کور / راپور / فرمايشي مقررۍ امنيتي وضعيت د ننګونو سره مخامخ کوي. عبدالجبارنعيمي

فرمايشي مقررۍ امنيتي وضعيت د ننګونو سره مخامخ کوي. عبدالجبارنعيمي

دا څرګندونې لغمان والي عبدالجبارنعيمي نن ورځ د کابل څخه د جنرال عبدالرؤوف جبارخیل په مشرۍ راغلي پلاوي سره په ګډه فوق العاده غونډه کې په ډاګه کړې، پدغه غونډه کې د لومړۍ پلې لوا قوماندان بريدجنرال نورالله قادري، امنيه قوماندان پاسوال مطیع الله صافي، د ملي امنيت مرستيال او د ګډې همغږۍ مرکز مرستيال ګډون درلود.

په پیليزو خبرو کې لغمان والي د دغې لارې د لا ښه امنیت د ټینګښت په موخه راغلي پلاوي ته یو شمېر رغنیز وړاندیزونه چې د ولایت د نظامي شورا د مشرتابه له لوري ترتیب شوي ول وړاندې کړل او د دغو وړاندیزونو په تطبیق کې یې له راغلي پلاوي وغوښتل چې کوټلي ګامونه پورته شي.

لغمان والي پدغه ولایت کې د مېشتو امنيتي ځواکونو د لاسته راوړنو سره سره یو شمېر ستونزې هم يادې کړې او ويې ویل، د امنيتي ارګانونو او ډلګيو په مشرتابه کې فرمايشي مقرريو تر ډېره بريده امنيتي ننګونې زياتې کړي او ولسي باور يې پر امنيتي ځواکونو کم کړی دی، نوموړي غوښتنه وکړه چې د نورو برخو تر څنګ دې د امنيتي سکتور اصلاح او پدې برخه کې د وړ ګمارنې اصل ته جدي توجه وشي، څو پدې سره ټول ځواکونه په سمه توګه رهبري او د مخالفينو د شومو فعاليتونو مخه ونيسي.

په وار سره د راغلي پلاوي مشر جنرال عبدالرؤوف جبارخیل خبرې وکړې، د امنيت په ټينګښت کې يې د سيمه ييزې ادارې هڅې او تلاشونه وستایل او ياده يې کړه چې د نورو ترڅنګ د کابل – ننګرهار لوېاقتصادي لارې امنيتي خونديتوب د اړوند وزارتونو په کاري لومړيتوب کې ځای لري، نوموړي وویل،  د دغه مسير په اوږدو کې د پرتو ننګونو د حل لپاره به د سیمه ییزو ادارو د وړانديزونه او غوښتنې د حکومت تر مشرتابه او امنیت شورا ورسوي تر څو يې په برخه کې اړين ګامونه پورته او دغه لاره په بشپړه توګه خوندي کړي.

امنيه قوماندان پاسوال مطیع الله صافي او د لومړۍ پلې لوا قوماندان بريدجنرال نورالله قادري په خپلو خبرو کې د همغږۍ د شتون تر څنګ يو شمېر مشخصي ستونزې هم راغلي پلاوي سره شريکې او له دوی يې وغوښتل چې کابل – ننګرهار لوې لارې په اوږدو کې دې د ميشتو ځواکونو د شمېر زياتوالي او تجهيز ته جدي توجه وکړي او د مخالفينو په ځپلو کې دې د ځمکنيو ځواکونو سره  هوايي قواوې پر وخت هدفي بريدونه وکړي چې په دې سره به د دښمن ملا ماته او ډاډمن امن به ټينګ شي.