کور / تازه خبرونه / لغمان والي: د امنيتي او دفاعي چارو وزارتونه دي لغمان ته پاملرنه وکړي

لغمان والي: د امنيتي او دفاعي چارو وزارتونه دي لغمان ته پاملرنه وکړي

د لغمان اوسني امنیتي وضعیت ته په کتو د امنیتي او دفاعي چارو وزارتونه باید لغمان ولایت ته ځانګړې توجو وکړي. عبدالجبار نعیمي

دا څرګندونې نن لغمان والي عبدالجبار نعیمي له کابل څخه د افغانستان د سیمه ایزو پولیسو د عمومي رئیس پاسوال علي شاه احمدزي په مشرۍ د دفاع او کورنیو چارو د وزارتونو، د ملي امنیت د لوی ریاست او د سیمه ایزو ارګانونو د راغلي لوړ پوړي پلاوي سره د کتنې پر مهال وکړې او زیاته یې کړه چې د لغمان ولایت امنیتي وضعیت ته په کتو په ډېری مواردو کې د ولایت د نظامي شورا د پرېکړو له مخې د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو ته د امنیتي وضعیت د بهبود، د محلي پولیسو د تشکیل د زیاتوالي، د تحکیماتو او تجهیزاتو او نورو بېلا بېلو برخو کې وخت په وخت وړاندیزونه شوي، ولې تر دې دمه په اکثرو هغو یې هغسې چې لازمه ده غوڅ او پرېکنده اجراات نه دي شوي، زموږ هیله دا ده چې په یادو  برخو کې محترم وزارتونه زموږ وړاندیزونو ته مثبت ځواب ووایي.

په دغه کتنه کې لغمان والي له راغلي پلاوي وغوښتل چې د ولسونو د پرلپسې غوښتنو او د ولایت د نظامي شورا د پرېکړو له مخې په ځینو مهمو او ستراتیژیکو ځایونو کې د نویو بېزونو د ایجاد، د محلي پولیسو د تشکیل د زیاتوالي او په ځینو مهمو مواردو کې د ولایت مقام او دغه راز د نظامي شورا له لارې مهم وړاندیزونه یادو وزارتونو ته انتقال شوي چې باید په اړه یې هر څومره ژر چې کېدای شي اقدام وشي، تر څو د ولسونو اندیښنې ختمې او په یوه سوکاله او ارامه فضا کې د سکون ساه واخلي.

د ښاغلي احمدزي په مشرۍ راغلي لوړ پوړي پلاوي د لغمان والي عبدالجبار نعیمي سره تر کتنې وروسته د لغمان د امنیتي، کشفي او دفاعي ځواکونو د رهبرۍ تر څنګ د لغمان د ولایتي شورا له یو شمېر غړو سره هم لیدنه وکړه او د امنیتي وضعیت د بهبود په اړه یې د هغوی وړاندیزونه هم له ځانه سره واخیستل.

پاسوال علي شاه احمدزي د خپلو خبرو پر مهال وویل چې د دوی د راتګ موخه هم همدا ده چې په دې ولایت کې د امنیتي وضعیت د څېړنې تر څنګ د ملي او محلي پولیسو په لیکو کې د اصلاحاتو او سمون راوستو او هم هغه وړاندیزونهچې د ولایت مقام، د لغمان د ولسونو او د نظامي شورا د پرېکړو او تصامیمو پر بنسټ د اصلاحاتو، سمون، اکمال او تجهیز او د محلي پولیسو د تشکیل د زیاتو په برخو کې مرکز ته انتقال شوي او تر اوسه پرې کار نه دی شوی له دغو مسایلو معلومات او اګاهي تر لاسه کړو او په اړه یې د قانون په چوکاټ کې د وزارتونو له لارې په حل و فصل کولو کې اقدام وکړو.