کور / تازه خبرونه / امریکايي قوماندان: د جګړه مارو پر ضد به جگړه روانه وي

امریکايي قوماندان: د جګړه مارو پر ضد به جگړه روانه وي

په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال نیکلسن وايي چې د وسله والو طالبانو مشر ملا اختر محمد منصور د سولي د هڅو په وړاندي خنډ و او د امریکا او افغانستان د امنیت لپاره هم یو لوی ګواښ بلل کیده.

صدیق الله پوپل کندهار

جنرال جان نیکلسن په کندهار کې له ځايي حکومتي مسئولینو او ولسي مشرانو سره په یوه غونډه کې وويل چي د افغانستان د دولت وسله وال مخالفین د جګړې له لاري څه نشي تر لاسه کولی او باید چي سولي ته غاړه کښېږدي.

جنرال نیکلسن وایي د هغو کسانو پر ضد به پوځي هڅو ته دوام ورکړي چې " سولي نه مني".

هغه وویل "دوه ورځې مخکې مو د طالبانو مشر ملا اختر منصور ځکه په نښه کړ چې د سولي په وړاندي خنډ شوی و. زه د ولسمشر غني خبرې تائیدوم چې اوس د سولي خبرو ته زمینه برابره شوې ده. زه د نړیوالو ځواکونو په استازیتوب تاسې سره ژمنه کوم چې ستاسې د سولې د هدف په تر لاسه کولو کې ملګري یو او څوک چي سولي ته غاړه نږدي موږ به يې په وړاندي ودریږو".

که څه ولسمشر باراک اوباما ویلي چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو جګړه ایز ماموریت ختم شوي، خو امریکايي ځواکونو لا هم د افغانستان دننه د طالبانو پر جنګیالیو کله نا کله بریدونه کوي.

اوسمهال شاوخوا لس زره امریکايي پوځيان په افغانستان کې میشت دي چې اصلي دنده یې د افغان ځواکونو روزنه، سمبالښت او ملاتړ بلل کیږي.