کور / تازه خبرونه / دحزب اسلامي د گوند دوهم پلاوى نن کابل ته ځي

دحزب اسلامي د گوند دوهم پلاوى نن کابل ته ځي

دحزب اسلامي يو کره سرچينې لروبرته څرگنده کړه چې دافغانستان د دولت سره د حزب اسلامي افغانستان د خبرو بهير روان دي چې په دې لړکې به نن د حزب دمشرتابه دوهم درې کسيز پلاوی کابل ته ورسيږي.په دې پلاوې کې د حزب اسلامي د دفترونو عمومي رييس دوکتور قاضي محمد حکيم حکيم ،د حزب اسلامي د سياسي کميسيون مشر ډاکټر غيرت بهيراو د حزب اسلامي د اجراييه شورا غړی استاد علي انصاري گډون لري
ياد پلاوې به دحزب اسلامي د مشرتابه د لومړې پلاوې په ملتيا په نزدې وخت کې له ولسمشر غني سره وګوري د سولې خبرې به مخکې يوسي
ياده دې وي چې د سولې خبرې نوموړي د گونډ لومړې پلاوى چې انجنير محمد امين کريم او حاجي عتيق الله ساپي يې برخه وال لا په کابل کې شتون لري او په خبرو بوخت دي پخوا هم داسې خبرونه خپاره شوي دحزب اسلامي او دولت ترمنځ خبرې بريالۍ روانې دي خو د دواړو لوریو ترمنځ د اختلاف ټکي لا هم شته. د بېلگې په ډول، د حزب اسلامي پلاوي د ښاغلي حکمتیار او شمشتو کمپ کډوالو لپاره د ښارگوټو غوښتنه هم کړې ده. دغه ښارگوټي باید په کابل کې وي، تر څو ښاغلی حکمتیار وکولی شي په کې خوندي ژوند وکړي.
د اختلاف بل ټکی دا دی، چې سیاسي هوکړه‌لیک باید د څلور اړخیزو ناستو د ټولو اړخونو له خوا لاسلیک شي. که څه هم څلور اړخیزې ناستې له طالبانو سره د افغان حکومت د مخامخ خبرو لپاره پیل شوې وې چې بې پایلې پای ته ورسېدې. د څلور اړخیزو ناستو غړي، پر افغانستان او پاکستان سربېره چین او امریکا هم وو.
سرچینه همداراز وايي، چې د هوکړه‌لیک ‌لاسلیک سره سم، د حزب اسلامي د زندانیانو خلاصون بل د اختلاف ټکی دی او همدارنگه حزب اسلامي له افغان حکومت څخه غوښتی چې ټول نړیوال بندیزونه چې پر حزب لگېدلي، باید لرې شي.
دغه د اختلاف ټکي به ولسمشر غني ته وړاندې کېږي او وروستۍ پرېکړه به هغه کوي.