کور / تازه خبرونه / هالنډ: د پښتو ورځي په مناسبت پرتمینه غونډه ترسره سوه

هالنډ: د پښتو ورځي په مناسبت پرتمینه غونډه ترسره سوه

راپور: د لراوبر ويبپاڼي اداره

نن یکشنبه د ۲۰۱۶ز د مۍ ۲۹مه (۱۳۹۵ لمريز کال د غبرګولي ۹مه) د هالنډ د لایدن په ښار کي د افغاني کلتوري ټولني، غرغښت ټولني، د لوی ننګرهار ټولني او د احمدشاه بابا د ټولنو په زیار د پښتو ورځي په مناسبت پرتمينه غونډه جوړه سوه چي له بلجیم او جرمني څخه ګڼ شمېر افغانانو ګډون پکښي کړئ وو. علاوه پر دې غونډه د لراوبر ويبپاڼي د فېس بوک او يوټوب له لاري په ژوندۍ بڼه خپرېدل چي زیات شمېر بهر میشتو افغانانو لیدل. تاسو کولائ سئ اړوندي ويډیو ګاني د لراوبر د فېس بوک او يا يوټوب له لاري وګورئ.

غونډه آغلي شفيقې حبیب او ښاغلي مختار احمد احسان چلول چي د غرمې پر تقریباً یوه نیمه بجې پېل سوه. لومړی قاضي عزیز الله د قرآن عظیم الشان څو سپېڅلي آیاتونه تلاوت کړل، ورپسې برخه والو ته ملي سرود واورول سو، د غرغښت ټولنی مشر ښاغلي نوروز عظیم لنډ ښه راغلاست ووایه او بیا په هالنډ کي د افغانستان سفير ډاکټر عبیدالله عبید خپله وینا واوروله. تر دې وروسته مختار احمد احسان د پښتو ورځي د رامنځته کولو په باب په لنډ ډول معلومات وړاندي کړ. د ویناوو په برخه کي لاندينيو کسانو خپلي مقالې او يا ویناوي ګډون والو ته واورولې: ښاغلی اقبال وزيري، ښاغلی ستانه ګل شېرزاد، د احمدشاه بابا د ټولني مشر ښاغلی ننګیالی بڅرکی، د اروپا د فدراسیون نماینده ښاغلی راتب فقيري، ښاغلی انجينر زکریا پوپل، آغلې ګل اندام، پوهاند هوما صاحب، له کابل څخه د ټلیفون پر کرښه د کابل پوهنتون استاد محمود مرهون، ښاغلی عبدالرشید جلیلي، ښاغلی محمد حکیم مندوزی، ښاغلی نوروز عظیم، د لراوبر ويبپاڼي چلوونکی او د افغاني کلتوري ټولنی مشر ښاغلی عبدالله احسان. 

دغه راز یو شمېر پیغامونه هم رالېږل سوي وه. د پوهاند محمد حسن کاکړ پیغام او له سویډن څخه د دوستي فرهنګي ټولني د مشر حبیب الله غمخور پیغام دواړه د عبدالله احسان له خوا ګډونوالو ته واورول سول. همدارنګه د ګوګل پښتو ژباړن مشر پوهیال ستوري د ګوګل پښتو ژباړي په باب پیغام رالېږلئ وو چي د غونډي ویاند مختار احمد احسان واوراوه.

د غونډي لومړی برخي ته په کتو بېلابېل مشران او د نظر څښتنان په دې اند وه چي پښتانه دي په ډېر آزاد ډول د خپل حق غوښتنه وکړي: پښتو که څه هم د کاغذ له مخي رسمي ژبه ده خو په رسمیاتو کي پښتنو ته هغومره حقوق نه دي ورکول سوي، څومره چي ښايي. ویناوالو دې ته هم اشاره وکړه چي نور دي د پښتو پر راتلوني فکر وسي او د معیاري کېدو هلي ځلي دي يې وسي. وړاندیز وسو چي په هالنډ کي دي کلتوري ټولني سره همږغي سي او په ګډه دي یو فدراسیون جوړ کړي.

تر ویناوو وروسته مشاعره وه چي بېلابېلو ګډونوالو خپل او يا هم د نورو شاعرانو شعرونه پکښي ولوستل: آغلې سایره نورزۍ، ښاغلی انجينر احمد شاه، ښاغلی انور لمر، ښاغلی نصیر ستوری، ښاغلی اجمل ننګ، ښاغلی حیران شینواری، ښاغلی ظفر کریمي، ښاغلی مطیع الله رؤفي، آغلي رابعه عارفه، ښاغلی عزیز سرشار او ښاغلی فضل ربي رستم. د مشاعرې په منځ کی تفریح پلان سوې وه چي برخه والو پکښي ډوډۍ هم وخوړل.

پسله مشاعرې د غونډي برخه والو د پښتو ژبي د ورځي په مناسبت ملي اتڼ وکړ او غونډه د هالنډ پر وخت د ماځيګر پر تقریباً ۶ بجو پای ته ورسېده.

5 2016.05.29 Pashto Day Mukhtar Ahmad Ehsan and Shafiqa Habib

2 2016.05.29 Shafiqa Habib

پورتنۍ انځور: د غونډي ویانده آغلې شفیقه حبیب

1 2016.05.29 Pashto Day Mukhtar Ahmad Ehsan 0

پورتنۍ انځور: د غونډي ویاند مختار احمد احسان

3 2016.05.29 Pashto Day

4 2016.05.29 Pashto Day

پورتنۍ انځور: عبدالله احسان د وینا پر مهال

تبصرې پرانیستي‌

  1. محمد حنیف رستم

    سلامونه اونیکی هیلی می ومنی دیر خوشحاله شوم چی په هالند کی هم داپشتانه ورونه لرو چی خپلی ژبی ته خدمت کوی دلانورو بریالیتوبونو په هیله