کور / راپور / دخوشحال مرستندويه بنسټ مشرې دانګليسي ژبې د کورس څخه ليدنه وکړه 

دخوشحال مرستندويه بنسټ مشرې دانګليسي ژبې د کورس څخه ليدنه وکړه 

12717161_1564874437162084_2862568496627712053_nدخوشحال مرستندويه بنسټ مشرې دهغه کورس څخه ليدنه وکړه 

  شبانه خوشحال  دانګليسي ژبې زده کړې له هغه کورس څخه ليدنه وکړه چې مالي ملاتړ يې دخوشحال مرستندويه بنسټ کوي
په ياد کورس کې په يوه وخت ١٠٠ زابلي بېوزله ځوانان چې ديولړ اقتصادي ستونزو له کبله يې دانګليسي ژبې زده کړه نسواى کولاى زده کړه ترسره کوي، چې تردامهاله يې ديادې ژبې سره پوره بلد تيا پيداکړې 
 دخوشحال مرستندويه بنسټ مشرې شبانه خوشحال يې ټولو زده کوونکو ته په درسونو کې دبريا هيله وښوده او ورپسې يې په تدريسي برخه کې دکورس دزده کوونکو ستونزې وا ورېدلې.
شبانې خوشحال وويل لازمه ګڼم ترڅو دبېوزله زده کوونکو لپاره برسېره پردې چې موږ ورته زده کړه په وړيا توګه ورکوو قرطاسيه قلم او کتابچه هم بايد يادو زده کوونکو ته اماده کړو.
چې په دې توګه سره به په راتلوونکې ورځو کې دټول کورس زده کوونکو ته اړينه قرطاسيه او درسي مواد هم ورکړل سي ترڅو په ښه توګه لانور هم مخ ته ولاړسي