کور / تازه خبرونه / پخواني ولسمشر حامد کرزي په افغانستان کې د جګړو او تاوتریخوالي د شدت په اړه اندیښنه ښودلې ده.

پخواني ولسمشر حامد کرزي په افغانستان کې د جګړو او تاوتریخوالي د شدت په اړه اندیښنه ښودلې ده.

پخواني ولسمشر حامد کرزي په افغانستان کې د جګړو او تاوتریخوالي د شدت په اړه اندیښنه ښودلې ده.

د پخواني ولسمشر له دفتره په خپره شوې اعلامیه کې د کابل وروستۍ برید چې پکې ملکي خلکو او افغان ځواکونو ته ډيره مرګ ژوبله واوښته غندل شوی، خو وايي، له دې برید وروسته تشدد او کرکې ته د خلکو د رابللو بهیر په ډېر شدت پیل شوی دی.

(( د هېواد د حاضر ناورین ریښې په خارج کې دي او پر موږ تپل شوې جګړه له خارجه تنظیمېږي. د افغانانو تر منځ د انتقام او کرکې اور ته لمن وهل به باعث شي چې زموږ وطنوال په نه ختمېدونکې جګړې کې را ښکېل شي او د جګړې اصلي عاملان به په خارج کې په پوره مصوؤنیت د افغان وژنې طرحو جوړولو ته ادامه ورکړي.))

کرزي پر دولتي مسوولینو غږ کړی، چې د خپلې تبلیغاتي او نظامي مبارزې مخ د هغو بهرنیانو پر لور وګرځوي چې په افغانستان کې یې د روانې جګړې اور بل کړی.

کرزي پر هغو طالبانو چې ځانونه د افغانستان بچیان ګڼي غږ کړی چې ځان د پردیو له منګولو وژغوري.

د کرزي دغه اندېښنه داسې مهال ده، چې ملي امنیت شورا په تازه ګۍ سره ویلي چې د وسله والو طالبانو پر وړاندې د سولې پر ځای جګړې ته دوام ورکوي ځکه د اوس لپاره افغان حکومت یوازې د خپلو خلکو د سر

او مال دفاع خپل لومړيتوب بولي.

صدیق الله پوپل