارواکو لخوا د دواړو هېوادونو ترمنځ د تورخم په پوله په سفر کوونکو وگړو د پاسپورت او ويزې شرط لگول نه عملي کيدونکى او د اندېښنې وړ دي.
نوموړى وايي پر ياده پوله هره ورځ د دواړو هېوادونو په زرگونو وگړي سفر کوي چې ټولو ته يې د ويزې ترلاسه کول ناشونى او ناممکن کار دى. ځکه چې نه په افغانستان کې د پاکستان سفارت او کونسلگري د يو څو سوو کسانو پرته نورو خلکو ته ويزه ورکوي او نه په پاکستان کې افغان سفارت او کونسلگري د يو څو سوو کسانو پرته چا ته وېزه ورکوي.
همداراز د يو عام افغان لپاره د پاسپورت ترلاسه کول هم ډېر ستونزمن کار دى چې په مياشتو وخت يې نيسي.
انجنير حبيب الرحمن زياتوي چې په ورته شرايطو او قيوداتو سره پرته له دې چې د کرښې دواړو خواوو ولسونو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سفر کوونکو ستونزې او مشکلات زيات شي، بله کومه لاسته راوړنه نه لري.
همداراز نوموړى وايي چې د يادې ستونزې په اړه يې د پاکستاني چارواکو سره خبرې کړي او په عين حال کې په افغان حکومت هم غږ کوي چې په دې لړ کې دې داسې پاليسي غوره کړي ترڅو د عامو افغانانو ستونزې او مشکلات کم کړي.
انجنير حبيب الرحمن حکمتيار زياتوي چې په نږدې وخت کې به د يادې موضوع په اړه د افغان مهاجرينو په کوم پنډغالي کې د يوې لويې غونډې په ترڅ کې لايحۀ عمل وړاندې کړي چې په راتلونکي کې به يې له مخې عمل وکړي.