کور / مېرمن / خوشحال مرستندويه بنسټ له بېوزلو خلګوسره مرسته کوی

خوشحال مرستندويه بنسټ له بېوزلو خلګوسره مرسته کوی

په زابل کی دخوشحال مرستدويه بنسټ په نوم يو خيريه نهاد فعال سو یاد بنسټ له بېوزلۍ پېجاره خلګوسره مرسته کوی

یاد بنسټ په ١٣٩٤ لمريز کال کې دمېرمن شبانه خوشحال له لوري په مرکز قلات فعال سو چې په لومړيو کې يې په دې ولايت دهغه مېرمنو لپاره ديوځانګړي پروګرام له لاري حرفوى کورسونه داير کړل چې په کورکې يې دسرپرستۍ لپاره څوک نه درلودل په دې کوروسونو دخياطي لیاف دوزي لاسي صنايی په ګډون سواد زده کړه انګلسي او کمپوټر او دنورو کسبونو زده کړې وې، خوشحال مرستندويه بنسټ پردې سربېره چې يادو مېرمنو ته يې په وړيا ډول زده کړه ورکوله دهغوى دکورنيو دساتنې لپاره يې ورته مياشتنۍ تنخوا هم مقرره کړې وه چې ترډېره بريده يې دهغو مېرمنو چې دلته يې زده کړه کوله ژوند يې پرمختګ وکړ او يوکسب او کار يې زده کړ.

په دوهم قدم کې ياد بنسټ له هغه بېوزله ماشومانو سره مرسته وکړه چې يتيمان بې سرفنا او غريب ول په بازارونو کې به يې درانه کارونه کول او دکورنۍ لپاره به يې څه ګټل په يادو مرستو پرخوراکي توکو سربېره جامې بوټونه او ديوې کورنۍ اړين توکې شامل ول. دمرستو دې لړې دوام ورکړ په همدې کال کې له ٢٠٠ څخه زياتو کورنيو سره دخوراکې او غيري خورا کي توکو مرستې و سوې چې تريوه بريده يې دکورنيو اړتيا وې پوره کړې.

ځوان دټولنې دملا دتير حيثيت لري، ځکه نو خوشحآل مرستندويه بنسټ آړينه وګڼله ترڅو دسپورت زده کړي بيآن ازادۍ په برخه کي دځوانانو ملاتړ وکړي، دسپورت په برخه کې دځوانانو سره دنورو مرستو سره سره نقدي او معنوي مرستې هم سوې دي.

په هېواد کې دځوانانو دهڅولو ويښولو او کار ته دهڅولو لپاره تردامهال هيڅ هم ندي سوي، خو خوشحال مرستندويه بنسټ په دې ورستيو کې دقومي مشرانو ديني عالمانو فعالو مېرمنو ځوانانو مدني فعالانو ژورناليستانو دهڅولو لپاره يوه لويه غونډه جوړه کړه چې په دې غونډه کې تر٣٠٠زياتو کسانو برخه درلوده،

خوشحال مرستندويه بنسټ دزده کړي په برخه کي هم بې مرستې ندى پاتي سوى، دروان کال دوري دمياشتي په لومړۍ نيټه په قلات ښارکې داطلا عاتو فرهنګ رياست په همکاري او دخوشحال مرستندويه بنسټ په مالي ملاتړ دسل کسو بېوزلو ځوانانو لپاره دانګليسي ژبې زده کولو وړيا کورس پرانيست چې شپږ مياشتي به دوام وکړي دا بنسټ یوه شخصي اداره دوه کاله مخکي په فعالیت شروع کړي،

خوشحال مرستدويه بنسټ په نژدې ورځو کې غواړي ترڅو ديوه ملي پروګرام له لاري هغه غريب ناروغ هېوادوال تداوي کړي چې په ښارونو کې ددرمل اخيستو وسه نلري.

ډیر مننه کوم چی زما لیکنه لراوبر ډاټ کام نشرکړه

دخوشحال مرستدويه بنسټ

12508730_1556201151362746_4809520939050821459_n