کور / تازه خبرونه / دتورخم دروازه پرانستل شوه

دتورخم دروازه پرانستل شوه

اسلام اباد :په اسلام ابادکې افغان سفير ډاکټرحضرت عمر زاخيلوال د خپل فسبوک پروال وايي
همدا اوس مې د پاکستان د اردو له مشر ښاغلی راحیل شریف سره د تورخم او همدارنگه د افغانستان او پاکستان د اړیکو د ژورو ستونزو او عواملو په اړوند تفصیلي ناسته درلوده چې په پایله کې نوموړي په تورخم کی خپلو قواو ته لارښوونه وکړه چې د تورخم مزی همدا شیبه د مسافرینو او سوداګریزو توکو په مخ خلاصه کړي او په راتلونکي کې هم ددری ورځو ورته په څېر ستونزې د تورخم د مزي په تړلو ونه انجامیږی. زه د ښاغلی ددې قاطع مثبت موقف څخه مننه کوم