کور / هراړخیز / د سلطان صلاح الدېن اېوبي د وخت رېښتونې پېښې (۵)

د سلطان صلاح الدېن اېوبي د وخت رېښتونې پېښې (۵)

مکمل غېر سېاسي: اېا زمونږ دهیواد اوسنې حال خو همداسې نه دې؟
 
د التمش لېکنه
داېمان پلورنکوداستان
پنځمه برخه


پرلپسې……


*****(۱۰)


  داخبره د ناجي  حرم سراې  ته هم رسیدلې وه  چې د مصر امیرسلطان ایوبي، یوې نڅونکې نجلۍ  ذکويي ته دخپل ځان  سره   ټوله شپه د ناستې  شرف  وربښلې و . د ذکويي  پر خلاف  د حسد او کېنی اور  لا د پخوا څخه  د سرو لمبو په څیر هرې لورې  ته خوله اچوله ، ځکه دهغې  د راتګ  څخه  ډیر   لږ وخت  تیر  شوې و  خود هغې ښکلا او ښایست  په ناجي دومره اغیز کړې و  چې هغه یې د همغه لمړې ورځې  څخه  دخپل ځان  سره  ځاې ناستې و  ګرځوله ، هغه ته یی د لږ ځنډ له پاره هم  هغه  حرم ته د تللو  اجازه  نه ورکوله   چیرته  چې  هغه دوه نورې نڅونکې ښایسته نجونې  اوسیدلې ، هغه  ذکويي  ته  ځانته  کمره  ورکړې وه . هغو دوه نورو  نجونو  ته دا  نه وه څرګنده   چې  ناجي هغې ته د صلاح الدین ایوبي دموم کولو او په دام کې د  را نښلولو  ټرینینګ  ورکوي  ، او داچې  ناجي د ذکويي سره یو ځاې  په  یوې ډیرې سترې  تخریبي  منصوبې  باندې کار کوي . دانورې دواړه   نڅونکې نجوني  به هغه وخت نورې هم د اور  په لمبوکې  ورتیدې  چې کتل  به یې چې   دغې نوې نڅونکې   دهغوې په  عاشق  پوره  برلاسې موندلی دې . په دې  خاطر  یې د ذکويي  پر خلاف  کېنه اونفرت  نور هم ډیرښت  وموند ، دحرم دغه دواړه نجونو غوښتل ذکويي ته  سمه او کلکه سزا ورکړی ،او اوس  چې ددې څخه هم خبرې  شوې  چې  ذکويي د مصر دامیر هم  دومره  زیاته خوښه شوې  چې ټوله  شپه یې  له ځانه سره په  خیمه کې ساتلې وه. نو ددې  خبرپه  اوریدو  سره  هغوې نورې هم لیونۍ  شوې  وې . خو هغې ته د سزا ورکولو  یواځنۍ لار  دهغې  له منځه وړل و . د وژلو او له منځه وړلو دوه  لارې  کېداې شوې . زهر او یا  اخستل شوې  قاتل ، چې  هغه په  خوب  کې  ووژنې ، خو په اوسني وخت کې دغه دواړه لارې ممکن  نه ښکاریدې ، ځکه چې ذکويي  بیرون  نه  رواتله ، او د زهرو د  ورکولو له پاره هلته  ورتګ   نه شو کېداې ،


دې دواړو نڅونکو دحویلۍ د تر ټولو  چالاکه  خادمه  دخپل ځان  سره  دملګرې کولو هڅه  و کړه ،هغه ته به يې انعامونه  ورکول ، خوکله چی د کېنې  او حسد اخرې پولو د هغوې په سترګو کې وینې  را پیدا کړې ،نو هغوې یو قدم نور هم مخته واخست او دې   نوکرې ته  یې د هغې د خوښې  دانعام  دور کولو  لالچ  ورکړ اوخپله  موخه  یې ورته  و ښووله ، دا نوکره  ډیره  قوې شکله  او چالاکه   ښځه وه ، هغې  ورته وویل  چې د سالار  د اوسیدو  ځاې کې ذکويي ته د زهرو  ورکول  ممکن نه  دې  نو  موقع او فرصت نه په  ګټې  پورته کولو سره به  هغه  په  خنجر ووهی ، او ددې کار له پاره وخت  ته اړتیا ده ، هغې  وعده وکړه  چې د ذکويي تګ  راتګ  به  تر نظر  لاندې  ساتي، کېداې  شي  داسې فرصت  ډیر ژر  په لاس  راشي ، دغه بدمعاشې  ښځې دا هم  وویل  چې که  چیرې کوم وخت  په لاس  ور نه شي نو د حشیشینو ملاتړ  ته به ورغږ کړی ، خو هغې ددې کار له پاره ډیره  زیاته   بدله  غوښتله ،  دواړه  نجونو  ورته  ډاډ ورکړ  چې څومره  چې  غواړي  همغومره  بدله  به ورته  ورکړل شي .


*****(۱۱)



ناجي د غصې څخه تک سور په خپلې کمرې کې  اوخت را  اوخت ،  ذکويي د هغې د یخولو  ډیرې  هڅې کړې  وې ، خو دهغې  غصه د سړیدو پر ځاې  نوره  هم  ګرمیدله .


«ته ما پریږده  چې  زه یوځل هغه ته ورشم » ذکويي  په  څلورم  ځل  ورته وویل « زه به هغه د شیشې  په  بوتل کې  ورننه  باسم »


«بیکاره   ده !»   ناجي  په قهرجنه  لهجه وویل  « هغه کمبخته  حکم نامه  هم  جاري کړې ده ، او پرهغې عمل  هم پیل  شوې دې ،  زه  یې د هیڅ ځاې د پریښولو کړې نه یم ، پر هغه  ستا  جادو  اغیز  نه دې کړې ،ما ته څرګنده ده  چې  زما پر خلاف دا سازش  کونکي عناصر څوک  دي ، هغوې  زما د لوړ  شخصیت  سره کینه  لري ، زه  د مصر امیر ټاکل کیدونکې وم ،هغه وخت   چې  زه یو  معمولي  سالار هم وم  ما ددې ځاې  پر حکمرانانو حکومت  کړې  دې ،   اوس  ما ته هغه سالاري  هم پاته   نه شوه » ،  هغه  دروازه  چي   دننه  را وغوښت ، او   ورته یې وویل  چې پرته د ځنډه  ، ډیر ژر    اوروش  را حاضر  کړه .


د هغه د  راز  ملګرې  او نائب  اوروش  راغې ، نو ناجي د هغې  سره هم  په همدې  موضوع  خبرې وکړې ، هغه اوروش  ته کوم  نوې  خبر  نه درلود ، ځکه  هغه د اوروش  سره  د صلاح الدین ایوبي  د حکم  نامې  په  هکله  تردې   دمخه هم  تفصیلې خبرې کړې وې ، خودوې ددې حکم نامې  پر خلاف  د څه  عکس العمل  د ښوولو  په هکله  لا  تر اوسه  فکر  نه وکړې ، اوس د هغې  په  ذهن کې   یو پلان  راغلې  و، نو اوروش  ته یې وویلې  ،«ما د ځوابې عمل  په هکله  فکر کړې »


«څه !»


«بغاوت !»  ناجي  ورته  وویل ، اوروش   چپ  چاپ  هغه ته وکتل ،ناجي ورته وویل « ته ولې حیران  شوې؟ ایا تاته په دې هکله  څه  شک شته  چې  دا پنځوس  زره  سوډانیان  به  زما  وفاداره نه وي ؟ ایا دوي  به د صلاح الدین ایوبي  په نسبت  زما او ستا د حاکم پاته   کیدو غوښتونکي نه وي؟ ایا   ته خپل فوځ ددې  خبرې  په کولو سره  بغاوت  ته  نه شې  تیارولاې  چې  ورته ووایې  «تاسې به د مصریانو غلامان ګرځئ ؟»»


اوروش  ژوره  ساه  واخسته  او ویې ویل «ما په دې  هکله  فکر نه و کړې ، د بغاوت  کار د سترګو په  رپ  سره ترسره کیږی . خو د مصر نوې فوځ  بغاوت  ټکولاې  شي ، دمصر فوځ  ته کومک  هم  ور  رسیداې شي ، حکومت  سره د ټکر کولو او سرجنګولو   تر مخه  مونږ باید  په دې  ستونزې  باندې  پوره  غور وکړو »


«ما په دې  ستونزې هم غور کړې دې  » ناجي   ورته ځواب  ورکړ .« زه  عیسایي پادشاهان  د کومک  له پاره  را بلم،  ته  دوه   پیغام  وړونکي  تیار کړه ، هغوې   ډیر   لرې  لیږم، را شه  زما خبرې  په غور سره واوره ، ذکويي!  ته خپلې  کوټې ته ولاړه  شه ،»  ذکويي  خپلې د ناستې  ځاې ته ولاړه  اوهغوې دواړه  ټوله شپه  په  همدې ځاې کې په  خبرو کولو اوپلان  جوړولو  کې  مشغول  پاته  شول .


*****(۱۲)


صلاح الدین ایوبي د دواړو  فوځونو د یوځاې کیدو او مدغم  کیدو  له پاره  اوه  ورځې  وخت  ټاکلې  و، په دې هکله  کاغذي  کارونه روان  و.  ناجي  هم په  پوره  توګه  تعاون  کاوه ، څلور  ورځې  تیرې  شوې وې ، په دې  دوران کی  ناجي  یو ځل بیا د صلاح الدین ایوبي  سره  کښیناست ، خو هیڅ ډول  شکایت او ګیله  یې  و نه کړه ، د خپل تفصیلي  را پور  په  ورکولو سره یې  صلاح الدین ایوبي   په دې ډاډمن کړ چې په اومه  ورځ  به دواړه  فوځونه  یوبل کې مدغم  کړل شي . د صلاح الدین ایوبي نائبینو هم   هغه ته  ډاډ ورکړ  چې ناجي  په پوره توګه  تعاون  کوي ، خو د بن سفیان   را پور  لږ څه اندیښنه  را پیدا کوله ، دهغې  جاسوسي  شبکې را پور  وکړې و  چې په سوډانې فوځ کې  نا ارامی  او نا قراري   مخ  په  ډیریدو  ده . هغوې  مصرې  فوځ  سره په یوځاې کیدو خوښ نه دي ، دهغوې تر منځ دا  افواه   خپریږې   چې په مصرې  فوځ کې د ادغام نه وروسته  به دهغوې  حیثیت  د غلامانو په څیر شي، هغوې ته  به د غنیمت مالونه  هم نه ورکول  کیږي، او د هغوې څخه به د درنو کارونو د تر سره  کولو  کار  اخستل کیږي،  او د ټولو ستره خبره  دا چې هغوې ته به د شرابو د څښلو  اجازه  هم  نه ورکول کیږي . علي بن سفیان  دا ټول راپورونه  صلاح الدین ایوبي ته  ور  ورسول ، ایوبي  ورته وویل  چې دا خلک د ډیرې مودې څخه په عیش  او عشرت کې  را لوې  شوې  دي. په دې خاطر  به هغوې په دې نوي  بدلون  خوښ  نه وې، زه  ډاډمن یم  چې هغوې  به د نوو  حالاتو او  چاپیریال  سره  ځانونه  عادي کړي .


« رښتیا ! دهغې انجلۍ سره دې بیا  لیدنه  شوې که نه ؟» صلاح الدین ایوبي ترې  و پوښتل .


«نه !» علي  ځواب  ورکړ ، « هغه  سره د لیدنې  امکانات   په نظر  نه  راځي ، زما  کسان  نه دې توانیدلې له  هغې سره بیاوویني، هغه  اوس ناجي  په  زندان   کې   بنده   کړې ده ، »


ددې  څخه یوه  شپه د مخه  یوه  پیښه  وشوه ، شپه  لږ لږ  تیاره  شوې و ه ،  ذکويي  په خپله  کمره کې  ځانته  ناسته وه ، ناجي  او اوروش  په  بله کمره کې و ، هغی  د آسونو د پښو  اواز  واورید،  پرده یې لرې  کړه او ویې کتل   چې  بیرون  د چراغونو په  رڼا کې دوه   آسپ سواره  د اسونو  څخه  را کوز شول .  د لباس  له اړخه هغوې تاجران  معلومیدل ، خو  د آسونو  څخه د را کوزیدو  وروسته  هغوې نیغ  د ناجي د کمرې  په لور ولاړل ، نو دهغوې د چال  څخه را څرګندیده  چې هغوې  تاجران  نه دي ، په همدې وخت کې  اوروش  بیرون   را ووت ،  دواړه سپاره  د هغه  په کتلو سره  و دریدل ، اوروش ته یې  د سپاهیانو په  څیر سلام وکړ . اوروش د هغوې  شاوخوا ته  وکتل او دهغوې  د لباس  ننداره  یې وکړه، بیا یې  هغوې ته وویل  چې  وسله  مو  چیرې ده ، دواړو  ورته  خپلې  وسلې  و ښوولې ، دهغوې  سره  کوچنۍ  توري  او  خنجرونه   وو، اوروش  هغوې دننه  یوړل ،  دروازه  چي  په  دروازه کې  ولاړ و.


ذکويي  په ژور  فکر کې  ډوبه  شوه ، هغه  د خپلې کمرې څخه  را ووته او د ناجی دکمرې  په لور  یې مخه کړه ، خو دروازه چي  هغه  په دروازه کې  و دروله ، او ورته یې  وویل چې  هغه ته  حکم  شوې دې  چې هیڅوک هم دننه  را پرې نږدې .  حال داچې  ذکويي ته هلته  داسې مقام   ورپه برخه شوې و  چې قومندانانو  یې هم د حکم  لاندې و ، د دروازه چي   په درولو سره هغې  محسوس کړه  چې کومه  مهمه  خبره  شته ، هغه ته  را په یاد شو  چې نژدی  دوه شپې تر مخه  ناجي  دهغې تر مخه  اوروش ته ویلي و  چې « زه  عیسایې  پادشاهان  دکومک  له پاره  راغواړم ، ته دوه  پیغام وړونکي تیار کړه ، چې هغوې ته تر ډیر لرې ځایه  پورې  تګ  ور په غاړه دې .» او بیا  هغې ماته  حکم وکړ  چې  خپلې  کمرې ته ولاړه  شي . او هغه د بغاوت  خبرې هم کړې وې . »


هغې د دې ټولو  خبرو په هکله هر اړخیزه  فکر وکړ او بیرته خپلې کمرې ته ولاړه ،  دهغې او د ناجي د ځانګړې کمرې تر منځ  یوه دروازه وه  چې هغې بلې  لورې ته   تړلې  وه، هغې د همغې دروازې  سره غوږ  ونیو ،  ددننه څخه د سوکه  خبرو اواز  را ته، خو په خبره یې  څوک  نه شوه پوهیداې ، د لږځنډ وروسته هغې ته د  ناجي  لوړ  اواز  په غوږو  شو ، چې  ویې  وویل « د ابادیو  څخه لرې اوسئ ، که چیرې څوک مو په شک کې د نیولو هڅه وکړي  نو تر ټولو لمړې دا  پیغام   له منځه یوسئ ، په خپل ځان  باندې  هم لوبې وکړې او هر خنډ  چې په لار کې درته را مخته کیږي  هغه له منځه یوسئ ، ستاسې سفر به څلور  ورځې اخلي ، خو هّڅه وکړئ چې  په  درې  ورځو کې  ورسیږئ، دشمال  شرق لورې ته ،  لورې هیر نه کړئ،  شمال شرق.»


دواړه کسان  بیرون  راووتل ، ذکويي  هم بیرون  را ووتله ، هغې و کتل  چې دواړه په آسونو سپریږي،ناجي او اوروش  هم  بهر ولاړ دي ، کیداې  شي  سپرو ته د خداې پامانۍ  په خاطر  را وتلي وي ، سپاره په ډیره  چټکۍ سره  روان  شول ، ناجي چې کله سترګې په ذکويي باندې و لګیدې  نو ور غږ یې  کړ  او ورته یې  وویل« زه  بیرون ځم ، کار مې  ډیر زیات دې ، ته ارام  وکړه ، که  چیرې  په  ځانته والي کې دې  زړه  تنګیږي نو   د حویلۍ په انګړ  کې   قدم  وهه ،»


«هو ! »ذکويي  ورته وویل « د هغه وخته  څخه  چې دلته  راغلې یم  بیرون   نه یم وتلې ،»


ناجي او  اوروش  ولاړل ،  ذکويي  چُغه واغوستله ، په  ملابند کې یې  خنجر  ښخ کړ او د حویلۍ  په لور  روانه  شوه ،  هغه ځاې  یو څو سوه ګزه  لرې  و، هغې ناجی ته دا ډاګیزه کوله چې  هغه حویلۍ ته  ورغلې ، دروازه چي ته  هم هغې همداسې  ویلي و، حویلۍ  ته  په  ورننوتلو سره د حویلۍ  اوسیدونکي ټول   حیران شول ، هغه  دلمړي ځل له پاره هلته تللې وه ، ټولو په  ډیر درنښت  سره  هغې ته  ښه راغلاست ووایه ، هغه دوه نجونو،  چې ددې  د وژلو پلان  یې  تر تیب کړې  و ، هم  ورته  ښه  راغلاست ووایه ،   ذکويي د ټولو سره  لاس  ورکړ او دهر یوه سره یې خبرې وکړې  او بیرته ولاړه ،  هغه  ملازمه هم  هملته وه  چې ددې   د وژلو  له پاره  ورته  پلان  ورکړل  شوي و. هغې ذکويي ته په  ډیره  ژوره  توګه وکتل ، خو ذکويي بیرون  را ووتله ،


د حویلۍ او دناجي د ځاې  تر منځ  لاره د  لوړو ژورو  نه  جوړه وه، ذکويي  چې کله د حویلۍ څخه ووتله  نو د ناجي د استوګنځاې  په لور د تللو  پر  ځاې ډیره  په  چټکۍ سره  په یوې بلې  لورې روانه  شوه.  د هغې پسې وروسته یوبل  تور سیورې  هم  را روان و . هغه د کوم  انسان پرته بل څه نه شو کیداې ، خو د سر نه تر پښو پورې  په یوډول  لباس  کې  پټیدل  یې  یوه  بُت   ته ورته  و، کله چې ذکويي  خپل تګ  نور هم  چټک کړ نو دې  سیوري  هم  په خپل   تګ   کې  تیزوالې  راووست . مخته  ګڼ ځنګلي  بوټي  و، ذکويي هملته   پټه  شوه ، تور  سیورې  هم په همدې  ځنګل کې  ورک  شو. ددې  څخه نژدی  سل  یونیم سل  ګزه لرې د صلاح الدین ایوبي استوګنځاې و، چې په  چاپیر کې یې د فوځ  لوړو  رتبه مامورین  اوسیدل . 


ذکويي همغې لورې ته تلله، د هغې د خوزیدو  سره  سم  هغه تور سیورې  هم  را پورته شو ،سپوږمۍ  ډیره  صافه  وه ، خو ددې سره سره بیاهم دهغې سیورې  مخ په نظر نه راته ، دهغې د پښو او قدم اواز  هم  نه پورته کیده ، د سیوري  لاس  پورته  شو او په  لاس کې  یې  خنجر  و ځلید، او په ډیره  چټکۍ  سره  یې  خنجر د ذکويي  د کیڼ اړخ   اوږې او  څټ  تر منځ  ورننویست ،  ذکويي   اواز  و نه  ویست  او  خنجر یی  له  تنې   وویست ، ذکويي ددومره ستر  زخم  د خوړلو سره  سره بیاهم  په ډیره  تیزۍ  سره خپل خنجر  دملابند  څخه راوویست ، کله چې هغه سیوري  پرې  بل  وار  کاوه نو ذکويي  د هغې  د خنجر لاس  په خپل لاس کې  کلک  کړ او په خپل خنجر یې دهغې سینه وڅیرله . هغه  اواز  واورید ، او دا اواز  د یوې  ښځې  اواز و ، ذکويي  ددویم  وار  له پاره  خنجر پورته کړ او دا ځل  یې د  هغې  په کُلمو  کې یې  ورننویست ،  ددې سره یوځاې دهغې په  خپل  اړخ  کې  هم  خنجر و لګید  خوزخم  یې  ډیر  ژور نه و . سیورې  د زخمونو  له لاسه  پر ځمکه  را پریوت ،


ذکويي دا ونه کتل  چې پر  دې  دا  غلچکې یرغل کونکې  څوک و ، هغې منډه واخسته ، د هغې د جسم  څخه وینه بهیده ، هغې ته د صلاح الدین ایوبي  استوګنځاې  د سپوږمۍ په رڼاکې تر سترګو شو.  نیماې  لاره  یې وهلی  وه  چې  سر پرې  و ګرځید،دهغې په  تګ  کې  سستوالې  راپیدا  شو ، هغې  چیغې  پیل کړې  « علي .. ایوبي ،… علي  ….ایوبي..» دهغې  کالي  په وینو سره شوې و اوپه ډیره  سختۍ  سره یې  قدم  اخستلاې شو. دهغې منزل  ته ډیره  لږه لار  پاته وه  خو هلته ته  یې  رسیدل ورته   ممکن  نه ښکاریدل . هغه په پرلپسې توګه  علي بن سفیان او  صلاح الدین ایوبي  ته اوازونه کول، هلته نژدی  یوه  ساتونکې  پهره کوله ،  دغه ساتونکې د هغې  اوازونه وواریدل  نو ورمنډه یې کړه  ذکويي  پر هغې  ور ولویده  او  ورته یې وویل « ما د مصر امیرته ورسوه ،ژر کوه ، ژرکوه ، ساتونکې  چې  هغه په وینو ککړه  وکتله  نو په اوږه  یې  را واړوله  او منډې یې کړې .


*****(۱۳)


صلاح الدین ایوبي  په خپلې کمرې کې ناست د علي بن سفیان  راپور یې اوریده ، دهغه دوه نور  نائبان   هم  ورسره  یو ځاې  و. دا  راپورونه  دومره  په زړه  پورې نه و . علي بن سفیان د بغاوت اندیښنه  ښووله  چې غور پرې کیده، دروازه چي د  ویرې  په حال  کې دننه  را ننوت، او ویې ویل  چې یو سپاهې  یوه  زخمي  نجلۍ په شا  ددروازي  بیرون  ولاړ دې  ،  او وایې  چې دا نجلۍ د مصر د امیر سره  کتل  غواړي ، ددې خبرې   داوریدو سره سم علي دغشي  په  څیر د کمرې څخه بیرون  راووت. د هغې پسې  صلاح الدین ایوبي  هم را منډه کړه ،  انجلۍ  یې   دننه  راوړه ، صلاح الدین ایوبي وویل  چی سمدستي  طبیب او  جراح   را وبولئ ،نجلۍ د  صلاح الدین ایوبي  په پالنګ باندې  واچول  شوه ، د لږ ځنډ وروسته  پالنګ  په وینو  تک سور  شو.


«هیڅوک مه را بولئ ،» نجلۍ  په  کمزوري  اواز  سره وویل ، «ما خپله دنده  تر سره کړې ده »


«ته چا زخمي کړې یې   ذکويي ؟» علي بن سفیان  ترې و پوښتل ،


« تر هر څه  لمړې  ضروري خبرې واورئ » ذکويي  ورته  وویل « دشمال شرق  لورې ته  دوه  اسپ سواره  ولیږئ ، هغوې  ته  به دوه  سواره  تر سترګو شي ،د دواړو بادامی  رنګ  چُغې په ځان کې دي ، د یوه آس  سور او دبل   تور دې ، هغوې د تاجرو په  څیر دي، دهغوې سره د سالار ناجي  یو پیغام دې  چې عیسایې  پادشاه  فرینک  ته یې  استولې دې ، د ناجي دا سوډاني  فوځ   به بغاوت کوي ، ماته ددې اخوا نور  څه  معلوم نه دي ،ستاسې سلطنت دستر ګواښ سره  مخ دې  ، هغه دوه سپاره  په  لار کې و نیسئ ، دهغوې سره د پیښې  ټول  تفصیل  موجود دې .، په همدې خبرو خبرو کې په ذکويي باندې  بې هوشي راغله .


دوه طبیبان  راغلل ، هغوې د ذکويي د وینې د بندولو  هڅه وکړه ، دهغې په خوله کې یې دوایې ور واچوله ، چې په اغیز یې  هغه یوځل بیا دخبرو کولو شوه، هغه  ضروري پیغام  رسولې و، دهغې وروسته  هغې نورې ټولې خبرې   چې ورته  معلومه وې  ، واورولې ، دنمونې په توګه  ناجي د اوروش  سره څه  ډول خبرې کولې ، او هغه یې څه ډول د خبرو  له ځاې  څخه  خپلې کمرې ته  استولې وه ، دناجی غصه او  منډې ترړې ، ددوه سپرو  راتګ،…….. بیا هغې وویل  چې هغه نه پوهیږي  چې  پر هغې باندې یرغل کونکې څوک  و. ځکه  هغې  د فرصت اووخت نه په ګټې اخستلو سره  دراپور  ورکولو په خاطر دې  خوا  د راتګ  هڅه کوله  چې د شا له خوا  چا پرې د خنجر  وار وکړ. هغې  هم د خپل خنجر په واسطه  په  یرغل کونکې باندې  وار وکړ ، دیرغل کونکې  اواز   دا په  ډ‌اګه کوله  چې  یرغل کونکې کومه ښځه ده . هغې د یرغل اوحملې  ځاې ور وښود، هغه ځاې ته یې سمدستې  ساتونکي ور واستول ، خو ذکويي ویلې و  چې  هغه ژوندۍ  نه  شي پاته کیداې، ځکه  چی  زما خنجر دهغې په سینه او کُلمو کې  ور ننوتې دې .


وینه نه دریدله ،ډیره  وینه  له مخکې  بهیدلې وه ، ذکويي د صلاح الدین ایوبي لاس و نیو او ښکل  یې کړ نو ویې ویل « الله دې تا او ستا سلطنت   تل  سلامت ولري ، ته  ماتې خوړونکې نه یې ، له ماڅخه ډیر  هیڅوک دا نشي  ویلاې  چې د صلاح الدین ایوبي ایمان  څومره  ټینګ او  پوخ دې .» بیا یې علې بن سفیان  ته مخ  را واړاوه، « ماخو  به  څّه  کمې   نه وي کړې ؟  هغه دنده  چې تا را سپارلې وه  هغه مو پوره  کړیده »


«تا د هغې څخه چې مونږ  درته ویلې و  زیاد  وکړل» علي بن سفیان ورته وویل ،« زما په  وهن او ګمان کې هم نه و  چې  ناجي  به تر دې  حده پورې  خطرناکه  کارونه  وکړي او تا ته به د خپل ځان   ځارنه  درپیښه  شي ،ما خو ته هلته  یواځې  د  جاسوسۍ  له پاره  لیږلې وې .»


«کاش   چې  زه مسلمانه وایې » ذکويي ورته وویل ، د هغې  دسترګو څخه اوښکې را  روانې  شوې ،  نو ویې ویل «زما ددې کار  هر څومره  بدله  چې  ماته  راکول   غواړئ ، هغه زما  ړانده   پلار  او  په  ناروغیو اخته  مور ته ورکړئ، زه   دهغوې  مجبوریتونو د  دولس  کاله  په عمر   نڅونکې  ګرځولې وم .»


د ذکويي سر یوې لورې ته  پریوت ، سترګې یې نیمایې  پرانستې  وې  او شونډې  یې   داسې  خلاصې  وې  لکه  څوک   چې مسکې   شي. طبیب  یې  په  نبص  باندې  لاس کښیښود او د صلاح الدین ایوبي  په لور یې وکتل او سریې  و خوځاوه ، د ذکويي  روح د هغې د جسم څخه  الوتې و.


صلاح الدین ایوبي وویل « داچې د هر مذهب  سره  وه ، خو په  پوره  عزت  سره یې خاورو ته و سپارئ ، هغې د اسلام  له پاره  ځان  ځار کړ، حال داچې که  هغې  غو ښتلې  نومونږ ته یې  دوکه  هم راکولې شوه .»


دروازه چي  راغې او ویې ویل چې  ، بیرون د یوې ښځې لاش  راوړل  شوې ،  لاړل او ویې  کتل  چې  دنیمایې عمر د یوې ښځې  لاش  دې ، دپیښې  په ځاې کې  دوه  خنجره  موندل شوې ، دا ښځه هیچا هم نه پیژندله ، دا د ناجي د حویلۍ  ملازمه  وه  چې د انعام په خاطر یې  په ذکويي  باندې  وژونکې   غلچکي یرغل کړې و.  ذکويي د شپې  شپې  د فوځې  رسم ورواج    په  ترسره کولو    په ډیر درنښت سره خاورو ته و سپارل  شوه، او  د ملازمې  لاش   ته  یې  یوه کنده  وویستله او  خاورې  یې  پرې واوړولې ، دواړه  په  ډیره  پټه توګه  خاورو ته و سپارل  شو ، کله چې د  هغوې د خاورو ته د سپارلو  پروګرام  روان و  نو صلاح الدین  ایوبي  دښه  نسل   اته  آسونه  راوغوښتل  او  دخپلو ساتونکو څخه یې  اته کسان  و ټاکل او هغوې  یې دعلي  بن سفیان  په مشرۍ د ناجي د هغه دوه  استازو  پسې  ، چې  د ناجي  پیغام  یې   له ځانه  سره  دعیسایانو پادشاه ته   ور   وړ ، واستول .


«ذکويي  څوک  وه ؟»


دا د مراکش د هیواد  یوه  نڅونکې  رقاصه وه ، هیچاته  معلومه نه وه  چې مذهب  یې  څه دې ؟ هغه  نه مسلمانه  وه  اونه عیسایي، لکه څنګه چې وویل شول  چې علي بن سفیان  د صلاح الدین  ایوبي   د انټلیجنس (Intelligence ) یعنې د جاسوسۍ  او د رازونو د  راټولولو د څانګې  مشر و ،  او هغه ته د نورو  د اسرارو او رازونو د موندلو  له پاره   مختلفې  لارې  غوره کول  و ، نو په دې  اساس  صلاح الدین  ایوبي   هغه  له خپله ځانه  سره مصر ته  راوستې و، دلته په  راتللو سره ورته  څرګنده شوه  چې د سوډانې ساتونکې  لښکر دډلې  سالار  ناجي  یو سازشي  او شیطان صفته  انسان دې ،  هغه  د ناجې د حال  د معلومولو  له پاره  دهغې  پسې  دخپلو جاسوسانو  جال  غوړولې و . هغه ته  د راز   یوه دا  پټه   ډاګیزه  شوه  چې ناجي د حسن بن صباح  د فدایانو په څیر  خپل مخالفین  دښایسته نجونو او حشیشو په واسطه  په خپل جال کې را  نښلوي ، یا یې د خپل ځان  غلاموي او یا یې  له منځه  وړي ، علي بن سفیان  د ډیرو زیاتو  هڅو وروسته  ذکويي د مراکش  څخه  را وبلله ، او په خپله یې د انسان پلورونکو  په کالیو کې هغه په ناجي  و پلورله ، ددې نجلۍ سره  داسې  جادو و  چې دهغې  په واسطه  ناجي  غوښتل  هغه د صلاح الدین  ایوبي   پر خلاف  استعمال کړي ،خو هغه په خپله ددې  نجلۍ  په دام  کې و نښت ، نښتل  هم داسې  چې دخپل نائب سالار سره یې ددې  نجلۍ تر مخه د راز  ډیرې  مهمې  خبرې هم کولې .


ناجي   ذکويي د جشن په  شپه د صلاح الدین  ایوبي    خیمې ته واستوله ، او پر خپله دغه  بریا  باندې ، چې هغه د صلاح الدین  ایوبي   بُت  ورمات کړ ، ډیر  ویاړیده ، د هغه  ګمان داو  چې اوس  به هغه  دهمدې نجلۍ  په لاسو  شراب  هم څښي ، او په دې ترتیب  به هغه خپل  مرید او  غلام  وګرځوي ، خو دهغې شیطانانو ته هم دا پوهه  نه وه  ورپه برخه شوې  چې ذکويي  پخپله د صلاح الدین  ایوبي   جاسوسه ده ، هغه  ورته  هلته په  خیمه کې راپورونه ورکوي ، او بیرته د صلاح الدین  ایوبي   څخه د راتلونکو پروګرامونو په  هکله هدایت  اخلي. ذکويي د هغې دخیمې  څخه د وتلو وروسته  بلې لورې ته تللې وه ، چې هلته ورته د سر نه  تر پښو پورې پټ  یو انسان  انتظار کاوه ، هغه انسان  پخپله علي بن سفیان  و ، چې  هغه ورته  څه نورې  لارښوونې  هم وکړې ، دهغې وروسته ذکويي د ناجې د کوره  څخه بیرون  را  و نه  شوه وتلاې ، په دې  خاطر هغې علي بن سفیان  ته بل کوم  راپور  ورنه شو کړاې ،  خو کله  چې  ورته  وخت  تر لاسه  شو  او هغه دهمدې راپور د ورکولو له پاره   چې د  الله  پرته   بل  چاته  معلوم نه و ، را ووتله،نو د هغسې  پیښې  سره  مخ شوه ، دا د ذکويي  بدنصیبې  وه  چې  په  حویلۍ کې دهغې پرخلاف  پدې خاطر  سازش  کیده  چې هغې پر  ناجي قبضه کړې ده ،دا  سازش  کامیاب  شو او ذکويي  ووژل  شوه ،خو هغه د اطلاع  تر  را رسولو پورې  ژوندۍ  پاته شوه .


دهغې  دمړینې څخه څو ورځې  وروسته ، هغه معاوضه   چې علي بن سفیان یې  ورسره ژبه کړې وه د صلاح الدین  ایوبي   له اړخه د انعام  سره یوځاې او هغه رقم  چې علي بن سفیان  په ناجي د هغې  دپلورلو  په واسطه تر لاسه کړې و،ټول  دهغې معذورو  والدینو ته  په مراکش  کې ورکول شو. 


*****(۱۴)


دمرګونې شپې  ستوري  له منځه ولاړل   اود سهار د را څرګندیدو سره سم  علي بن سفیان دخپلو اتو  نورو ملګرو سره په ډیره  چټکۍ سره  د شمال  شرق  په لورې خپل  اسونه  وځغلول ، ابادۍ  ډیرې وروسته پاته  شوې، هغه ته په ډاګه  وه  چی د فرینک  دربار  ته کومه  لار  ورغلې، که څّه هم دا عربي  آسونه  په ستړتیا کې  هم  تازه دمه  معلومیږي ،  خو بیا یې هم د شپې له  اړخه  خپلو آسونو ته لږ څه ارام  ورکړ. هلته  لرې   دلمرخاته  خواته علي بن سفیان  دوه  اسپ  سواره  و کتل  چې خپل آسونه  ځغلوي ، هغه د خپلو ملګرو  لاره  بدله او د کوچنیو غونډیو په ژورو کی یې  خپل آسونه  په ځغاسته  کړل ، هغه  ددښتو  په لیکو ښه  پوهیده ، د لارې د خطا کولو  اندیښنه ورسره نه وه ، هغه  خپلې ډلې ته  د نور تیز تګ  امر وکړ. دمخکې سپرو او ددوې تر منځ او س   نژدې   څلور میله  فاصله  پاته شوې وه . دا فاصله  نژدې  شوه  خو آسونه  ستومانه و. کله  چې  هغه د کجورو   بوټو ته ورسید  نو هغه دوه سپاره  نژدې  دوه میله  لرې  د خاورو د یوې غونډۍ  سره روان و، د هغوې آسونه  به هم    ستومانه شوې و. دواړه سواره  د آسونو  څخه را ښکته شول اوپه همدې ځای کې له نظره  ورک  شول . او لاره یې بدله کړه .


فاصله  د وخت  په تیریدو سره  کمیده اوکله  چې فاصله څو سوه ګزه  پاته شوه  نو هغه دواړه سپاره د بلې لارې څخه  مخته راغلل .  هغوې د آسونو د ځغلولو  اوازونه  اوریدلې و، هغوې  بیرته  له نظره   پناه  شول ، علي بن سفیان  خپل آس  نور هم ورتیز کړ پاته نور و سپرو هم خپل اسونه  په ځغاسته کړل ، کله  چې د غونډیو  دننه ورغلل نو ګورې  چې هغه دواړه  سواره دهغې  ځای څخه  چیرې  خوندې  ځاې ته  تللې و. خو هغوې  کوم لرې ځاې  ته نه و تللې هملته لنډ  چیرته  پټ  و، او ګمان  کیده  چې  ویریدلي به وي ،مخکې شګلوړه  غونډۍ وې  چې لاره پیداکول  په کې  ستونزمنه  خبره وه . علي بن سفیان خپل آسونه  په یوه صف کې و درول ، او پخپله تښتیدونکو ته  نژدی  سل  ګزه  نژدې   ور  ورسید، یو غشي ویشتونکي د لرې  څخه  د ځغلیدونکې  آس  څخه یو غشې  وویشت ، چې د یو ه  آس  په  پښه  کې  و نښت ،آس  د کنتروله ووت ،  د لږ څه منډو ترړو  وروسته هغه دواړه  محصور  شوي  و، هغوي خپله  وسله  پر ځمکه و غورځوله ، او درواغ  یې وویل ، خپل ځانونه یې تجاران  و ښول ، خو د تالاشۍ  په وخت کې ترې هغه  پیغام   تر لاسه شو چې ناجي  ورکړې و، ددواړو لاس  و پښی   یې ور  وتړلې ، آسونو ته یې د ارام  کولو  وخت  ورکړ  او د لږڅه څنډ وروسته  ټول  بیرته  راستانه شول.


صلاح الدین  ایوبي   په ډیر  بې صبرۍ  سره انتظار کاوه ، ورځ  تیره  شوه ،  شپه  هم په تیریدو  و ، نژدې نیمایې تیره   شوې وه ، ایوبي  په خپله بستره  باندې  پروت و . او سترګې یې سره ورغلې وې .د سهار  په مهال ددروازې  په  نرم ټک ټک  سره  دهغې سترګې  و غوړیدې ، منډه یې کړه او دروازه یې  پرانسته ، ګوري چې علي بن سفیان  ولاړ دې ، دهغې تر شا دهغه اته  ملګرې او دوه  بندیان  ولاړ دې . علي او دهغې بندیان  یې خپلی کوټې ته  را وبلل، او  د علي څخه یې د ناجي پیغام واخیست او ویې لوست ، لمړې خو  یې د مخ  رنګ  تک ژیر شو  اوبیا یو ناڅاپه  لکه وینه یې   چی  په  جوش کې  راغلې وي او  مخ  او سترګو ته یې  ختلې وي  ، داسې سور والې  په کې  را وځلید .


دناجي پیغام  لږ شانته اوږود  و، هغه دا  د صلیبیانو  یو پادشاه «فرینک » ته لیکلې و چې هغه دې  په  دغه دغه ورځ ،او دغه تاریخ د یونانیانو ، رومیانو او نورو صلیبیانو سره  یوځاې  د خپلې بحري  بیړۍ  په واسطه خپله فوځونه د روم په بحیره کې ښکته او  پر مصر دې یرغل راوړي ،د یرغل د خبر  سره  سم  به دغه پنځوس زره سوډانی فوځ  د مصر د امیر پر خلاف   بغاوت کوي ، دمصر نوې فوځ  به  د بغاوت او ستاسې د فوځي یرغل  دواړو مقابله په یوه وخت کي  ونه شي کولاې ،… ددې سره ناجي   د ټول مصر او یا د مصر د یوې برخې  د حاکمیت شرط  هم کښیښود.


صلاح الدین  ایوبي   پیغام  وړونکي دواړه  کسان  په  توره  کوټه  کې بندیان کړل  او سمدستي یې د خپل فوځ یوه ډله و استوله تر څو ناجي او د هغې نائیبین  په خپلو  خپلو کورونو کې  تر څارنې لاندې و نیسي. دناجی د حویلۍ ټولې  ښځې  یې  ازادې کړې ، دهغې ذاتي خزانه  یې  په  سرکاري  خزانې  کې  راګډه کړه ، خو دا ټول  هر څه یې  پټ و ساتل ، صلاح الدین  ایوبي   د علي بن سفیان په  کومک سره  په هغه پیغام کې  چې تر لاسه کړې یې و دیرغل  تاریخ تبدیل کړ  اوخپلو دوه  ذهینو وګړو ته یې دا پیغام ورکړ او د فرینک په لور یې و استول ، هغودواړو ته  ویل  شوې و چې  خپل ځانونه دناجي  استازي  وښیي. دهغوې د استولو سره سم یې په مصري فوځ کې  د سوډانې فوځ  د  وریوځاې کولو پریکړه هم  وځنډوله،


اتمه ورځ  استازي  بیرته راغلل ، هغوې  فرینک ته د ناجي  پیغام  ور رسولې و او دناجي  په نوم یې د فرینک  څخه هم پیغام  له ځانه  سره  راوړې و. فرینک   لیکلې و  چې د تاریخ  څخه دوه  ورځې د مخه دې  سوډاني فوځ  دمصر د امیر پر خلاف  بغاوت  وکړی ،ترڅو صلاح الدین  ایوبي    ته د صلیبیانو د یرغل  فکر هم په ذهن کې  را و نه ګرځي او دخپل باغي فوځ  په ټکولو  کې مصروف  پاته شي. علي بن سفیان  د صلاح الدین  ایوبي   په اجازې  سره هغه دواړه  استازي  هم  تر څارنې لاندې و نیول ،دا عزتمنده  څارنه  وه، چې  په کې دواړو ته د ارام  اوښه  غذا  ټولې اړتیاوی  پوره  شوې وې ،دا یو احتیاطي تدبیرو تر څو دا  راز  بیرون  را ونه وځي .


صلاح الدین  ایوبي  د روم  د بحیرې په  ساحل  کې  په هغه ځایو باندې  خپل فوځونه  پټ  واچول  چیرې چې د صلیبیانو  بحرې  بیړۍ  لنګر  اچو . هغه ددې ځاې  څخه لږ  شانته لرې  خپله بحري بیړۍ  هم  ودروله ، یرغل  ته لا یو څو  ورځې پاته وې ، یو تاریخ پوه « سراج الدین » لیکي  چې سوډاني فوځ د صلیبیانو د یرغل تر مخه بغاوت  کړې و  چې ایوبي هغه د ټوپک  په زور نه  بلکه  دډپلوماسۍ  او ښیګڼې  په واسطه    ارام  کړې و ،د  بغاوت د ناکامۍ  یو سبب  داهم کیداې شي ، چې باغیانو ته خپل سالار ناجي  په  هیڅ ځاې کی  نه تر سترګو کیده ،او نه یې کوم  نائب په نظر راته ، هغوې ټول  لا  د پخوا  څخه بندیان  و، خو یوبل تاریخپوه  «هیتاچی »  لیکي  چې سوډاني فوځ  دصلیبیانو د یرغل  څخه ډیر وروسته  بغاوت  وکړ، خو دغه دواړه تاریخ  پوهان  په نورو  پیښو کي  د یوه  آند  خاوندان  دي. دواړو  دا لیکلي  چې صلاح الدین  ایوبي   د شپې د شپې  ناجي او دهغې نائیبینو ته  دمرګ   سزا  ورکړه  او په نوم  ورکو  قبرونو کې   یې ورښخ  کړل .


دې دواړو  تاریخ پوهانو د یوه بل تاریخ  پوه  «لین پول » سره  یوځاې د صلیبیانو د فوځونو شمیره یو شان  ښوولې ده ، هغوې لیکې  چي په  لیک  کې  د لیکل شوي تاریخ  په مطابق  دصلیبیانو بحریه  چې  په کې د فرینک ، یونانیانو ، رومیانو او سسسلي بحریي ځواکونه  شامل و د یوه قوماندې لاندې  د روم په بحیره کې را څرګند شول ، د تاریخپوهانو د شمیرو  په مطابق په دې بحري بیړه کې د جنګي جهازونو شمیره  یوسل او پنځوسو  ته رسیده، ددې نه اخوا  دولس  ستر  جنګی جهازونه  هم و چې په کې  په مصر باندې د یرغل  له پاره عسکرې  ځواکونه بار  وو. ددې فوځونو عسکرې  قوماندان  «ایملرک » و ، ددې نه   اخوا  هغه بادې کشتئ  چې خوراکي  مواد پرې بار و  د هغوې شمیره  نه معلومیده ،دا  ټول  جهازونه   په دوه قطارونو کې  را روان و.


ددفاع  قومنده  صلاح الدین  ایوبي   په خپلو لاسو کې واخسته ، هغه پریښول  چې د صلیبیانو بحریه  تر ساحله پورې  را ورسیږي ، کله چې  دتر ټولو  لوې بحرې  جهاز  لنګر  واچاو، نو یو ناڅاپه یې د اور لاندې  و نیوه ، دا  د منجنیقونو څخه  ور غورځونکي  د اور  شعلې وې  ددې ترڅنګ  د اور  ګولۍ او  داسې غشي  هم و چې دهغوې وروستۍ برخې له ځانه  سره  اور   لیږداوه . د مسلمانانو له اړخه  د ورتوغول  شوي  اور په واسطه ددې  جهاز او کشتیو  بادبانونه   اوسوځیدل ، جهازونه  چی د لرګیو  څخه جوړ شوي و  د اور په لمبو کې را و نغښتل ، د بله اړخه  دمسلمانانو  بحرې بیړه هم په حرکت  راغله  هغوې  هم  دصلیبیانو د جهازونو په لور د اور په توغولو پیل  وکړ، داسې بریښیده  لکه  دروم  بحیرې  چې اور  اخستې وی ، دصلیبیانو  جهازونو  د وارښتایې   څخه  مخونه  بل لورې  ته کړل  او په خپلو منځو کې  یو له بله سره  په ډغرو اوټکرو شول  اویو بل ته یې  اور   واچاوه ، صلیبي فوځیان  په   سمندر کې  ور  و غورځیدل ، دهغوې له ډلې څخه  چي کوم سپاهیان  وچي  ته را ووتل نو هغوې د صلاح الدین  ایوبي  د فوځیانو د غشو ښکار  شول.


د بله اړخه  نورالدین  زنګي د فرینک پادشاه په  سلطنت  یرغل ور وړ ، په دې وخت کې فرینک خپل یو شمیر فوځیان په مصر باندې د یرغل  له پاره  د وچي  له  لارې  را  استولي و. او پخپله فرینک  د خپلې بحریي سره یوځاې  را  روان و. کله  چې ورته په خپل سلطنت  دیرغل کولو  خبر  را ورسید نو په ډیره  سخته توګه  یې ځان خوندې او د خپل سلطنت  په لور  ور و خوځید.خو هلته نړۍ  بدله  شوې وه ، د روم په بحیره کې د صلیبیانو متحده بیړه   په  اور کې  و سوځیده  او فوځ ټول  یا خو ډوب  شو او یا په  بیړیو کی   وسوځیده ، یواځې «ایملرک » د صلیبیانو  قومندان  ددې هلاکتونو  څخه خوندې  پاته شوې و. هغه  وسله وغورځوله او د سولې وړاندیز یې وکړ چې د ډیر ستر  رقم په بدله کي یې  وړاندیز  ومنل شو. د یونانیانو او سسلي  یوڅو  جهازونه  چې د ساحل څخه لرې پاته و  ، د سوځیدو  څخه خوندی  پاته شوي و . صلاح الدین ایوبي   هغوې ته د خپلو جهازونو د بیرته  وړلو  اجازه ورکړه . خو په لاره کې داسې بحري طوفان  راغې  چې هغه ټول  یې په اوبو کې د جنګ  پرته  ډوب او غرق کړل .


د ډسمیرپه ۱۹مه په ۱۱۶۹ زیږدیز کال   صلیبیانو په خپلې ماتې  باندې   لاسلیک و کړ او صلاح الدین  ایوبي   ته یې د  جنګ تاوان  ورکړ .


دجنګ او جګړې  زیا ت  شمیر تاریخ  پوهانو د صلاح الدین  ایوبي   ددې  سوبې شمله د هغې د جاسوسۍ د شبکې د مشر  علې بن سفیان  په سر ږدي، ددې تر څنګ د ذکويي تر نامه لاندې  دنڅونکې نجلۍ د رول په هکله یو مراکشي  تاریخ پوه «اسدالاسدي » یادونه کړې ده او دعلي بن سفیان  سره یی  د پيژندګلوۍ  په هکله هم همدې تاریخ  پوه   لیکنه کړې ده ،


دا خو  پیلامه  وه ، ددې   وروسته د صلاح الدین  ایوبي ژوند  نور  هم  ډیر  په  ګواښونو او خطرونوکی ډوب شو.


*****(۱۵)


نور بیا