کور / تازه خبرونه / زابل :د وسله والو مخالفينو او امنيتي ځواکونو تر منځ په جګړه کي پنځلسو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

زابل :د وسله والو مخالفينو او امنيتي ځواکونو تر منځ په جګړه کي پنځلسو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

د وسله والو مخالفينو او امنيتي ځواکونو تر منځ په جګړه کي پنځلسو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې .
د زابل د امنيې قومندانۍ د امنيت امر ډګروال غلام جيلاني فراهي رسنیو ته وویل د دولت وسله والو مخالفينو په سيمه کي دامنيتي ځواکونو پر پوستو له درو خواوو څخه بريدونه پېل کړل، چي د افغان ځواکونو دسخت غبرګون سره مخ سول.

هغه وويل، د جګړې په ترڅ کي د مېزاني ولسوالۍ له پاره د مخالفينو ولسوال احمد اغا او د نظامي کمېسيون د مسوول په ګډون اووه طالبان وژل سوي او اته نور ټپيان دي.

د فراهي په خبره په جګړه کي امنيتي ځواکونو او ملکي وګړو ته مرګ ژوبله نده اوښتې.

د زابل چارواکي وايي، د مېزاني تر څنګ د دې ولايت په بېلابېلو ولسواليو کي افغان ځواکونه خپلو عملياتي او امنيتي فعاليتونو تر دوام ورکوي، تر څو مخالفين له سيمي وشړي او خلکو ته د ارامه ژوند زمينه برابره کړي.

صدیق الله پوپل کندهار