کور / تازه خبرونه / د حامد کرزي نړیوال هوایې ډکر کې دوه کسان د طلا د قاچاق په تور ونیول شول

د حامد کرزي نړیوال هوایې ډکر کې دوه کسان د طلا د قاچاق په تور ونیول شول

د حامد کرزي نړیوال هوایې ډګر کې د مالیې وزارت د ګمرک کارکوونکو له خوا دوه تنه قاچاق وړونکي له پنځلس کیلو ګرامو طلا سره چې غوښتل یې له هیواد څخه یې بهر ته ولیږدوي، لاس په لاس ونیول شول.Gold capptured in Kabul

نیول شویو کسانو یاده شوې اندازه طلا د پنځو خښتو په بڼه یې په ماهرانه توګه د موټر په سیټ کې ځای پر ځای کړې وه.

لاس ته راغلې طلا د ګمرک کارکوونکو لخوا د افغانستان بانک ته سپارل شوی او قضیه تر څیړنې لاندې ده.

د مالیې وزارت د مشرتابه تر لارښوونې لاندې، له هیواد څخه بهر او داخل ته د هر ډول قاچاقو د مخنیوي لپاره ځانګړي تدابیر نیول شوي دي چې دغه کار ښه پایله لرلې ده.