کور / تازه خبرونه / دښه امنيت راوستلو په موخه د موټرونو د تورو سيښو دپاکولو کمپاين پیل سو

دښه امنيت راوستلو په موخه د موټرونو د تورو سيښو دپاکولو کمپاين پیل سو

د زابل ولايت د امنيې قوماندانۍ چارواکي وايي، پدې ولايت کي يې دښه امنيت راوستلو په موخه د موټرونو د تورو سيښو دپاکولو کمپاين راپېل کړی دی

دزابل امنيه قومندانۍ د امنيت امر ډګروال غلام جيلاني فراهي خبريالانو ته وويل، د کورنيو چارو د وزارت د امر سره سم يې ددې ولايت په بېلابېلوسيمو کي د تورو ښيښو لرونکو موټرونو پر وړاندي عمليات پېل کړي او دډېر شمېر موټرونو ښيښې يې تر دې مهاله سپيني کړي دي

فراهي له ښاريانو وغوښتل، چي قانون ته درناوی وکړي او له پوليسو سره پدې برخه کي هر اړخيزه مرسته وکړي، ترڅو دخلګو امنيت لانورهم خوندي سي

د ده په خبره په ټول هيواد کي د کورنيو چارو وزارت په امر دغه پروسه دوام لري، ترڅو د نا امنۍ او جنايي پېښو مخه ونيول سي او هيوادوال پر ارامه سي

صدیق الله پوپل