کور / راپور / د هلمند مرکز لښکرګا ښاروالۍ د ابلاغیه غونډي راپور

د هلمند مرکز لښکرګا ښاروالۍ د ابلاغیه غونډي راپور

پدې غونډه کي د لښکرګاه ښاروال انجنیر مطیع الله بهیر او د ښاروالۍ نورو مامورینو ترڅنګ مشورتي شورا، صنفي وکیلانو، د ناحیو مدیرانو، د ګذر وکیلانو، د مدني ټولنو استازو، د پوهنتون استادانو، قومي مشرانو، ژورنالیستانو، د ښځو، معیبینو او نورو بېلابیلو ټولنو غړو په کښي ګډون کړئ وو.Helmand lashkarga هلمند لښکرګا

په پیل کي لښکرګاه ښاروال د ښاروالۍ د بودیجې د دریمي ابلاغیه غوڼدي د مالوماتو ورکولو ترڅنګ د لښکرګاه ښار د سړکونو د داغګیرۍ او ترمیم په اړه مالومات ورکړل چي د ښار ټول سړکونه مو په اساسي ډول سره د دوهم ځل لپاره ترمیم کړل.

ددې ترڅنګ لښکرګاه ښاروال و ښې حکومتدارۍ ته هم اشاره وکړه چي خپل په راتګ سره یې ټول ښاریان د ښاروالۍ په ټولو چارو کي راداخل کړي دي، او لدې سره سره ښاغلي بهیر د ښاروالۍ د ثابتو او غیرثابتو عوایدو په اړه هم خبریالانو ته بشپړه مالومات ورکړل.

ښاروال زیاته کړه: یوازنی ستر خنډ چي اوس ښاروالي ورسره مخامخ ده هغه پخواني املاکي کارونه او د املاکي کارونو بندښت دی چي فعلاُ یې ( ۷۰ ) فیصده زما د کارونو مخه نیولې ده .

د مشورتي شورا رئيس حاجي عبدالنظیر بارک د ښاروالۍ ترسره سوي او روان کارونه وستایل او د ښاروال څخه یې مننه وکړه چي په کم لګښت یې په لښکرګاه ښار کي د سړکونو داغګیري او ترمیم په اساسي ډول سره ترسره کړ .

ده وویل: ډېر کارونه دي چي باید په ډیرو روپو ترسره سوي وای خو ښاروال په ډېر کم لګښت سره هغه ترسره کړل چي ښه مثال یې د ولایت د جادې ګلدان دی.

نوموړي وویل: له کومه وخت چي نوی ښاروال ښاروالۍ ته راغلی، مشورتي شورا، صنفي وکیلان، د ګذر وکیلان او عامه ښاریان یې د ښاروالۍ په ټولو چارو کي راداخل کړي دي، مشورې یې ورڅخه اخیستي دي او ددې خلکو د مشورو پر اساس یې خپلو کارونو ته ادامه ورکړې ده چي مثبته نتیجه یې هم اوس خلکو په ښار کي وليده .

د مشورتي شورا رئیس ښاروال ته ډاډ ورکړ چي هر ډول همکارۍ ته یې مشورتي شورا چمتو ده او د ښاروالۍ په ټولو چارو کی به خپلي هلي ځلي ونه سپموي . 

ددې ترڅنګ د مشورتي شورا وکیل زاهدي صاحب هم خپلي خبري وکړې .

ښاغلي زاهدي د لښکرګاه ښاروال څخه مننه وکړه چي خپل په راتګ سره یې د ښاروالۍ په عوایدو کي لوړوالی راویستلی دی او همدا راز یې په مصارفو کي کموالی راویستلی دی.

نوموړي زیاته کړه: له څه وخته څخه چي ښاروال دې ښاروالۍ ته راغلی  د ټولو ښاریانو پر مخ یې د ښاروالۍ دروازه خلاصه کړې ده او د ټولو ښاریانو ستونزو ته یې وخت ورکړی دی.

د غونډي په جریان کي ډیرو وکیلانو پر نوبت خبري وکړې او په ښاروالۍ کي یې ښه حکومتداري، د عوایدو لوړول او په ښار کي ښاري خدمات وستایل او ترڅنګ یې ښاروال ته د هر ډول همکارۍ ډاډ هم ورکړ.