دکورنۍ دنږدې غړو سره ودونه

که څه هم کورني او دخپلوۍ ودونه(Close Relatives marriages) نن ورځ به ډیرو اسلامي او غیر اسلامي هیوادونو کې رواج لري ، خوطبي تجربو ښودلې ده چې په ډیرو مواردوکې ددغو ودونو په پایله کې ماشومان معیوبه او ناقص زیږي .ځینو هیوادونه بیا دغه ډول ودونو ته اجازه نه ورکوي او هغه غیر قانوي کار بولي .
ماشخصا دخپلو نږدې خپلوانو نه داتجربه ترلاسه کړې ده چې ځینو یې په خپلوانو کې ودونه کړي دي چې ماشومان یې ناقص او معیوبه راغلي دي او دیو نه ،بلکې دڅو تنو اولادونه یې ناقص او معیوب پیداشوي دي .ځکه علت یې په دوی کې د وینو د ګروپ یووالی وي او دغه یووالې هغه مهال سره یو ځای کیږي، چې دوی سره ودونه وکړي. دغه کار په وینه کې ستونزه رامنځ ته کوي او اولادونه سم نه راځي او د مشترکو کروموزومونو د یو ځای کیدو له امله دغه ستونزه راپورته کیږي. په ځینو حالاتو کې داسې امکان هم شته، چې په لمسیانو او یا له هغو وروسته په نورووروستیو نسلونو کې د غه ستونزې راپورته شي
زموږ پښتانه زیا تره دخبلو ترونو ( کاکاګانو ) ، دخپلو ماماګانواو دخپلو تریندو دلو رګانو سره ودونه کوي چې زیاتره ماشومان یې دThalassemia، Down syndrome او دوینو،هډوکو او نورې روانی ناروغۍ پیداکوي .همدارازکله کله دنږدې خپلوانو ترمینځ ودونه دکورنیو ترمنځ شخړې او جنجالونه هم پیداکوي او بیا دغه دوستۍ په دښمنیو بدلې شي .
زما په اند دابه ښه وي چې په خپلوۍ کې دودونو نه تیر شو او په نږدې خپلوانو کې ودونه ونه کړو.