کور / تازه خبرونه / کندهار: پوليسو د ليلا نومي نجلۍ د وژني په تړاو پنځه تنه نيولي

کندهار: پوليسو د ليلا نومي نجلۍ د وژني په تړاو پنځه تنه نيولي

عبدالمنان ارغند
د کندهار د امنيي قومندانۍ څخه په يوه خپره سوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې په ټولنیزو رسنیو کي د وژل سوي لیلا په اړه خپاره سوي راپورونه د تحقیقاتو سره په ټکر کي دي او هغه څه نشر کیږي حقايق نه دي.
د کندهار د امنيي قومندانۍ په دي خبرپاڼه کې راغلي دي چې دغه ښځینه جسد د ۱۳۹۵/۲/۲۶ تاریخ د سهار پر۹ بجې د ډنډ ولسوالی د ابراهیم خلیفه بابا په مر بوطاتو کي هغه وخت پیداسو کله چي ۴ ورځي مخکي لا درکه سوی وو.ليلا انتظار - وژل سوې ده
سرچينه ليکي یاده نجلی چي لیلا نومیږي او د یولسم ټولګى متعلیمه وه د ۱۳۹۵/۲/۲۲ د خپله کوره څخه لا درکه سوي وه اجسد يې ۱۳۹۵/۲/۲۶ تاریخ د یو سیم ګارټ او د یو لسم ټولګى د کتابونو سره یو ځای د ابراهیم خلیفه بابا په مربوطاتو کي د ډنډ ولسوالی ملي پولیسو هغه وخت پیدا کړی چي لومړی زندى سوې او وروسته يې سر په يوه کڅوړه کې تاو کړل سوى وو.
د امنيي قومندانۍ په خبرپاڼه کې زياته سوې ده چې د یا دي قضیي په اړه د امنیه قو ماندانی د جنایي جرمونو په وړاندي د مبارزي مدیریت یو(۵) کسیزه ګروپ نیولی دی او په یاد پنځه کسیزه ګروپ کي څلور تنه نارینه او یوه د زاړه عمر لروونکي ښځه شامله و.
په خبرپاڼه کې څرګنده سوې ده چې د زاړه عمر لروونکي ښځي د خپلو تحقیقاتو په جریان کي وویل((چي وژل سوي لیلا د دي کور ته تګ راتګ درلود او نورو جزياتو يې په قضيه کي ددې د لاس لرلو شکونه زيات کړيدي ))
امنيه قومنداني په خپله خبرپاڼه کې کاږي چې د نجلی سره یو سیم کارټ چي د قوماندانی د جنایي جرمنو پر وړاندي د مبارزي د مدیریت لخوا فعاله ساتل سوی دی او د زیاتو خلکو لخوا ورته زنګونه هم راتلل.
خبرځاى وايې چې د یادي وژل سوي لیلا ورور او خور هم ځني اشخاص قلمداد کړي چي د خور په وژلو کي یې د دوی په حواله لاس لري، او اوس مهال د جنایي جرمنو په وړاندي د مبارزي پولیسو یادي موضوع ته نور هم انکشاف ورکړی چي تر څو نوري پلټني هم تر سره سي.
ها خوا بيا د دي نجلۍ خور ميني انتظار رسنيو ته ويلي دي چې خور يې ناپيژاندو کسانو تښتولې او وروسته يې وژلې ده خو د امنيې قومندانۍ په خبرپاڼه کي راغلي چي وژل سوي نجلۍ له ډيرو کسانو سره اړيکي لرلې چي اوس يې په اړه پلټني کيږي.

د يادوني وړ ده چي د وژل سوي نجلۍ کورنۍ يو کال مخکي هم د جاجو په نوم د پوليسو پر يوه سيمه ايز قومندان تور پوري کړی و چي د څو نورو پوليسو سره ددوی کور ته ور اوښتی وو، ۲۰۰۰۰ زره افغانۍ او يو ډي وي ډي چلوونکی يې غلا کړی و او له دوی سره يې زور زياتی کړی و، هغه مهال د ميني انتظار په نوم په کندهار کي اوسيدونکي شاعري د بشر حقونو دفتر ته پنا يووړه او جاجو قومندان چي د ميني انتظار کورنۍ د غلا او اخلاقي فساد د هڅي تور په پوري کړی وو تر پېښي څو اوونۍ وروسته ظاهرآ د يوې ښځينه ځانمرګي لخوا د لو والې په سيمه کي ووژل سو.

په همدې مهال د کندهار د پوهني ریاست ويلي، چي لیلا د شهید عبدالطیف لیسې د نهم ټولګي غیر رسمي زده کوونکې وه.
سرچينه وايي هغې له پوهني ریاست څخه غوښتنه کړې وه، چي نهم صنف کي يې شامل کړي، خو رسمي زده کړي به راتلونکي کال پيلوي.

تبصرې پرانیستي‌

  1. په هر صورت دمرګ حق څوک نه پرې لري او داد قانون کاردی چې بد لمنې ته څومره قید ورکوي!!!

    وژل یې غیرې اسلامي او مدني کار دی !!

    وژنه په شرېعت کې بل شراسط لري