کور / سياسي / ډاکتر صاحب اشرف غني اوس به څه کوئ ؟

ډاکتر صاحب اشرف غني اوس به څه کوئ ؟

حبيب الله غمخور 

د۲۰۱۶  ز کال داپريل ۲۷

دخبرو د پنځم پړاوډرامه خو داسي ښکاري   .

د طالبانو پلاوی د سولې د خبرو لپاره کراچۍ ته رسېدلی .

تاند- پاکستاني سرچینې وايي چې د دغه هیواد د فشار په نتیجه کې لهقطر څخه د طالبانو د دفتر یو پلاوی کراچۍ ښار ته رسېدلی څو دافغانستان له حکومت سره مخامخ خبرې وکړي.

طالبانو د افغانستان له حکومت سره مخامخ خبرې رد کړي او د خپلپخواني مشر په نوم یې پسرلني عملیات اعلان کړي دي .

خو پر پاکستان د افغانستان د حکومت له دیپلوماتیکو فشارونو وروستهپاکستان وايي چې د ملا اختر محمد منصور پر ډلې یې فشار راوړی او داډله یې حاضره کړې ده چې په یوه میاشت کې دننه د افغانستان له حکومتسره مخامخ خبرې وکړي.

دیپلوماتیکې سرچینې وايي چې د طالبانو په پلاوي کې ملا جان محمد اوشهاب الدین دلاور شامل دي او ممکن په پېښور او کوټه کې د طالبانو یوشمېر نور مشران هم ورسره ملګري شي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت تراوسه پوري په دې اړه رسماً څه نه ديویلي خو د دغه وزارت ځینو سرچینو له رسنیو سره په خبرو کې تایید کړېچې د طالبانو پلاوی د افغانستان له حکومت سره د خبرو لپاره پاکستان تهورغلی دی.

سرچینو وویل چې د طالبانو استازي به د هغو خبرو په پنځم پړاو کې ګډونوکړي چې د افغانستان، پاکستان، امریکا او چین څلور اړخیز ګروپ نومولکېږي .

دپورته خبر ترڅنگ دداپريل پر ۲۶ پاکستاني رسنیو اسلام اباد ته د طالبانود قطري پلاوي رسېدا تایید کړه .

دوي دا ومنل چې د طالبانو۳ کسیز پلاوی د دوشنبې په ورځ اسلام اباد تهورسېد چې د افغانستان له حکومت سره د سولې په احتمالي خبرو کېګډون وکړي .دا پلاوی دوې ورځې وړاندې کراچۍ ته رسېدلی و. 

پاکستان ټوډې ورځپاڼې د دوشنبې په ورځ / اپریل ۲۵/ وویل، تراوسه پوريڅرګنده نه ده چې د طالبانو د قطر د دفتر دا درې کسیز پلاوی دافغانستان د حکومت له استازو سره ویني او که نه ویني .

د دې پاکستانۍ ورځپاڼې د راپور له مخې د طالبانو په پلاوي کې مولويشهاب الدین دلاور، چې د طالبانو د واکمنۍ په مهال په اسلام اباد کې دطالبانو دیپلومات و، او جان محمد مدني شامل دي چې د طالبانو د واکمنۍپه مهال په متحده عربي اماراتو کې سفیر و. تر  هغه وخته  طالبانو د خپلپلاوي د سفر په اړه څه نه وه ویلي .

داپريل پر  ۲۷ په قطر کې د وسله والو طالبانو دفتر وویل چې د دې ډلې دمشر ملا اختر محمد منصور په غوښتنه یې پلاوی له پاکستاني چارواکوسره د خبرو لپاره اسلام اباد ته تللی دی.

طالبانو په یوه خبرپاڼه کې، چې رسنیو ته یې لېږلې، ویلي چې پاکستان تهدغه پلاوی د دې لپاره تللی چې له پاکستاني چارواکو سره د افغان کډوالو دستونزو، سرحدي مسایلو، د ملابرادر او نورو بندیانو د خلاصون په اړهخبرې وکړي.

خو همدا نن داپريل پر ۲۷ بيا پاکستانی چارواکي اعزاز چودري وايي : دطالبانو د پلاوي له ورتګه خبر نه دی .

د پاکستان د بهرنیوچارو وزارت وویل چې پاکستان ته د طالبانودپلاويدسفر په باب معلومات نه لري .

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي اعزاز چودري په یوه خبريغونډه کې وویل چې پاکستان ته د طالب پلاوي د سفر په باب معلومات نهلري بناً دې پوښتنې ته ځواب نه لري .

طالبانو تر دې مخکې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، پاکستان ته دغه پلاوی د دېلپاره تللی چې له پاکستاني چارواکو سره د افغان کډوالو د ستونزو،سرحدي مسایلو، د ملابرادر او نورو بندیانو د خلاصون په اړه خبرې وکړي.

ویل شوي چې د طالبانو په پلاوي کې ملا شهاب الدین دلاور او ملا جانمحمد شامل دي .

داپريل پر ۲۶ دلوبي پيل داډول  سوچې پاکستان او طالبانو داومنل  چې دطالبانودرې کسيزه ډله پاکستان ته له قطرنه رسېدلې ده ،خو داپريل پر ۲۷ پسله هغه چې طالب چارواکو داپه تکرارتائېدکړه چې ددوي درې تنه له قطرنه پاکستان پلازمېنې اسلام آباد ته رسېدلی دورځې په دوهمه نيمايي کي د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي اعزاز چودري په یوهخبري غونډه کې وویل چې پاکستان ته د طالب پلاوي د سفر په بابمعلومات نه لري بناً دې پوښتنې ته ځواب نه لري . 

دولس پوښتنه داده چې ددې پاکستانی لوبي اودوه مخی سياست  پايلی به افغان دولتی چارواکي څنگه ارزوی ؟ او ددوي غبرگون به څه وي ؟؟؟

 

4 تبصرې

  1. خوست بابا

    دې پاکستان ده مرداره او دوه مخې او چټل سېاست موېږ دې ۱۳۵۷ کال راپدې خوا موږ ښه درک کړې او پېږنو ېې مګر دا اوسنۍادراه په سېاست څه کوې صرف رېشوت او فاسد او وږلو کې ښه تجروبه لرې

  2. خوست بابا

    عبداله ته ګوره لب سرېن او سپدې کې ښه مستر دې هغه دې افغانستان نه پېږنې سېاست لا پرېږده

  3. خوست بابا

    عبداله ته ګوره لب سرېن او سپدې کې ښه مستر دې هغه دې افغانستان نقشه  نه پېږنې سېاست لا پرېږده

  4. خوست بابا

    او بالخصوص پښتون وږنه کې