کور / تازه خبرونه / په کابل کې بريد شوى

په کابل کې بريد شوى

د افغانستان پلازمېنې کابل پولیس وايي، د پل محمود خان برید کې ۲۸کسان وژل شوي
د عامې روغتیا وزارت د وژل شویو شمېر اوه او د ټپیانو شمېر ۳۲۷کسان اعلان کړی، چې وايي په ټپیانو کې ډېری ولسي وګړي دي چې ښځې او ماشومان هم پکې دي.
د کابل امنیه قومندان جنرال عبدالرحمن رحیمي په سیمه کې خبریالانو ته وویل، په برید کې ۲۸کسان وژل شوي او ۱۸۲نور ټپیان دي
نن ګهیځ نهه بجې یوموټربم برید وشو، چې څنګ ته یې پوځي قرارګاه هم وه، یو دېوال یې نړېدلی، ټول ټال ۲۸کسان وژل شوي، چې ډېری یې ولسي وګړي دي ، چې ښځې او ماشومان هم پکې دي او ۱۸۲کسان پکې ټپیان شوي،
ډېری یې ولسي وګړي دي”.ښاغلي رحيمي زیاته کړه، په وژل شویو او ټپیانو کې ځینې پوځيان هم دي.
د کابل امنیه قومندان وویل، ټوله مرګ ژوبله په لومړني برید کې اوښتې ده، او بیا امنیتي ځواکونه رسېدلي او یو بل برید کوونکی یې وژلی دی.
.د چارو ادارې اړوند پر ياد رياست چې د کابل ښار د ١٦ مې امنيتي حوزې اړوند سيمه کې موقعيت لري
، نن سهار شاوخوا نهه بجې وسله والو طالبانو د موټر بم له لارې بريد وکړ.تر دې بريد وروسته، وسله وال چې شمېر يې نه دى معلوم ياد رياست ته ننوتي او تر شاوخوا ١٥ دقيقو مخکې په سيمه کې د ډزو غږونه اورېدل کېدل،
د عامې روغتيا وزارت وياند ډاکټر وحيد مجروح د جزيياتو له ورکولو پرته وويل چې د دې بريد ٢٠٨ ټپيان، د کابل بېلابېلو روغتونونو ته لېږدول شوي دي
.هغه وايي ، په بريد کې د وژل شويو کسانو د شمېر په اړه معلومات نه لري.
د چادونې پر مهال په سيمه کې و، وايي چاودنه ډېره درنه وه او له امله يې د شاوخوا سيمو د ودانيو ښيښې ماتې شوي دي.
ولسمشرۍ ماڼۍ د اعلاميې په خپرولو سره دغه بريد غندلى او وايي دغه بريد څرګندوي چې د دولت وسله والو مخالفينو ماتې خوړلې او له امنيتي ځواکونو سره د مقابلې توان نه لري
.د ياد بريد مسووليت وسله والو طالبانو پر غاړه اخيستى.
طالبانو ويلي چې پر ياد رياست د موټر بم له چاودنې وروسته د هغوى يو شمېر کسان د رياست ودانۍ ته ننوتي او له دولتي ځواکونو سره په نښته بوخت دي.
طالبان ادعا کوي چې د بريد پر مهال په ياد رياست کې شته ټول کسان يا وژل شوي او يا هم ټپيان دي او د ياد رياست د ودانۍ ډېره برخه ويجاړه شوې ده
.دطالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، د کابل برید د دوی کسانو کړی، چې په وینا یې هدف یې د استخباراتو لسم ریاست .
مجاهد وايي ، لومړی یې وسله والو د کابل ښار لومړۍ حوزې اړوند کې درنه چاودنه کړې بیا یې برید کوونکي د ملي امنیت ریاست ودانۍ ته ننوتي او جګړه کوي
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د برید د غندلو سربېره ویلي: ”د کابل پل محمود خان ته څېرمه نننی ترهګریز برید له افغان امنیتي ځواکونو سره په مخامخ جګړه کې د دښمنانو د ماتې ښکارندويي کوي”.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یونما) هم ویلي، د ولسي وګړو د ګڼې ګوڼې په یوې ډکې سیمې د طالبانو دغه برید ددې څرګندوی دی چې دوی د ولسي وګړو ژوند ته پام نه کوي.
په کابل کې د امریکا سفارت هم دا برید غندلی او وايي چې امریکا د افغانستان د خلکو ترڅنګ ولاړه ده
پاکستان په کابل کې نن سې شنبه شوی برید غندلی او وايي، د افغاني وروڼو په دې غم کې برابر شریک دی. په اسلام اباد کې ددغه هیواد د بهرنیو چارو وزارت لخوا رسنیو ته په لېږل شوي بیان کې ویل شوي، پاکستان د هرقسم ترهګرۍ که هرځای کېږي، پر ضد دی او دا برید په سختو ټیو کې غندي.
په دغه بیان کې ویل شوي، پاکستان د وژل شويو کسانو له کورنیو سره په غم غمجن دی او د ژوبل شويو کسانو لپاره لاس په دوعا دی. پاکستان وايي، له افغاني وروڼو سره د غم په دې موقع کې او د هغوی لخوا د ترهګرۍ پرضد جګړه کې ورسره اوږه په اوږه ولاړ دی..