کور / تازه خبرونه / ولايتي شورا: مرکز دي د لغمانيانو بديل معيشت ته پاملرنه وکړي

ولايتي شورا: مرکز دي د لغمانيانو بديل معيشت ته پاملرنه وکړي

لغمان ته د بدیل معیشت د پروګرامونو په تطبیق کې باید اړونده وزارت او مرستندویه ادارې ځانګړې توجو وکړي. دلغمان لغمان ولایتي شورا دا څرګندونې نن د لغمان د ولایتي شورا غړو د لغمان والي عبدالجبار نعیمي سره د دغه شورا د میاشتنۍ نوبتي جلسې پر مهال وکړې او زیاته یې کړه دا چې په لغمان کې د ولایت مقام او ولایتي ادارې د پرلپسې هڅو او تلاشونو او په ځینو ځایونو کې د ولسونو په همکارئ د نشه یي توکو په کرکېله کې د پام وړ کموالي په رامنځته کېدو سربېره د نشه یې توکو د کرکېلې، تولید او ټرافیک قاچاقبران او په لسګونه کېلو ګرامه نشه یي توکي نیول شوي او  د دې تر څنګ په یاده برخه کې په پراخه کچه عامه پوهاوی هم تر سره شوی چې د UNODCراپور هم په دغه برخه کې د ولایتي ادارې کړنې تائیدوي او وايي چې په لغمان کې د تېر په پرتله د نشه یي توکو د کرکېلې په مخنیوي کې د پام وړ کموالی راغلی او ولایتي اداره او ولسونه لا هم په هڅه کې دي چې په راتلونکي کې د نشه یي توکو کرکېله صفر ته راښکته کړي، نو په دې برخه کې مو د افغانستان د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت او له اړونده مرستندویه ادارو نه جدي غوښتنه ده چې د بدیل معیشت د پروګرامونو په تطبیق کې لغمان ولایت ته ځانګړې توجو وکړي، تر څو د خلکو د اقتصادي کچې د پیاوړتیا په برخه کې یو عملي ګام پورته شوی وي.

د دغه نوبتي جلسې په پیل کې لغمان والي عبدالجبار نعيمي د لغمان د ښې حکومتوالۍ، انکشاف او امنیتي بهیر په برخو کې د ولایتي شورا له استازو سره د ولایتي ادارې د تېرې یوې میاشتې کړنې، لاسته راوړنې او په ځینو برخو کې شته ستونزې شریکې کړې.

ښاغلي نعیمي په ادارو کې د اصلاح او سمون د راوستو، په تېرو دوو میاشتو کې د مرکز په ګډون په بېلا بېلو ولسوالیو کې د ۱۳۷ میلیونه افغانیو په ارزښت د مختلفو ټولګټو پروژو ګټې اخیستنې ته سپارل، د ۷۹۰ میلیونه افغانیو په ارزښت دا مهال د روانو پروژو او په امنیتي برخو کې د یو شمېر چاڼیزو عملیاتو په تر سره کېدو سربېره په مهمو او ستراتیژیکو ځایونو کې د نویو پوستو ایجاد او د ولسونو سره د حکومت د ښې همغږۍ رامنځته کېدل د بېلګې په توګه د ولایتي ادارې ځینې مهمې لاسته راوړنې یادې کړې.

عبدالجبار نعیمي په ولس کې د ولایتي شورا اغېزمن رول ته په اشارې زیاته کړه چې ولایتي شورا باید په ځینو مهمو برخو کې خپل فعال رول ادا کړي تر څو ولسونه نور هم د خپل حکومت سره نېږدې شي.

وروسته په وار سره د ولایتي شورا غړو هم خبرې وکړې او یو تصویب یې لاسلیک کړ چې په کې د افغانستان د کرکټ بورډ له ادارې څخه په لغمان کې د منظور شوي لوبغالي په نړیوال میعار د ژر تر ژره جوړولو غوښتنه، دغه راز د افغانستان د کابیني د جلسې د ۳۲ ګڼې مصوبې له مخې په هغو وزارتونو غږ و چې لا یې هم خپلې کړې ژمنې عملي کړي نه دي او همدارنګه د لغمان د نوي جوړېدونکي سل بستریز روغتون د چارو د څېړنې او ارزونې په موخه له اړونده وزارت څخه د یو با صلاحیته تخنیکي استازي د رابللو غوښتنې شاملې وې.