کور / تازه خبرونه / د نجونو ښوونځی ګټي اخستنې ته چمتو شو

د نجونو ښوونځی ګټي اخستنې ته چمتو شو

خوست


د خوست په مرکزکې نن د چهار شنبي په ورځ يو د نجونو ښونځی چې درې نوي زره 93000 امريکايي ډالر لګښت ورباندې شويده ګټي اخستني ته چمتو شو


  خوست والي ارسلا جمال وايي ياد ښوونځی چې (٣٨) درسي خوني لري د (٩٣) زره امريکايي ډالروپه ارزښت په خوست کې د ايتلافي ځواکونودملکي خدمتونوډلې  لخوا روغول شويده .


   جمال زياته کړه  چې دا مهال په خوست کې د څلويښتو زرو په شاخوا کې نجونې درس ته ځي او په مخکې يي هيڅ داسې ستونزه نشته  چې د دوی دښوونې او روزنې پر وړاندې خنډ شي .


  د يادولو وړده چې په سږ کال کې به په خوست کې (٨٣)ښوونځيو لپاره نوي ودانۍ جوړيږي چې په ډېرو يي دا مهال کار روان هم دی