کور / تازه خبرونه / په زابل كې د چاودېدونكيو توكيو لويه زېرمه كشف سوه

په زابل كې د چاودېدونكيو توكيو لويه زېرمه كشف سوه

په زابل كې د چاودېدونكيو توكيو لويه زېرمه كشف سوه

خبریال : صدیق الله پوپل کندهار

د زابل امنيتي چارواکي وايي، د دې ولايت په مرکز کې يې د چاودېدونکيو توکيو يوه زېرمه کشف کړې ده.
د زابل د امنيت امر سمونوال غلام جيلاني فراهي خبريالانو ته وويل، دا زېرمه يې تېره ورځ مازدېګر ناوخته د مرکز کلات د ليککو په کلي کې د کلات مرکزي زندان ترڅېرمه کشف او ترلاسه کړې ده.
سمونوال فراهي وايي له دغه پټن ځای څخه اووه دېرش کړۍ د پرسونل ضد ماينونه، يوه کړۍ د وسايطو ضد ماين، اووه فيره د راکټ سرګلولې او يوه اندازه مختلف النوعه مهمات ترلاسه كړي دي.