کور / راپور / کندهار والي: په بولدک ولسوالي کي ماسټر پلان تطبيقوو

کندهار والي: په بولدک ولسوالي کي ماسټر پلان تطبيقوو

د کندهار والي وايي پلان لري چي په سپين بولدک ولسوالي کي د ماسټر پلان له مخي سوداګريز مارکېټونه، کورونه، روغتيايي مرکزونه، تفريحي پارکونه، د سپورټ ميدانونه او سړکونه جوړ کړي.

د کندهار والي ډاکټر محمد همايون عزيزي دا څرګندوني نن غرمه مهال له سپين بولدک ولسوالي څخه د ليدني پر مهال وکړې. نوموړي په داسي حال کي بولدک ولسوالي ته سفر وکړ چي امنيه قومندان جنرال عبدالرازق، ښاروال انجنېر روښان ولسمل او ځينو نورو رئيسانو يې ملتيا image

د ولسي شورا مرستیال حاجي محمد عمر کندهار والي ته هرکلی ووایه، د ده سفر یې د ملت او دولت تر منځ د نژدېکت ښه وسیله وبلله او ویې ویل بولدک ولسوالي د زراعت، اوبو لګولو، ښارسازۍ او ټرانسپورټ په برخه کي یو شمېر ستونزي لري چي باید حکومت یې غم وخوري. نوموړي وویل د شنه نري د اوبو بند دي ورغول سي چي دا د زراعت په برخه کي لویه او حیاتي انکشافي پروژه ده، د بولدک تر څنګ د ارغستان او ریګستان ولسوالیو ته هم په زراعتي برخه کي ګټه لري. نوموړي د سړو خونو د جوړېدو غوښتنه هم وکړه او ويې ويل چي د ښورابک سړک دي پوخ سي او د روغتیا په برخه کي یې د روغتیايي مرکزونو له کمبود څخه شکایت وکړ.

د کندهار والي ډاکټر محمد همایون عزیزي وويل چي دې ولسوالۍ ته يې د امنیتي او انکشافي وضعیت د څېړني په موخه سفر کړی دی او ويې ويل چي بولدک یوه سوداګریزه سرحدي ولسوالي ده چي د تجارت او ظرفیت جوړولو په برخه کي ښه رول لوبولای سي. هغه وويل: زما سفر دوه اړخه لري اول د دې ځای له خلکو سره مخامخ لیدنه، د هغوی د ستونزو اورېدل او مشورو ته یې غوږ نیول او بل د امنیتي وضعیت تر څنګ پرمختیايي او انکشافي برخې ته پوره پاملرنه چي دا ولسوالي د خلکو په همکارۍ پرمختګ وکړي، د همدي لپاره مي سکټوري رئیسان له ځان سره راوستلي دي چي دوی هر یو په خپله اړونده برخه لکه ښارجوړونه، عامه روغتیا، ټرانسپورټ او نورو کي خپل پلانونه تطبیق کړي.Hamayon azizi

د کندهار والي ژمنه وکړه چي په بولدک کي به ماسټر پلان تطبیقوي او په دغه ولسوالي کي به سوداګريز مارکېټونه، کورونه، روغتيايي مرکزونه، تفريحي پارکونه، د سپورټ ميدانونه او سړکونه جوړوي. هغه زياته کړه دوې میاشتي وړاندي چي د ټول هیواد په کچه د کومو بندونو د جوړولو یادونه سوې، د هغو له جملې څخه به ۱۲ په کندها کي جوړ سي او هڅه يې دا ده چي د کندهار په زراعتي ولسوالیو کي د بندونو جوړولو ته لومړیتوب ورکړي.

ښاغلي عزيزي وویل: موږ د ښاروالي د عایداتو لپاره یو مېکانیزم رامنځته کوو چي دا عایدات بيرته په ښه ډول مصرف سي او په بولدک کي د خلکو د روغتیايي ستونزو د هوارولو په موخه مو د هند سفارت ته د یو ۵۰ بستریز روغتون پروپوزول ورکړی دی او هیله لرو چي کار به یې پیل کړي. همداراز به د ملي پيوستون ۳۵میليونه افغانۍ له ولسي شوراګانو سره په همږغۍ پر بېلا-بيلو برخو مصرف سي.روښان ولسمل

د کندهار ښاروال روښان ولسمل وویل بولدک یوه ګڼ نفوسه او مهمه ولسوالي ده چي ترلاسه کېدونکي عواید یې باید پر پرمختیايي پروژو ولګول سي. هغه د ماسټر پلان پر تطبیق ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چي خلکو ته به د ملکیتونو رسمي قبالې او سندونه ورکول سي. هغه زياته کړه: موږ پلان لرو چي د دې ستونزي د حل لپاره له کندهار څخه څو انجنېران راولېږو چي یو ډېتابېس جوړ کړي څو د ثبت پروسه پیل سي. نوموړي وويل د ماسټر پلان کار په ۱۳۹۱ل کي پیل سوی وو او په ۱۳۹۲ کي پای ته رسېدلی وو چي اوږدوالی یې ۱۲ کیلومټره او عرض یې ۶کیلومټره دی.

د کندهار والي بولدک ولسوالۍ ته د سفر پر مهال د ګمرک له نوي تاسيساتو څخه هم ليدنه وکړه او دغه تاسيسات يې د عايداتو د زياتوالي لپاره ګټور وبلل.