کور / هراړخیز / “له يوه عکسه به يې دا ټول په غارونو ننوځي”

“له يوه عکسه به يې دا ټول په غارونو ننوځي”

 

زماسره دفيسبوک ديوه دوست  دملی احساس په جواب !

محترم ابراهيمی صاحب ! موږ دخپل دولت پر ټولو چارواکو دانتقاد قانوني حق لرو،خو ددې قانونی حق نه داستفادې حدود هم  بايد په نظر کي ونيول سي. دبيان ازادي، لنډغری نده اونه بايد هر نالوستی  ترېنه داډول تعبير ولري . 

که په بهرکي يوڅوک دبيان دازادی نه دا ډول تعبير ولري داپدې معنی چې نا لوستی او يا هڅول سوی دي . 

يوڅوک لنډ غری ته هڅوک ل کيږي اويوبل څوک واسکټ اغوستلوته ،خو دواړه يوشان دهيواد او افغان ولس ددښمنانو  دندي ترسره کوي .په لندن کي دافغاانستان دولس مشر پر وړاندي ددو لنډغرو اوله بهرنه روزل سو لنډغری او گوت څنډنې  دهر افغان لپاره عار اوددوي پر وړاندي  يې  نفرت راپارولیدی  .هيڅ  افغان چې افغان وي دانسی منلاي چې دپردو نوکر زموږ دهيواد دمشرپروړاندي په نړيوال کنفرانس داډول بې شرمی وکړي .

موږ دښاغلي اشرف غنی پر وړاندي سپک حرکت دټول افغان ولس اوددې هيواد افتخاراتوپر وړاندي   سپک حرکت  بولو .

زه یې نه اوږدوم افغان ولس ددې کړنې پر خلاف خپل کلک غبرگون ښکاره کړی دي .

غواړم ددې لنډغرو کورنيو اوبهرنيو مشرانوته دا خبره وکړم چې ، بلې ،موږ پدې پوره پوهېږو که اشرف غني ټوپک سالار،پاټک سالار،سړی وژونکی اوچپاول گرواي ،کورنۍ اوبهرنی سرمايه یې دافگان ولس دانسان وژنې اوملی شتمنی په بدل تر لاسه کړې واي ، پدې ډاډه يم چې دنړۍ په هيڅ کنج کي به چا ځانته دده پر وړاندي  ددې ډول حرکت اجازه نه واي ورکړې . 

زه نه غواړم نومونه واخلم ،خو دومره وايم چې پداکابل کي یې په يوه کوڅه  کي عکس وځړول سی داټول به په غار ننوزي .

دوي داسي فکر کوی چې دقلم دڅښتن پر وړاندي هرڅه کولاي سي . خو ددوي درهبرانوداتعبير خطادی . 

موږ دخپل هيواد کورنيو اسوبهرنيو دښمنانوحرکتونوته تل پام لرو اوله نږدې یې څارو .په بهرکي اودلته په کوردننه کي موږ داشرف غنی پر وړاندي دسپکاوی داډول حرکتونه دپردو داجنټانو هڅی بولو اوپه ټول قوت ورته په عادي بڼه جواب ورکولاي سو .هغه چې اصيل افغان په يوه اوبل شعار بېره وی ستره اشتباه کوی .