کور / خبرتیا او پيغامونه / فرانکفورت : د پوهنیز (علمي) سیمینار بلنه او خبرتیا

فرانکفورت : د پوهنیز (علمي) سیمینار بلنه او خبرتیا

دپښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند Pashtoon Social Democratic Party – PSDP  دالمان فرانکفورت په ښار کې د روان ۲۰۱۶ عیسوي کال دمۍ دمیاشتې په ۲۱ مه نېټه د خالي(شنبېپه ورځ د " لر اوبر پښتنو/افغانانو ته ورپېښې ستونزې او دحل لارېتر سرلیک لاندې دیو ورځني پوهنیز (علمي) سیمینار او دکولتوري ماښامي دجوړولو تابیا کړیده.
په غونډه کې به د لوې افغانستان دنورو مخورو سربیره هیواد او ولس ته ژمن زړورسیاستوال او د ملي ثبات دټولنې مشر ښاغلی ضیاالحق امرخیل هم ګډون کوی
دپښتنو ټولنیز ولسولیز ګوندپه دې وسیله تاسو ته په ډیر درناوي بلنه درکوي، چې دخپلو کورنیو سره یو ځای موږ سره په سیمینار او کولتوري ماښامي کې ګډ ون وکړئ.
دسیمینار دویېمه برخه مشاعرې او ټنګ ټکور ته ځانګړې شویده.
دټنګ ټکور برخه به دمنلی اوپر پښتو مین سندرغاړی ښاغلی هارون باچا په خوږ غږ د ښاغلي فرید او ښاغلي حیدر په ملتیا لا ښکلې شي.

ځای:

Saalbau Stadthalle Griesheim

Schwarzerlenweg 57

65933Frankfurt – am Main

 

نېټه او وخت 

( 21Mai2016  (16:30 Uhr 

دمۍ ۲۱مه نېټه دخالي (شنبېورځ د مازیګر څلورنېمې بجې