کور / سياسي / ولي نورزی د طالبانو مشر سو ؟

ولي نورزی د طالبانو مشر سو ؟

ولي نورزی د طالبانو مشر سو؟

یادونه: دا لیکنه به چا ته بې مفهومه، چا ته به په قومي بوی لړلې ښکاري سي، چاته به د شخصي عقدې بوی ورکوي او د چا به سر نه په خلاصیږي او داسي نور… خو زما هدف یوازي او یوازي د افغانانو پوهول او په ځانګړې توګه د لوی کندهار اوسیدونکو توجه و داسي مسایلو ته را اوړول دي، چي موږ ورته زیاته توجه نه کوو، خو هغه زموږ د بدبختۍ اصلي لامل وي. هیله ده، چي قضاوت مو د حوصلې، منطق او د خپل وجدان په رڼا کوي.  

د افغانستان د کابینې د یوه وزیر سره مي د طالبانو پر تشکیلاتو خبري کولې، د وزیر د قوله چي د طالبانو ۱۴ والیان نورزیان دي. نورزي د دراني پښتنو د پنجپای د څانګي مشر ګڼل کیږي، چي، ساکزي، علیزي، ماکو او خوګیاڼي/خوږیاني یې خپل مشر ورور ګڼي. یو وخت د کندهار د بارکزو د قوم یوه مشر راته وویل چي احمد شاه بابا به کله کوم هیواد یا ښار فتح کاوه، نو نورزو ته به یې وویل، چي ورسئ هغه ښار راته ونیسئ. خو نورزو به ورته وویل، چي ومو نیاوه، نو بیا څه په وکړو؟ ده به ورته وویل، چي زه بیا یو بارکزی در استوم چي اداره یې کړي. دا خبره به حقیقت لري یا نه خو د نورزو د سیکالوجي یو ښه مثال کېدای سي. نورزي همېشه ددې لوی کثرت او ستراتیژیک موقعیت سره سره بیا هم همېشه د رهبرۍ پر ځای د عسکرۍ په رول کي پاته سوي دي. 

نورزي د څلورو هیوادونو سره د افغانستان د سرحدونو په ساتلو کي د افغانستان د دفاع د ملا تیر جوړوي خو متاسفانه اوس همدا تیر په همدې څلورو ستراتیژیکو سیمو کي زموږ د حکومتونو د بېغورۍ له کبله د ای ایس ای په خدمت کي دئ. د کندهار ولایت د سپین بولدک ولسوالۍ څخه نیولې بیا د ایران، ترکمنستان او ازبکستان پر پولو همدا نورزي پراته دي. یو وخت د عارف خان نورزي په کور کي د غور، سمنګان او بغلان نورزي ناست ول. عارف خان راته وویل، چي دا دي هم عزیزان یعني تربرونه دي. په دوی کي د غور نورزیان بیخي په پښتو شک لا نه ول. عارف خان وویل، چي په غور کي ۵۰۰۰ زره کوره نورزي اوسیږي، چي اوس یې پښتو له لاسه ورکړي ده او د مقاومت په وخت کي زه همدې نورزو په غور کي وساتلم. د نورزو یوه بل ډېر معزز مشر عبدالحکیم نورزي راته وویل چي د نورزو نفوس د دونیم او درې ملیونو تر منځ اټکل کېدای سي. که دا ارقام رښتیا وي او د نورزو دې ستراتیژیک موقعیت ته وکتل سي نو بیا خو باید افغان حکومت ډېر کوښښ وکړي، چي دا لوی ټبر د دښمن له منګولو خلاص او د خپل هیواد دفاع ته یې له ځان سره ملګری کړي. 

له پخوا زمانې څخه د کندهار د پنجوایې ولسوالۍ د سپیروان نورزي وایې، چي د ناخوني نورزي لس کسه طالبان ساتلای سي خو یو سپی نه سي ساتلای. ناخونی زما د زوکړي کلی دئ او په رښتیا سره هم تر جنګونو مخکي او اوس د ناخوني په هر مسجد کي لس یا دولس طالبان هستیږي، چي لګښت یې همدا بېچاره کلیوال پرې کوي. په خوا خو به یې یوازي لګښت پرې کاوه، خو اوس یې همدا طالبان د شپي قومي مشران او نور مخور ور وژني، په کوڅو او باغونو کي یې بمونه ورښخوي او بله لا دا چي د ناټو اوافغان دولت بدي یې هم ور تر غاړي کړې ده. نورزي عموما د تصوف او دیني علومو سره زیاته مینه لري او په همدې اساس نو د جنوب غرب حوزې لوی او مشهور زیارتونه هم دوی ته منسوب دي، لکه د میربازار ملا محمد جان اخند، د منارې میا نور محمد صاحب د مرد کلا حاجي ګل اغا، د کڅۍ او نور مشهور زیارتونه. د روسانو سره د جهاد په وخت کي هم د کښتو رتبو اکثره تکړه جنګیالي نورزي وه، خو په لویانو کي یې یوازي عارف خان نورزي، حاجي بشر او استاد عبدلحلیم یادیږي، چي په هغوی کي یوه یې هم د ټوله قوم ملاتړ نه درلود. د داخلي جنګونو په وخت کي کله، چي د استاد عبدالحلیم، سرکاتب، حاجي امیر لالي او ملا نقیب اخند تر منځ جنګ وو زموږ په کلي چي یو کور الکوزي اوسیږي، د هغوی له کور څخه څو تنه دغه جنګ ته د ملا نقیب اخند په پلوي تللي وه، خو زموږ د کلي مخور جهادي قوماندان او مشهور عالم مولوی عبدالرحیم صاحب په کلي کي اعلان وکړ، چي که هر نورزي د استاد عبدالحلیم په پلوی په دې جنګ کي برخه واخیستله هغه مرتد دئ او موږ یې مړی کلي کي شخولو ته نه پرېږدو، له همدې امله په زموږ او د شاوخوا کلي خلکو هیچا هم په دې داخلي جنګونو کي د چا په پلوي توپک وانخیست. 

د طالبانو په وخت کي بیا هم نورزو د طالبانو په رهبرۍ کي چنداني څوک نه درلود، یو یا دوه وزیران به یې کله په کابینه کی راغلي وي، خو نور ټوله د والیانو، معینانو، ریسانو او قوماندانانو تر سطحي پوري محدود ول. د طالبانو په وخت کي په نورزو کي تر ټولو ځواکمن کس د کندهار امنیه قوماندان حفیظ مجید و. ویل کیږي، چي حفیظ مجید د ای، ایس، ای په توسط پر ملا عمر دومره ګران و، چي د هغه په اړه به یې د هیچا منفي خبره نه اورېده. حفیظ مجید بېله قومي جهادي او فاملي سابق له اسمانه د ای، ایس،ای په توسط په کندهار کي د قومونو تر منځ د اختلافاتو پیدا کولو لپاره را نازل سو. هغه د اڅکزي عصمت مسلم مړی د کندهار د خرقي شریفي له هدیرې څخه را وایسته او د هغه هډوکي یې پر انبار وغورځول. د ارغنداو د الکوزو سره د سخت چلند له کبله یې عبدالحکیم جان دې ته مجبور کړ، چي د طالبانو پر ضد پورته سي، خو دا ښورښ له پورته کېدو سره سم وخپل سو. له بارکزو سره یې هم چلند سخت و خو پوپلزي تقریبا ځني په امان وه. یو علت په الکوزو، بارکزو، پوپلزو او اڅکزو پسي د حافظ مجید د ورتګ دا هم کېدای سي، چي ددې قبیلو قوماندانانو ډېري وسلې لرلې او طالبانو د وسلو په راټولو کي د هیچا پروا نه لرله خو د یادو قبیلو قوماندانانو د حفیظ مجید څخه ښه ورځ نه لرل لکه اوس چي برعکس نورزي ددې پورته یادو قبیلو د چارواکو څخه ښه ورځ نه لري. 

د ۲۰۰۱ م کال تر سپټمبر وروسته، چي کومه د ډیموکراسي سناریو په افغانستان کي پیل سوه، بیا هم په کندهار کي واک پوپلزو، بارکزو، الکوزو او اڅکزو ته په لاس ورغلئ او نورزي او ورسره نور پنچپای دراني قومونه له واکه لیري وساتل سول، چي د څه وخت په تېرېدو سره الکوزي او بارکزي هم له واکه وایستل سوه او اوس په کندهار کي یوازي پوپلزي او اڅکزي په واک کي دي. ددې حکومت په سر کي حاجي بشر او نورو وړو نورزو قوماندانانو په دې حکومت کي ګډون درلود خو وروسته هغوی خورا ژر خلع سلاح سول، چي په قراره-قراره یا د حکومت او یا هم د حکومت د مخالفینو له خوا ووژل سول. د نورزو یوه مشر راته وویل، چي د حکومت خورا لوړ پوړو کسانو راته وویل چي ته زموږ سره مرسته وکړه، چي موږ د هرات والایت د شنډنډ ولسوالۍ د وتلي جهادي قوماندان امان الله خان نورزي په مرسته اسمعیل خان له هراته لیري کړو، خو ما چي کله هغه د امان الله خان په توسط له هرات څخه وشاړه بیا همدې حکومت امان الله خان په شینډنډ کي د بارکزو په توسط وواژه. د امان الله خان په مرګ سره د هغه کورنۍ مایوسه سوه، چي باالاخره چمن ته کډه سوه او ورسره شینډنډ هم د طالبانو په مرکز واوښت او د امان الله خان زوی ننګیالي په دې اوښتون کي لوی لاس درلود، ننګیالي په چمن کي په خورا غربت کي ژوند کاوه. یو وخت زه په کابل کي د یوه نورزي په کور کي ناست وم، چي د ننګیالي ټلیفون ورته راغئ او د څو لکو افغانیو قرض ورکولو لپاره یې تقریبا نیم ساعت خواستونه ورته وکړل. کله چي د ملا محمد رسول په مشرۍ ځیني طالبان د طالبانو څخه جلا سوه، نو لومړی یې پنا په شینډنډ کي همدې ننګیالي ته ور وړل، ننګیالي نه دا چي هغوی یې وساتل بلکي په یوه قوت یې بدل کړل.

په کندهار کي ځینو بارکزو او اڅکزو قوماندانانو یوازي او یوازي په نورزو پسې را اخیستې وه، او د دوی د جبر او ظلم له کبله زه داسي ډېر کسان پېژنم چي خپل کور او جایدادونه یې پرېښول او پاکستان ته ګډه سوه، چي ځینو یې هلته ځان په کاروبار اخته کړ او ځیني یې په طالبانو کي خورا لوی قوماندانان سول. زموږ د کلي یو مولوی چي د طالبانو په وخت کي د یوې مدرسې ناظم و په یوه هفته کي یې ۵ واره ټوپکسالارانو کور له دې کبله ور تلاښي کړ، چي که یې یو څه مال پکي وموند او شپږم ځل پاکستان ته ګډه سو، چي تر اوسه هلته اوسي. یو وخت خو یې پر زړه د وطن د میني لمبې دونه زور کړی و، چي ما ته یې په ټلیفون کي په رینګټ-رینګټ ژړل او خپل وطن ته د بیرته راتللو په اړه یې مرسته را څخه غوښتله خو ما بېچاره هم ددې بېچاره سره مرسته ونه کړای سوه. کله چي په ۲۰۰۶ م کال کي په کندهار کي د زر سري ښامار په نامه عملیات تر سره سوه، نو یوه کلي ته یې د ۷۵ نورزو طالبانو جسدونه ور وړل او زموږ د کلي هدیره، چي د حاجي بابا په هدیرې مشهوره ده، هم همدا حال وو. له همدې کبله و، چي د کندهار فاسد والي اسدالله خالد به د ناټو او امریکایې ځواکونو قوماندانو ته په ښکارهویل، چي په کندهار کي دوه ډوله قومونه دي “دوست او دښمن”. دوست قومونه یې پوپلزي، بارکزي، اڅکزي، الکوزي وه، او دښمن قومونه یې نورزي، علیزي او ساکزي وه. د اسدالله خالد همدې نظر د ناټو او امریکایې ځواکونو و تعلیمي او روزنیز دکتورین ته هم لاره وکړه او د ناټو او امریکایې ځواکونه د همدې نظریې لاندي تربیه کېدل. په همدې اړه ما د ناټو د ډېرو پالیسي جوړونکو او قوماندانو سره بحثونه وکړل او کوښښ مي وکړ، چي اصلي مشکل ورته تشریح کړم خو زه په دې لوی بحر کي یو څاڅکی وم. د کندهار د قومي، دیني، جهادي او نورو مخورو په اړه زما تحقیق هم له همدې نظریې سره ارتباط درلود او غوښتل مي د ناټو او افغان پالیسي جوړونکو او په سیمه کي قوماندانانو ته وښیم، چي دا روان اور په افغانستان کي هر څوک سوځلي دي او زموږ په سیمه کي یې بیا تر ټولو زیات نورزي، علیزي او ساکزي ډېر ځپلي دي. لنډه دا چي په افغانستان او پاکستان کي پښتانه د مرګ مستحق دي خو په لوی کندهار کي د پښتنو پښتانه بیا همدا د درانیو پنچپای قومونه دي. 

یوه ورځ جمهوري ریاست ته د ډنډ ولسوالۍ د ماشور د کلي یو تعلیم یافته ځوان راغلی و، یوه ملګري راته معرفی کړ ویل یې چي دا دي وطنداره (کلیوال) دئ. ما ورته وویل چي زه د ناخونی یم په ډېر حیرانۍ یې راته وکتل او ناببره یې تر خولې ووتل، چي ناخونی هم تعلیم یافته ځوانان لري؟ ما په خړ مخ ورته وویل، لکه دا یو چي خدای ورکړی وي، خو هغه هم د دوی په درد نه دی خوړل سوی. ماشور او ناخونی څنګ پر څنګ پراته کلي دي، ناخونی په پنجوايې او ماشور په ډنډ پوري مربوط دئ. د ماشور اوسیدونکي پوپلزي او تر ناخوني یې نفوس ډېر لږ دئ خو خدای له ډاکټر څخه نیولې بیا تر وکیل، سیاستوال،تجار، سړک، مکتب… پوري هر څه ورکړي دي خو ناخوني ته یېهیڅ نه دي ورکړي.  

د کندهار د اوسني امنیه قوماندان جنرال رازق شهرت هم د شنه نورزي او د هغه د ملګرو په وژلو سره پیل سو. زه نه شین نورزی او نه هم جنرال رازق نه ستایم او نه یې هم غندم بلکي یو تاریخي بهیر را څپړم، چي ملامت او نا ملامت پکي پیدا کول یې لوستونکو ته پرېږدم. جنرال رازق چي کله په سپین بولدک ولسوالۍ کي د سرحدې پولیسو ریئس ارکان و، و خپلو نفرو ته یې ویلي وه، چي نورزی طالب ما ته ژوندی مه راولئ خو اوس یې دا شعار د هر طالب په وژلو بدل کړی دئ. د لوی کندهار اوسیدونکي په دي خبر دي چي د پېړیو راهیسي د بولدک د نورزو او اڅکزو تر منځ قبیلوي اختلافات موجود دي، دا اختلافات د مجاهدینو په وخت کي عصمت مسلیم چي له اڅکزي ټبر څخه و بیخي عوج ته ورساوه، نورزي حفیظ مجید د عصمت مسلیم د مړي په راکښلو بیرته راژوندي کړل او جنرال رازق بیرته د عصمت مسلم تر کچي پوري ورسول. د شنه نورزي تر وژل کېدو وروسته د نورزو او اڅګزو تر منځ تربګني بیخي لوړي کچي ته ورسېده، چي له کندهار څخه د نورزو او اڅکزو د مخورو څو لویې ډلي کابل ته د ولسمشر کرزي سره د لیدلو لپاره ولاړي او راغلې. ما په هغه وخت کي په جمهوري ریاست کي داسي یو پېشنهاد وکړ:ددې پر ځای چي موږ د نورزو په سیمو کي په اڅکزو امنیت راولو راسئ په نورزو کي یو کس یا یو څو کسان پيدا کړو او پر هغوی باندي سرمایه ګزاري وکړو تر څو د نورزو په سیمه کي په نورزو امنیت راولو، په دې کار سره به نورزي د نورو قبیلو سره په بدي نه لویږي او بل به دا بیچاره قوم په حکومت کي خپله نماینده ګي هم ددې لاري پیدا کړي. زما دا خبري ته په جمهوري ریاست کي هیچا اهمیت ور نه کړ او اکثره د کندهار اوسیدونکي په دې خبر دي، چي د کندهار د میوند، ژړۍ او پنجوایې ولسوالیو په پوره توګه د طالبانو لاس ته لوېدلو یو علت هم د اسدالله خالد په وخت کي دې ولسوالیو ته د جنرال رازق په مشرۍ د سپین بولدک د سرحدي ځواکونو راتلل و. 

له بله پلوه زموږ سیاسي او نظامي مشرانو هم د دښمن له ماهیت څخه نه خبر. یو وخت په کابل د ولسمشر کرزي د کورنۍ د یوه غړي لیدو ته له کندهاره یو سپین ږیری سړی د خپل زوی د خلاصون لپاره، چي په پلچرخي کي د طالب په تور بندي و راغلی وو. سړي د خپل زوی د خلاصون لپاره د مرستي غوښتنه ځني وکړه، خو ده خپل یوه ملګري ته مخ ور واړاوه او ورته وې ویل، ما نه درته وویل چي ټوله پښتانه د ای، ایس، ای جاسوسان، بیا یې هغه سپین ږیري ته مخ راواړاوه، ورته وې ویل، چي د ای، ایس، ای جاسوسي پرېږدئ بیا به مو حکومت نه نیسي. هغه ضعیف او ناچاره سپین ږيري په خړو او عاجزانه سترګو دې ښاغلي ته وکتل، خو په قسم سره وایم چي دې سپين ږیري به تر ننه د ای، ایس، ای مخ نه و لیدلی. ما همدا خبره د ملي امنیت شورا د دفتر مرستیال ښاغلي عبدالحکیم نورزي ته وکړه. هغه راته وویل، چي (یو وخت ولسمشر کرزی کندهار ته د خپلو لسو وزیرانو او د ناټو د عمومي قوماندان سره تللی و. موږ د ماپښین لمونځ په خرقه شریفه کي وکړ او تر هغه وروسته د میرویس نیکه زیارت ته تلو، خو امنیتي حالت اجازه نه راکول، چي د کندهار د ښار په زړه کي لس کیلو متره لیري د میرویس نیکه زیات ته ولاړ سو، سره له دې چي د یو نیم لک ایتلافي ځواکونو عمومي قوماندان هم را سره و. په دې لاره کي کي، چي کوم طالبانو موږ ته کمین نیولی و، په اغلب ګمان چي ټوله به کندهاریان وه، او که نور هم پسې ورتیر سو نو زما او د ولسمشر کرزي سکني تربرونه خامخا پکي راوتل. نو اوس پوښتنه دا ده، دا کسان، چي زما او د ولسمشر کرزي سکني د تره زامن وه، په ژبه، کلتور، میراث، مذهب، وینه، هیواد او هر څه را سره شریک وه، څنګه تور مخي پنجابي راحیل شریف زموږ پر ضد ودرول؟ دلته یو مشکل خامخا سته او دا مشکل خامخا په موږ کي دئ او موږ باید ددې مشکل د حل لپاره جدي او په صادقانه توګه فکر ووهو او د حل لاري ورته پیدا کړو).  

زما په فکر پنجاب افغانان او پښتان تر موږ افغانانو ښه پېژندلی دي. دوی په دې تیرو ۳۵ کلونو کي یوازي همدا یو کار کړی دئ، چي په خورا لږو پیسو او مصارفو افغان دولتونو ته لوی مشکلات پېښ کړي او هغه یوازي پر پښتنو او په ځانګړې د جنوب پر پښتنو پانګه لګول دي، دا ځکه چي د جنوب پښتانه همېشه د نورو پښتنو او افغانانو څخه په توره وهلو کي مخکي پاته سوي دي. پر حکمتیار باندي د پاکستان سرمایه ګزاري پنجاب دې ته متوجه کړ، چي سم ځای یې پانګه نه وه لګولې، خو د ملا عمر په راپېدا کولو سره یې افغانان او نړیوال دا ۲۰ کال چلنج کړي دي او خدای خبر، چي دا چلنج به لا تر کومه دوام مومي. پنجاب د افغانستان د متخصص په توګه نور هم مخ ته ولاړ، چي په درانیو کي یې پنجپای وپېژانده او په دا نورو پښتنو کي یې د حقاني ډله او ټبر. یو وخت له کاناډا څخه افغانستان ته تلم، د دوبۍ په میدان کي د الوتکي د انتظار ځای کي مي د یوه نفر سره خبري سوې، تر پوښتنی او ګرویږني وروسته سړی شناخته راوخوت، داسی چي زموږ له کورنۍ سره یې له نږدې پېژندګلوی درلوده. دا سړی نورزی و، په چمن کي اوسیده او د دوبۍ او پاکستان تر منځ یې تجارت کاوه. خبره تر سیاست او پاکستان تر دوه مخۍ پوري را ورسیده. ده ویل، چي درې میاشتي مخکي مي دلته په دوبۍ کي پاکستانۍ پاسپورت ختم سو، د پاکستان سفارت ته ورغلم د پاسپورت د تمدید فارمونه مي ور وسپارل، خو پاسپورټ یې څو میاشتي راوځنډاوه، یو وخت مي ورته وویل، چي اخیر زما د پاسپورت مشکل څه شي دئ؟ دی وایې: چي یو ګړی وروسته د ای، ایس، ای دو افسرانو زه یوې کوټې ته بوتلم او راته وې ویل، موږ پوهیږو، چي ته افغان یې، په قوم نورزی یې او په چمن کي اوسیږې، نو دا چي زموږ د پاسپورټ څخه استفاده کوې، نو کله کله به موږ تههم یو کوچنی خدمت کوي. دده له قوله چي د خدمت د وعدې په صورت کي یې بیرته زما پاسپورټ راتمدید کړ. له ځان سره مي وویل، چي نړیوالو او سیمه یزو لوبو او زموږ د حکومتونو غلطو پالیسیو ستاسو په شان ډېر نور افغانان د خپل وطن ورانولو لپاره د پنجاب مزدورۍ ته اړ ایستلي دي.  

یوه ډېره بدنامه او نفاق اچونکی غربي ژورنالیسته سارا چېس په خپل کتاب (امرباالمعروف) کي لیکي( په دې حکومت کي کندهار له مرکزي حکومت له خوا هیر سوی او تبعید سوی دئ، خو زما په باور افغانستان به تر هغه پر سم لوري حرکت ونه کړي، تر څو، چي کندهار پر سم لوري حرکت و نه کړی). دا چي سارا چېس هر ډول ده خو خبره یې منطقي او معقوله ده. د پخواني ولسمشر کرزي په ټوله دوره کي کندهار هیر سوی و او موږ تمه لرل، چي دا نوی حکومت به کندهار ته جدي توجه وکړي، خو دا اوسنی حکومت هم د هغه پخواني حکومت پر پله روان دئ. د ۲۰۱۴ م کال د ولسمشریزو انتخاباتو په وخت کي محمود کرزي راته وویل، چي دی له دې کبله د ډاکټر عبدالله ملاتړ کوي، چي کېدای سي کندهار ته زیاته توجه وکړي. موږ بیا له دې کبله د ډاکټر غني ملاتړ کاوه، چي د انسان پېژندني د علم د ډاکټر په توګه به په افغانستان کي د پښتنو او په ځانګړې د کندهار اهمیت ورته معلوم وي او دې شي ته به جدي توجه وکړي، خو تر اوسه ددې حکومت له کړنو څخه داسي ښکاري لکه په دې شي چي نه پوهیږي او یا ورته توجه نه کوي او یا یې نه سي کولای. ولسمشر کرزي په ډېرو قبیلو او قومونو کي د خپل استعداد او ضرورت پر اساس ځینې مشران رامنځ ته کړل او یا یې له منځه یوړول خو په نورزو کي یې هیڅوک حتی د خپل ضرورت پر اساس هم رامنځ ته نه کړ. د عارف خان نورزي یوه نږدې ملګري راته وویل، چي کرزي د خپل حکومت ټوله دوره پر عارف خان په محصلتوب تیره کړه او عارف خان ته به یې ویل، چي کله دي لوړي زده کړي ختمي کړې بیا یو وزارت در کوم. د عارف خان له قوله، چي په میاشتو هم کرزي زما ټلیفون ته جواب نه دی ویلی. د ملي امنیت د دفتر د مرستیال عبدالحکیم نورزي سره، چي یو دروند او ملي مشر دئ هم د کرزي وضعیت تر عارف خان ښه نه وو. 

د ملا محمد رسول نورزي په مشرئ د طالبانو څخه د یوې لویې کتلې جلا کېدل هم د نورزو او هم د افغان حکومت لپاره یو ښه فرصت رامنځ ته کړی دئ. نورزي که نور د یوې مهمي قبیلې په توګه خپله بقا غواړي نو ښه خبره به دا وي، چي په مطلق ډول د هغو طالبي او افراطي ډلو څخه خپل ځان جلا کړي، چي د ای، ایس، ای او یا نورو بهرنیو استخباراتي کړیو سره ارتباط لري. دا د حکومت لپاره هم یوه ښه موقع ده، چي نور دا لوی ټبر چي تقریبا په جنوب او جنوب غرب حوزه کي د مخالفو جنګیالیو تر ۷۰٪ زیات همدا نورزي او یا پنجپای دراني قومونه جوړوي خپل ځان ته رانږدې او داسي کدرونه پکي پیدا کړي، چي دا لوی ټبر او په ځانګړې توګه پښتانه او افغانستان د بدبختۍ څخه وژغوري. زما په نظر عبدالحکیم نورزی د خپلي سیاسي او امنیتي تجربې له مخي دا صلاحیت لري که د حکومت ملاتړ ورسره وي، چي خپل دا لوی ټبر پر ځان راټول کړي او د ای، ایس، ای د مستقیم او غیر مستقیم اغېز څخه یې خلاص کړي. د ملا محمد رسول د ډلي له خوا د ملا منصور د مشرتوب سره مخالفت د طالبانو په لیکو کي ډېر لوی درزونه پیداکړل. د لوی کندهار د قومي ترکیب له مخي که نورزي د پنجپای درانو د هرې پښې مخالف کیږي هغه نوري پښې یې په اتوماتیکه توګه له ملاتړه لاس اخلي، چي دا شی په دې وروستیو کي د منصور او ملا محمد رسول د مخالفت په وخت کي ښه څرګند سو. د ملا محمد رسول ډلي نه دا چي شینډنډ یې د منصور د ډلي له وجوده پاک کړ، بلکي په هلمند کي یې هم ډېري سیمي د منصور له کسانو څخه ونیولې او یا د منصور کسان ور سره یو ځای سول. که دې کار همداسي دوام کړی وای، نو کېدای سوای چي خورا ژر جنوب د منصور د ډلي د طالبانو له لاسه وتلی وای، چي دا کار به په افغانستان کي د پاکستان د پوره ناکامۍ په معنی وای، له بله پلوه منصور د ملا منصور دادالله په وژلو سره په طالبانو کي نور نفاق هم واچاوه او نوري وړې او کوچنۍ ډلي او د طالبانو د رهبرۍ نورو غړو هم د منصور د مشرتوب سره مخالفت وکړ. زما په نظر همدې دلیلونو به پاکستان دې ته اړ کړی وي، چي نور د منصور تر سر تیر سي او د ملا هبیت الله (په قوم نورزی) په شان یو کس چي له قومي پلوه په طالبانو کي خورا لویه ونډه لري، د طالبانو مشر کړي. په دې کار سره پنجاب د څو شیانو تر لاسه کول غواړي: هغه نورزي او د پنچپای نورې پښې چي له منصور څخه خوابدي سوي وې او د ملا محمد رسول سره یو ځای سوې وې بیرته د مولوی هیبت الله نورزي په مشرۍ د طالبانو سره یو ځای او د ملا محمد رسول څخه جلا سي او بل یې هغو ډلو او د طالبانو په رهبرۍ کي نورو ناراضو مشرانو ته داسي ښکاره کړه، چي نور خو منصور نسته نو ددې سوال نه پیدا کیږي، چي د مولوی هیبت الله مشري ونه منئ.

تبصرې پرانیستي‌

  1. فولاد نورزی

    که رښتیا پوښتي نو د نښې منځ دی ویشتلی دی.