کور / خبرتیا او پيغامونه / د وردګو د ښادۍ سندرې کتاب چاپ شو

د وردګو د ښادۍ سندرې کتاب چاپ شو

د کابل پوهنتون د پښتو څانګې د پخوانۍ استادې آغلې ساره سادات څېړنیز اثر په کتابي بڼه د رفیع کلتوري او مدني ټولنې له خوا چاپ شو. دغه کتاب چې ټول ۲۱۰ مخه دی په ښه کاغذ او رنګینه پوښتۍ چاپ شوی دی. د کتاب مالي لګښت د سیدانو کلتوري ټولنې ورکړی او په ننګرهار کې مومند خپرندویې ټولنې یې تخنیکي او چاپ چارې ترسره کړي دي. Wardag wedding songs

په دې کتاب کې د وردګو فولکریک ادب تر څېړنې لاندې نېول شوی او په وردګو کې د واده دود او دستور پکې سپړل شوی دی. د بېلابېلو مواقعو سندرې پکې راټولې شوې او د شفاهي ادبیاتو د راټولولو یوه ښه هڅه ده. استاد ساره سادات د خپل څېړنیز اثر په سریزه کې لیکلي چې دا څېړنه یې په خپله د وردګو په ځینو کلیو کې ترسره کړې ده او د ښځینه وردګو له خولې یې اورېدلې سندرې ثبت او په دې کتاب کې ځای کړې دي. نوموړې د خپلې څېړنې په وخت کې د ګڼو ستونزې او ننګونو یادونه هم کړې ده او تر ټولو لویه ستونزه یې نا امني او د سیمه ییزو خلکو د همکاري نه کول په ګوته کړي دي. 

یاد کتاب د شفاهي ادبیاتو نورو څېړونکو ته ښه لاسوند دی او عامه وګړي د دې کتاب په مرسته کولای شي د وردګو سیمه ییز دودونه او رواجونه د واده د مراسمو په هکله زده کړي. د دې ترڅنګ د دې اثر تر ټولو مهمه ځانګړنه د واده د دودونو او سندرو خوندي کول دي. چې تر ډېره اوس هم د ورکېدو له ګواښ سره مخ دي، تر دې چې په ښار کې زیاتره دغه دودونه اوس نشته. زه د ادب ټولو مینه والو ته د دغه کتاب لوستل ګټور بولم او تمه لرم چې زموږ نور څېړونکي هم د خپلو څانګو سره سمې څېړنې او پنځونې وکړي او هغه په چاپي بڼه تر هېوادوالو ورسوي. 

په اوسني پېر کې د پښتو ژبې د بډاینې لپاره د هر ډول علمي، ادبي او ټولنیز کتاب لیکل، ژباړل او چاپول اړین دي. رفیع کلتوري او مدني ټولنې او د سیدانو کلتوري ټولنې هر کله د پښتو ژبې او فرهنګ د بډاینې لپاره ډول ډول علمي کتابونه خپاره کړي دي. دا کتاب هم د دواړو ټولنو د هلوځلو په پایله کې چاپ شوی دی. 

دا چې په نژدې راتلونکې کې به د وردګ پېژندنې سیمینار جوړ شي، نو ځکه دغه کتاب هم رفیع کلتوري او مدني ټولنې د همدې سیمینار لپاره چاپ کړی دی. زه استاد ساره سادات او د ادب ټولو مینه والو ته د دغه کتاب د چاپېدو له امله مبارکي وایم. 

تاسې کولای شئ یاد کتاب په کابل د اکسوس کتاب پلورنځي او نورو کتابتونونو او په ننګرهار کې د مومند خپرندویې ټولنې څخه ترلاسه کړئ. په نورو ولایتونو کې به هم دا کتاب د یادو دوو کتاب پلورنځیو له خوا ووېشل شي.