کور / شعر / پنځه حسه ـ د ماشومانو شعر

پنځه حسه ـ د ماشومانو شعر

حسه پنځه دي د انسان
احساسوي په ځان جهان
حس يو د سترګو بينايي ده
حس د ړنا او تاریکي ده
ليدل په سترګو باندي کيږي
مور پلار دوستان په ليدل کيږي
د انسان بل حس اورېدل دي
په غوږو ږغ احساسېدل دي
و اورېدو ته دي غوږونه
ښايسته خبري ښه ږغونه
بويول بل حس د انسان دی
په وږمو ښکلی ګلستان دی
احساسوي يې پوزه بوی
وږمه د ګل او ناپاکۍ
بل حس د ژبي د خولې خوند دی
په خوندور د انسان ژوند دی
مالګي تروې ګوړي خوږې دي
د خوند په حس ټولي مزې دي
يو بل مهم حس لمسول دي
د زيږ او ښوی احساسول دي
د يخ و ګرم فرق په کيږي
په لوند او وچ پوست زموږ پوهيږي
شکر پکار دی هر انسان ته
حسه پنځه چي لري ځان ته
په پنځو حسو کي بايد وي
تقوا دي زما او ستا قايد وي

احمدولي اڅکزی، د ۲۰۱۶م کال د اپريل ۲۴مه نېټه، بون

دغه او په لسهاؤ ورته نور منظوم او منثور نکلونه پر www.kochnai.com هم موندلای سئ.

________________________________________

د احمدولي اڅکزي د وېبلاګ www.ahmadwali.achakzai.com څخه په مننه