کور / تازه خبرونه / د رسنيو سالم فشار حکومت خپلو نيمګړتياوو ته متوجه کوي

د رسنيو سالم فشار حکومت خپلو نيمګړتياوو ته متوجه کوي

د رسنيو سالم فشار حکومت خپلو نيمګړتياوو ته متوجه کوي

د کندهار والي ډاکټر محمد همايون عزيزي نن سهار په ولايت مقام کي د کندهار له ګڼ شمېر خبريالانو سره وکتل. نوموړي وويل چي رسنۍ او د ټولني سالم فشار د حکومت د اصلاح لپاره خورا مهم دی او دغه ډول فشارونه دي چي حکومتي مامورين اصلاحاتو ته مجبوره کوي.

هغه زیاته کړه چي رسنۍ بايد په حکومت کي د خلاوو او ستونزو د راسپړلو په برخه کي خاص کار وکړي او ولايتي اداره په دې برخه کي له رسنيو سره نه يوازي همکاره ده، بلکي دا له ولايتي ادارې د ستونزو په هوارولو کي لويه مرسته ده. نوموړی وايي په څومره کچه چي بېلابېل سالم فشارونه موجود وي، هغومره اداره اصلاح کيږي.

د سورغر اوونيزي مسئول جان محمد صالح ژمنه وکړه چي له حکومت سره به د ستونزو په هوارولو کي مرسته کوي او زياته يې کړه چي په کندهار کي بايد د مثبتو خبرونو انګېزه پياوړې سي. هغه زیاته کړه چي پخوا به خبريالانو يوازي امنيتي پيښي خپرولې، خو اوس بايد د هغو پرمختګونو چي په دې ولايت کي کيږي، راپورونه خپاره سي او د دې لپاره اړينه ده چي د ادارو د عامه اړيکو مسئولين سم وروزل سي.

د نی ساحوي دفتر مسئول عبدالسميع غيرتمل وويل چي خبريالانو ته د رياستونو له خوا کره او دقيق ارقام نه ورکول کيږي او دا هغه ستونزه ده چي دوی يې د راپورونو په دقت کي له ستونزو سره مخ کړي دي. هغه زياته کړه معارف او عدلي و قضايي ادارې ډېری وختونه دوی ته دقيق ارقام نه ورکوي چي بايد ولايت مقام دوی ته د دقيقو ارقامو سپارښتنه وکړي

 صدیق الله پوپل کندهار