کور / خبرتیا او پيغامونه / د غرغښت ټولنې د مشرتابه خبرتيا

د غرغښت ټولنې د مشرتابه خبرتيا

بسم الله الرحمن الرحيم

ګرانو هېوادوالو! 

لکه څنګه چې خبر ياست او په خپلو سترګو مو ليدلي هم دي د هالنډ شاهي دولت په مرکز دنهاګ کې د افغانستان د اسلامي دولت په سياسي استازوالۍ ( سفارت ) کې د کُنسلۍ څانګې ټول اعلانونه او خبرتياوې او همدارنګه د کُنسلۍ څانګې ټولې فورمې او جدولونه يواځې په دري ژبه دي چې پښتو ژبي افغانان ورسره ډېرې ستونزې لري.

په هالنډ کې مېشتو پښتنو له غرغښت ټولنې څخه هيله وکړه چې د دې ستونزې د حل کولو په لاره کې مرسته ورسره وکړي. په پای کې د غرغښت ټولنې په عمومي غونډه کې د ټولنې مشرتابه ته دنده ورکړای شوه چې دغه ستونزه د افغانستان د اسلامي دولت د لوی سفير او فوق العاده استازي ډاکتر عبيد الله عبيد سره په ناسته کې څرګنده او په ګډه سره د حل لاره ورته ولټوي.

لوی سفير د مشرتابه څرګندونې په ورين تندي واوريدې او د يادې ستونزې د حل لپاره يې د کُنسلۍ څانګې ته لارښوونه وکړه چې دغه ستونزه ژرتر ژره حل کړي. لوی سفير په ټينګار سره ورته وويل چې د ۲۰۱۵ ميلادي کال د « فبروري » مياشتې په اوږدو کې يې ټولې خبرتياوې او اړونده اسناد چې پخوا د غرغښت ټولنې له خوا ژباړل شوي او د سفارت په واک کې ورکړل شوي وو د اساسي قانون سره سم په دواړو رسمي ژبو پښتو او دري باندې ددوی له ويبپاڼي خپاره سويدي، چي تر دې وروسته به د اړوندو مراجعينو شته ستونزې په بشپړه توګه حل شي.

و من الله توفيق

د غرغښت ټولنې مشرتابه