کور / تازه خبرونه / په زابل کی د مجاهدینو د بریا ۲۴ کلیزه ولمانځل شوه

په زابل کی د مجاهدینو د بریا ۲۴ کلیزه ولمانځل شوه

په زابل کی د مجاهدینو د بریا ۲۴ کلیزه ولمانځل شوه د زابل اوسیدونکو د مجاهدینو د بریا څلورویشتمه کلیزه په یو لړ خاصو مراسمو ولمانځله، د غونډې ویناوالو د غه ورځ د هیواد یوه ویاړلې او روښانه ورځ یاده کړه او د مجاهدینو قربانۍ یې وستایلې. د مجاهدینو د بریا په ویاړ په دې جوړې شوې غونډې کې د زابل والي بسم الله افغانمل، د دولتي ادارو رئیسانو، او د ولایتی شورا د غړو ترڅنګ یو شمیر جهادي قومندانانو هم برخه اخستي وه. د زابل والي بسم الله افغانمل غونډې ته د وینا په ترڅ کې د مجاهدینو د سرښندنو یادونه وکړه او دا ورځ یې یوه ویاړلې ورځ وبلله. ښاغلي افغانمل له مجاهدینو غوښتنه وکړه تر څو په بیارغونه او د امنیت په تامین کې ورسره بشپړه همکاري وکړي. د زابل یو شمیر مجاهدینو هم د دې ورځې یادونه وکړه او د هیواد خپلواکي یې د مجاهدینو د قربانیو پایله وبلله، او له خلکو یې وغوښتل تر څو سره یو موټی شي او په هیواد کې روانو ناخوالو ته د پای ټکی کیږدی. د غویي اتمه په هیواد کې یوه تاریخي او له ویاړونو ډکه ورځ بلل کیږي، چې هر کال د هیواد په بیلا بیلو سیمو کی په ځانګړو مراسمو لمانځل کیږي

خبریال :عرفان الله عرفان زابل.