کور / تازه خبرونه / د مردان حکومتي دفتر کې برید شوی

د مردان حکومتي دفتر کې برید شوی

پېښور: دبي بي سي د خبرله مخې د خيبر پښتونخوا په مردان ولسوالۍ کې د يوې حکومتي ودانۍ د ننه چاودنې کې یو تن وژل شوی او تر لسو ډېر نور ټپیان شوي دي.د مردان د پولېسو لوړ پوړي چارواکي فيصل شهزاد پخلى کړى چې دا ېو ځانمرګى بريد و. له بريدگر پرته بل څوک په حملې کې نه دى وژل شوى.ښاغلی شهزاد زیاتوي، چې بريد کونکي د ګاډو د راجسټر کونکې ادارې ېا اېکساېز اېنډ ټېکسېشن دفتر د کمپوټر په کوټه کې ځان الوزولى.ښاغلي شهزاد زېاته کړه بريد کونکي لومړى ډزې پېل کړې او د دفترته په داخلېدو يې ځان سره چاودېدونکي توکي والوزل.دى وايي چې په برېد کې د اتو نه تر لس کلو ګرامه چاودېدونکي توکي کارول شوي و..د بريد سم لاسي وروسته امنيتي ځواکونو سيمه کلابند کړه. د موټرونو د ثبتولو دا دفتر د شناختې کارډون يا پېژند پاڼو جوړولو دفتر سره نژدې دى.په مردان کې د ژغورنې ادارې يو چارواکي ويلي چې په چاودنه کې ١٨ تنه ټپي شوي چې په دغو کې دوه حکومتي کاروکوونکي او يو خبريال دى. د مردان د روغتون چارواکى وايي چې د دوه تنو حالت د اندېښنې وړ دی.د حکومت تر بنديز لاندې راغلی تنظيم جماعت الاحرار ډلې د ننني برېد پړه منلې ده.د پېژندپاڼو په دفتر کې د تېر کال د دسمبر په مېاشت کې برېد له ٢٠ ډېر کسان وژلي او لسگونه نور يې ژوبل کړي وو.