کور / خبرتیا او پيغامونه / دکابل ښاريانوسره په سويډن کي ددوستی فرهنگی ټولنې دخواخوږی اوغمشريکۍ پيغام

دکابل ښاريانوسره په سويډن کي ددوستی فرهنگی ټولنې دخواخوږی اوغمشريکۍ پيغام

سويډن – دمالمو ښار

د۲۰۱۶ ز کال د۱پريل  ۱۹

په زياته خواشينۍ مو دا دردونکی اوزړه بوږنونکی په سرو وينو لړلۍ غمجن خبر ترلاسه کړ چې نن يوځل بيا دپاکستان نوکرانو سهار وختی دکابل ښارپه يوه گوښه کې ځانمرگی بريد ترسره کړ ،چې په پايله کښي یې تر ۷۳زيات افغانان په شهادت ورسول اوتر ۳۴۷ زيات هيوادوال یې زخميان کړه . اناالله و انا اليه راجعون

زموږ فرهنگی ټولنه پداسی حال کښي چې دپاکستانی نوکرانو دخپل بادار په هدايت دا ترهگريز او انسان وژونکی حرکت په کلکه غنډو.افغان ولس دېټکی ته متوجه کوو چې پاکستان ستاسو تل پاتی دښمن دی اوخپله دښمنی په ډير مهارت پرمخ بيايي .

زموږ افغانانو لپاره دډير افسوس ځاي دی چې زموږ دهيواد يوشمېر هغه کسان چې دتنظيمو اوبانډو رهبران ځان بولی په خپلو څرگندونوکي دپاکستان څخه مننه کوی اويا پاکستانی چارواکو ته دورور خطاب کوی . پاکستان زموږ ورور نه وو اونه به سئ !!!

ددوستۍ فرهنگی ټولنه پداسي حال کښي چې ځان دکابل ښاريانوسره پدې ستر غم کي شريک بولي ،شهيدانوته فردوس جنت او ژوبل سوو ته دعاجلی روغتيا دعا کوي.

ددوستی فرهنگی ټولنې مشرتابه يوازنۍ غوښتنه داده چې دافغانستان امنيتی چارواکي ،ددې ترڅنگ دامريکا، اروپا،چين ،هندوستان اوروسې دولتونه دافغان ولس دې اوږدې غميزي ته دپاي ټکي ايښودو په موخه ددې ترهگريزو بريدونو سرچينه بربنډه او وچه کړي . ترڅو افغان ولس لکه دنړۍ نور ولسونه په سوله او امنيت کي د ژوند حق ترلاسه کړي. 

دافغان دولتی مشرتابه نه جدی غوښتنه لرو چې ددې افغان وژنې  پر خلاف اوافغان شهېدانواوزخميانودکورنيوسره ددولتی اوملی غمشرېکی  په خاطر  په هيواد کي  ملی ماتم  اعلان سی . ديو هوسا،بسيا اوډاډمن سوله ايز افغانستان په هيله

دوستۍ فرهنگی ټولنې دمشرتابه په استازيتوب حبيب الله غمخور

 

يادونه !

ددې پيغام کاپی په کابل کي دملگروملتو سازمان ادارې (يونما) دملگروملتو دامنيت شورا  اواروپا پارلمان په پته لېږل سوې ده .