کور / تازه خبرونه / لوګر والي په مشرۍ د امنیتي سکتورغونډه ترسره سوه

لوګر والي په مشرۍ د امنیتي سکتورغونډه ترسره سوه

لوګر والي په مشرۍ د امنیتي سکتورغونډه ترسره سوه.
 د لوګر والي محمد حلیم فدایي په مشرۍ د امنیتي سکتور غونډه تر سره شوه چې پکې امنیه قومندان مل پاسوال محمد داود احمدي،د ولایتي شورا وکیل عدالت عبدالرحیمزي، تخنیکي او سکتوري، مس عینک غونډ قومندان،ملي امنیت، څلورمې لوا، نشه یې توکو سره د مبارزې، همغږۍ مرکز،عامه نظم، ځانګړې ځواکونه، جلب او جذب، ۳۳۳ ځانګړې قطعه، سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ادارو مسؤلینو او استازوبرخه اخستې وه .
په پیل کې د ۱۳۹۴ کال په پلې شویو پروژو خبرې وشوې چې څومره پلې شوي او څه ستونزې درلودلې. 
وروسته بیا د هرې ادارې د تېر کال په عمده لاسته راوړنو او د امنیتي سکتور په مشکلاتو لکه په مرکز او ولسوالیو کې د اداري تعمیر نشتوالي څخه یادونه وشوه.
والي وویل چې د دې ناستو عمده موخې د سکتور په کچه د معلوماتو شریکول، همغږي ایجادول، ستونزې په ګوته کول او ورته د حل لارې پیداکول او اړینې پرېکړې کول دي.
په پای کې والي سپارښتنې وکړې چې د سکتور په کچه ټول مسؤلین د ۱۳۹۶ کال په ملي بودجه کې د لوګر ولایت لپاره د خپل اړوندو ادارو د نیول شویو پروژو د تطبیق لپاره مسؤل دي چې درسمي تعهد ترڅنګ به خپلې پروژې تعقیب او اړونده بودیجه به په مصرف رسوي، ، هیڅ قراردادي نه شي کولي د پروژو د پلې کیدو لپاره امنیت بهانه کړي ځکه داد دولسمشر هدایت هم دی، د راتلونکي کال پلان کې د تعمیرونو جوړول نیول، د مکتبونو څخه دامنیتي پوستو ویستل. 
همدارنګه په غونډه کې یادونه وشوه چې د خلکو د ستونزو لپاره باید یو داسې ناسته جوړه شي چې دولایت د ټولو ادارو مشران پکې حاضر وي اوخلکو سوالونو ته ځوابونه ووایي.