کور / راپور / د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او علومو اکاډمۍ ترمنځ د همکاریو تړون لاسلیک سو.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او علومو اکاډمۍ ترمنځ د همکاریو تړون لاسلیک سو.

د هغه تړون له مخي چي د اطلاعاتو او فرهنګ د وزیر ښاغلي عبدالباري جهاني او د علومو اکاډمۍ د رئیسي سرمحققي مېرمن ثریا پوپل لخوا لاسلیک سو، دغه دوه ارګانونه به په علمي، څېړنیزو او کلتوري چارو کي یو د بل سره همکاري کوي.image

په ۱۹مادو کي د تړون د څرنګوالي ترڅنګ، د علمي، څېړنیزو او اکاډمیکو سیمینارونو دایرول، په پښتو او دري ژبو د پرلیکه آریانا دایرة المعارف چمتو کول، په لرغونو ساحو کي په ګډه څېړني او کیندني، د پښتو او دري ژبو معیاري لیکدودونه رامنځ ته کول، پښتو په پښتو او دري په دري قاموسونه ترتیبول، فوکلوري آرشیف جوړول، د کتابونو تالیف او چاپول، د واټونو او ځایونو په نومولوکي د علومو اکاډمۍ شاملول، د علمي او مسلکي اصطلاحاتو ژباړل، د ملي موزیم او اتنوګرافي موزیم ترمنځ همږغي رامنځ ته کول، د هیواد د لرغونو آثارو په نندارتونونو کي د علومو اکاډمۍ د استازو ځایول او په ملي او نړیواله سطحه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او د علومو اکاډمۍ د همکارۍ ټکي راغلي دي.

د تړون تر لاسلیک کولو وروسته د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر، د علومو د اکاډمۍ سره له خپله اړخه همکاري، د هیواد د علمي، کلتوري او څېړنیزو چارو په پرمخ وړلو، هراړخیزه وده او د بهرنیو کلتوري یرغلونو په وړاندي، مهمه وګڼله. ښاغلي جهاني د علومو اکاډمۍ ته له خپله اړخه د هراړخیزي همکارۍ ډاډ ورکړ او ټینګار یې وکړ چي د هیواد نور علمي او اکاډمیک بنسټونه دي هم په دې برخه کي شامل سي.

د علومو اکاډمۍ رئیسي د اطلاعاتو او فرهنګ له وزیر څخه د تړون د لاسلیک او راتلونکو همکاریو پر بنسټ د منني په څرګندولو، رسنیو ته د تړون منځپانګه وړاندي کړه. سرمحققي مېرمن ثریا پوپل، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په ملتیا د هیواد د علمي، څېړنیزو او اکاډمیکو چارو د پیاوړتیا ډاډ څرګند کړ. 

دغه راز پرېکړه وسوه چي د دواړو اړخونو د استازو په ګډون یو پلاوی به وټاکل سي چي د تړون په منځپانګه کي راغلي مسایل او په پام کي فعالیتونه تعقیب او وڅاري.