کور / هراړخیز / ديوې بلې نوي لوبې پيل احساسېږي!

ديوې بلې نوي لوبې پيل احساسېږي!

ليکوال : حبيب الله غمخور

د۲۰۱۶ ز کال دمی ۵ مه 

البته دالاندي خبر چي  بي بي سي دفبروری پر ۲۴ مه نشر کړی، تر دې خبر وروسته د مشرانوجرګې دمرستیال څرگندونې ښکاري  چې هغه ويلي : وسله والو طالبانود پنجشېر خلکو او علماوو ته د خبرو وړاندیز کړی دی .

دپورته خبر په هکله ماخپل نظر په هغه ورځ دفيسبوک له لاري  ستاسو هيوادوالو سره شريک کړ . 

زه پدي باوريم چي پاکستانی چارواکي دخپلو موخو لپاره وخت کمايي کوی اوغواړي چي له وخت نه ترکومه چي کيږي دخپلو سياسی موخو لپاره معقوله اوگټوره استفاده وکړی . ددوې ددې ماهرانه پاليسی  په اړوندما څوليکنې کړي . 

متاسفانه موږ یې گورو چي زموږ  بېچاره چارواکي په هرڅه کي عجله کوی،اويا پدې پوهېږي چې دغبرگون دښکاره کولو توان نلري .ددې ترڅنگ روښانه ښکاري چې زموږ دولتی چارواکي زموږ دهيواد دپېچلو سياسي حالاتوپه هکله  دسياسي پوهی اوسياسي درک نه محروم دي .ځکه خو پاکستانی چارواکي دخپلی پوهاوي له مخې چي زموږ د هيواد دچارواکو په هکله یې لري ،يو په بل پسې خپلي لوبي کوي .همدا نن دفبروری ۲۵  مه دامريکا په کانگريس کي پردې خبره چي پاکستانی چارواکي دوه مخئ سياست کوي ستر بحث روان وو اوهغوي پاکستان ته دخپلو مالی مرستو لېږوباندي افسوس څرگند کړ .

دکانگريس  پدې غونډه کي د افغان طالبانو په گډون ټولې وسله والې ډلېخبرو ته بلل شوې . 

د پاکستان د بهرنېو چارو وزارت ويلي دي چې د افغانستان د سولېخبروکې گډون ته د هڅولو لپاره يې د افغان طالبانو ټولو ډلواو نورو وسلهوالو سره اړيکي ټينگې کړې دي. خو زما له نظره دوي دتل پشان دورغجن تبليغات خپروی  اوپدې بڼه نه يوازي افغانان نه بلکی نړيوال هم غولوي .

د پاکستان خبري اژانس(اى پي پي) په وينا د پاکستان د بهرنيو چارو دوزارت وياند، محمد نفيس زکريا خبريالانو ته ويلي دي چې"د طالبانو لهټولو ډلو غوښتل شوي دي چې د سولې خبرې ته خپل باصلاحيت استازيور وپېژني".

وړاندې په کابل کې دسولې په تړاو څلور اړخيزې غونډې کې پرېکړه شوېوه چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرې به د مارچ پهمياشت کې کېږي.افغانستان، پاکستان، امریکا او چین دغوڅلور اړخيزهخبروکې شامل دي.

د افغانستان د ولسمشرۍ دفتر په يوې اعلاميې کې له ټولو وسله والوډلوغوښتي وو چې له جگړې لاس په سر او د سولې خبرو کې ورگډشي.طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه غبرگون نه دى ښودلى.خو د انجينرگلبدين حکمتيار په مشرۍ اسلامي حزب او دحقاني شبکې د دې بلنېهرکلى کړى دى. چي همدا اوس دسولی شورا په خبره دگلبدين حکمتيار سره دسولی  او سلاح خبري په گټوره توگه رواني دي .د اسلامي حزب يوهجگپوړي استازي غيرت بهير بي بي سي ته دروان کال دفبروری پر ۲۵ ويلي دی چې حزب تل د سولې د خبرپلوی دی .  بي بي سي پښتو ويبپاڼه د۲۰۱۶ ز کال دفبروری ۲۵

دافغان ولس غوښتنه داده چې دافغانستان دولتی چارواکي دپاکستانی چارواکو په سياسی لوبواو رنگا رنگ بهانو پوه وی ؛ ځکه وخت ددوي په  گټه څرخی  اوموږ ته زيان من تمامېږي .  موږ يې دسر په سترگو گورو چې پاکستانی چارواکي وايي ،يوڅه او کوی بل څه . دوي ددومخی سياسي چلند په نړيواله کچه شهرت لري  .