کور / سياسي / يوازي حکمتيار په بشرضد کړنو تورنول انصاف نه دی!

يوازي حکمتيار په بشرضد کړنو تورنول انصاف نه دی!

حبيب الله غمخور- سويډن دمالمو ښار 

Ghamkhor غمخوريو څه انصاف خو پکاردی ! 
په افغانستان کي هغه وخت سوله راتلاي سی چي دبشرپرحقوقو تېری کوونکو سره بېله توپيره يوډول چلند وسی .
له يوې خوا زموږ ددولتی حاکميت ددوي نړيوال مشرتابه دټولومخالفينوسره دسولي خبروته هڅوي .اودبلی خوا يودبشرپر حقوقوپه تيري اوبل سالم دولتی چارواکي بولي .
امريکا افغان دولته ته دنده سپارلې چې پدې بهير کی دطالبانو ددوي په خبره مختلفو ډله،دحقانی ډله یې پدي ورستيوکي رازېږ ولې دهغې اونورو مخالفينوسره دگلبدين حکمتيار په گډون ، چې اکثريت يې دکرزی سره په پټوخبروکي دولتی حاکميت څښتنان سول دسولی دخبري پيل کړي .
ترکومه ځايه چې دطالبانوپه گډون پردې نورو اوو تنظېمو پاکستان لکه پراتو تنظيمو چي ايران ترهمدې شيبې واک لري ،دکابل دادارې لخوا دسولی شورا په نوم چي دسولی سره هيڅ ډول تړاو نلري اونه په هيوادکي دويته سوله گټه رسولاي سی يو کميسيون د مخالفينوسره دخبرو په نامه جوړ اودويته دا دنده وسپارل سول .
دطالبانوسره خبری خودادی ټول گوروچي سبابه یې دڅلور اړخېزي ډلي پنځمه ولې بې نتېجې غونډه جوړه سي ،دادپاکستانی چارواکو لخوا يوه سياسي ډرامه ده چي دوي وخت خپلوی .
مگر نه پوهېږم دکومو موخو لپاره یې دگلبدين حکمتيار سره دافغان چارواکو دخبروپر وړاندي تراوسه کوم عملی مخالفت ندی کړی ؟ داچې دادخبرو پروسه هر ورځ ځنډېږي داهم سوالونه را رزېږوي اودا دبحث بله خبره ده .
ولي نن مې داروپا پروخت پر اوه نيمو بجو ديو بل تلوېزيونی کانال نه ديک تلوېزيون له لاري داخبر واورېدچې :ددوي په خبره دگلبدين حکمتيارسره دخبرو پروسه روانه ده ،خو دگلبدين حکمتيار داوړانديز چې دده نوم بايد له تورليست نه ايسته سي،دامريکایی چارواکو له نظره تراوسه دوخت دمخه خبره ده . داچي ولې موږ پرې پوهيږو کله چې دوي وغواړي بيا پر وخت خبره ده .
دوي وايي چې گلبدين حکمتيار دبشرپرحقوقو په تيری مسول دی اوترهرچا زيات یي افغانان وژلی ،دملگرو ملتو سازمان هم دا ورسره منلې اوپه افغانستان کي دبشری حقوقو سازمان چې يوازي نوم لري نوردوي خپله ترسوال لاندي ژوندکوی هم داخبره متاسفانه دمعينو قومی او سياسي مذهبی سمپتيو اوانتي پاتيوپر بنياد کوي ،ددوي خبره هيڅوخت دافغانانو لپاره دقبول وړ نده .جالبه داده چې دا ټول دا خبره کوی چې دبشر پر حقو قو تېری کونکی بايد جزا ووينی .
بلې ! څومره عاقلی مفکوره او عالی کار !
زموږ افغانانو له نظره داډيره عالی،انساني او معقوله خبره ده ،خو سوال دادی چې کله به دوي دپوښتنې ميز ته را وغوښتل سی ؟
دانتقالی عدالت پروسه همدې دامريکا اونړيوالو په مټ جوړسوی حاکميت چارواکولخوا چې ترستونی پر بشری حقوقو باندي په تيری محکوم دي ناکامه کړل سول ،ځکه ترهرچا دمخه بايد دوي محاکمې ته حاضر سي ،مگر داهيواد چا په کنډواله بدل کړ؟ موږ وايو تالبان ښوونځۍ ورانوی ،مگر دوي داکار نه کاوه ،دوي سړکونه دبرق لينونه ،فابرېکې ،دولتی دفترونو فرنيجر ،دولتی ترانسپورتی وسايل ،دوسله وال ځوان ټولې وسلې پر چا خرځی کړې ؟؟؟ اودڅه لپاره یې خرځی کړې .
زه دگلبدين حکمتيار اودهغه دگوند وياند نه يم .خو انسان يم اوشاوخوا ۵۰ کالو مي په همدي افغانستان کي دخبرونه بلکی عملی سياست کړی . 
ما ښاغلی گلبدين حکمتيار دلمړئ او وروستی ځل لپاره دکابل پوليتخنيک دوهمې ليلې ددروازې وراسته بغل ته چې ناست وو اوزه ددوخپلو سياسي ملگروسره په سياسی بحث دڅلرم بلاک پرلور روان وم ،دده په بلنه هغه وخت وليد چې نوموړئ دانجينری دپوهنځې محصل وو. داچې موږ ۲۵ دقيقې څه سره وويل اوپر کومو مسائيلو موخبری سره وکړې دابله خبره ده .البته زه هغه وخت دصوفی حبيب الله غمخور په نوم مشهور وم ، لويه ږېره مې درلوده ،توره دپاج لنگوټه مي تړل ، کندهاری سدری يا واسکټ مي اخوست اوچوټي مې په پښوکولې .داچې ولي مي دا ډول ځان جوړ کړئ وو داهم سياسي مجبوريتونه وه اوپه همدې لباس کي دهلمند دسيند داوبو دهغه قرار داد دمخالفی جبهې غړئ وم کوم چې زموږ دهيواد دوتلی عالم اودپوهنتون استاد مرحوم سعيد افغانی تر مشری لاندي مولاريونونه پرمخ بېول .
خبره رانه اوږده سول ،اصلی مسله داده ،که دسولی خبره مطرح وي او امريکا افغان دولت ته دا اجازه ورکړې وی چې دهر مخالف سره خبری وکړي . نوبيا يوا زی ښاغلی گلبدين حکمتيار دبشرپر حقوقوپه تيری ملامتول انصاف دی؟؟؟ دامريکا په مټ جوړ سوی اکثريت دولتی چارواکي پدې جرم متهم دي ،نو ولی هغوي ددولتی مشرتابه او ان دهمدې ښاغلی حکمتيارسره دسولي دخبروپر مخ بيولو حق لري؟ او حکمتيار بايد تحريم سی ؟؟؟ زه داوس لپاره ددې ټولو دبشرپرحقو قوتېري کونکو له نومونه دملی گټو په خاطر تېرېږم ، خو دومره وايم ،يا راسې انتقالی علنی او انسانی عدالت پروسه کړو اويا هغوته چې دسولی په راوستلوکي مرسته کولاي سي ددوستی لاس وغځوو اوپدې لارکي دعملی فعا ليت زمينې برابره کړو. په افغانستان کي هغه وخت سوله راتلاي سی چي دبشرپرحقوقو تېری کوونکو سره بېله توپيره يوډول چلند وسی.
موږ په خپل هيواد کي سوله اوثبات غواړو اوددې لپاره له هرچاسره خبروته حاضر يو .وړانديز مودادی چې دسولی کميسيون يوځل بيا بايد له سره نوی اوسولی عملی مخالفين ورنه وايستل سي . مگر کريم خليلی ،محقيق اوددې توکم پلوی ايرانی ډلو نورکسان چي دسولی دکميسيون غړي دي تاسو په افغانستان کي سولي ته وفادار بولې؟؟؟