کور / تازه خبرونه / د افغانستان ملي جبهي د افغان دولت او حزب اسلامي افغانستان تر منځ د سولي د مذاکراتو څخه ملاتړ وکړ.

د افغانستان ملي جبهي د افغان دولت او حزب اسلامي افغانستان تر منځ د سولي د مذاکراتو څخه ملاتړ وکړ.

کابل : د ماليي او تجارت د پخواني وزير دوکتور انوارالحق احدي تر مشرۍ لاندې د افغانستان ملي جبهي چه د سياسي اپوزيسون حصه ده د افغان دولت او حزب اسلامي افغانستان تر منځ د سولي د مذاکراتو څخه ملاتړ وکړ
دغه مهم پرمختګ وروسته تر هغې مخې ته راغي چې تيره شپه (پنج شنبي شپه) د يادې جبهي د مشر انوارالحق احدي لخوا د حزب اسلامي افغانستان د امير انجنير ګلبدين حکمتيار زوی انجنير حبيب الرحمن حکمتيار په خپل ميلمستون کې دعوت کړاې شوې وو.
په دغه ناسته کې انجنير حبيب الرحمن حکمتيار د يادې جبهي د مشر تر څنګ د يو شمير مهم غړو لکه مولوي قلم الدين (د حرکت انقلاب اسلامي مشر )، سناتورافضل احمدزي (اتحاد اسلامي پخواني غړي او د احمدزيو قومي مشر ) ، محمد صديق پتمن (د پوهني وزارت پخوانی مرستيال وزير او د جبهي وياند ) ښاغلي شيرزاد (د ارزګان پخواني والي او د جبهي غړی) او ښاغلي هاشم فولاد (په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو پخواني استازي) سره د سولی د مذاکراتو او جرياناتو په اړه تفصيلي خبری وکړی.
ښاغلي حکمتيار وويل : حزب اسلامي افغانستان په ډيرو حساسو شرايطو کې د پخوا په څير د افغان ولس ارزوګانو او هيلو ته د مثبت ځواب ويلو سره په ډير اخلاص او ابتکار د بين الافغاني مذاکراتو لړۍ پيل او د سولی د تامين لپاره يې د خپل رغنده رول تر سره کولو لپاره رامخکي شول . هيله ده چه ډير زر به مثبت پايلی ولري.
ښاغلي احدي وويل : ما نزدې دوه مياشتي تر مخه په خپلو څرګندونو کې د سولي په اړه د حزب اسلامي په طرحه خوښي څرګنده کړې وه ، خوښ يم چې د يادې طرحی پر اساس د مذاکراتو لړۍ مثبت خوا ته روانه ده .
نوموړې زياته کړه چې د حزب اسلامي امير انجنير ګلبدين حکمتيار يو ملي زعيم او رهبر دی چې د افغانستان ولسونه يې تر بل هر مشر ډير قدر او عزت کوي ، کابل کې د نوموړې په راڅرګنديدو او د نظام په برخه جوړويدو سره يو ډير ستر او عالي پيشرفت تر سره شي.
د ناستي بل ګډونوال ښاغلي مولوي قلم الدين وويل : حکمتيار يو يو ستر مجاهد او يو ستر عالم شخصيت دی نظام ته د نوموړې راتګ به د افغانستان په روانو حالتو او سياست ډيری مثبتي اغيزی ولري .
همدا راز د ناستي يو بل ګډونوال ښاغلی افضل احمدزي وويل : حزب اسلامي افغانستان يو ډير منظم او د علمي او سياسي کدرونو خاوند تنظيم دی ، د هيواد په ګوټ ګوټ کې ولسي ريښي لري،د سولې په نتيجه کې د نظام د برخي ګرځيدو سره به د هېواد سياسي بهير پياوړی او غښتلي شي.
همدا راز نوموړی وويل چه ښاغلي حکمتيارد پنځه څلويښت پخوا راهيسی له هغه وخته پيژني چه د اووم ټولګي زده کوونکی وو او پر دې اعتراف کوي چه ښاغلي حکمتيار د افغانستان تر ټولو سياسي مشرانو زيات اصولي او په خبره ولاړ شخصيت دی . د ابتدا څخه په انتخاباتو او انتخابي سياست باور لري ، هيواد ته د راتګ سره به يې په ورته مهمو ملي مسايلو کې مثبت بدلونونه راشي.
د ناستې نورو ګډونوالو هم په خپل نوبت سره په اړونده مسايلو خبری وکړي په اخره کې د ملي جبهي د مشرتابه لخوا انجنير حبيب الرحمن حکمتيار ته ډاډ ورکړل شو چه راتلونکې يکشنبه به د جبهی د ناستي په ترڅ کې رسما د دې مذاکراتو څخه ملاتړ اعلان او رسمي اعلاميه خپره کړي.
ناسته د انجنير حبيب الرحمن حکمتيار لخوا د جبهي څخه په مننه کولو او د مولوي قلم الدين لخوا په اختتاميه دعا سره پای ته ورسيده.