کور / د ډيورنډ کرښه / ډيورنډ لاين = اغزن دېوال ، دوږخي اغیار

ډيورنډ لاين = اغزن دېوال ، دوږخي اغیار

ليکنه: عصمت الله زهير

منل سوي او پلي سوي قوانین او چاري هم دا وايي کومه پرېکړه چي تر ټاکلي وخت واوړي نو قانوني او اخلاقي اعتبار بایلي دا د ډیورنډ منحوسه کرښه چي تر ټاکلي مودې ډېره پخوا اوښتې ده په کار خو دا وو چي د خپلي خاوري حاکميت او  واک و رښتوني خاوندانو ته ور وسپارل سي سرچپه د اغزن دېوال سرودونه پورته سو دا اوس کوم پټ راز پاته نسو ، پاکستان چي د جهادي تنظیمونو او طالب جنګیالیو په وسیله د پنځمي صوبې کوم خوبونه لیدل د هغه هڅو پایله هم دغه اغزن دېوال دی چي په زښت حساسو حالاتو کي د موضوع په توګه را منځ ته سوه ، د القاعده یا طالب جنګیالیو د فعالیتونو مرکزونه د یوې منظمي پروپاګنډې او پلان له مخي هغه پښتني سیمي نومول کیږي چي و دغه منحوسي کرښي ته ورڅېرمه موقعیت لري .
دا یو عجیبه غوندي تماشه ده موږ ته اوس هم په اردو ژبو مطبوعاتو کي د غارونو او جنګونو سړي وایي خو دا اوس په نوې اصطلاح ترهګر او ترهګري چيري او څوک یې روزي ؟Esmatullah zaheer عصمت الله زهير
د ثور انقلاب مهال د پاکستان ښارونه او سیمي د جهادي تنظیمونو مرکزونه او د اسلحې ډیپوګان وو د اوجړي کېمپ دهماکه او د ضیاالحق پېښه یې جوت مثالونه دي د ضیاالحق په دوره کي ( پاکستان غوښتو افغانستان د ځان پنځمه صوبه وګرځوي ) د دې لپاره یې په عملي توګه د دې کرښي  قانوني اعتبار ISIشعوراً مفلوجه کړو دا اوس د اغزن دېوال بابولاله د پاکستان ( خصوصاً د (ISI  د دوه مخي چلند بربنډ روش دی ، پاکستان خپل دا دوه مخی چلند هر هغه وخت په کار اچوي چي ګټي یې له خطر سره مخامخ سي ، یا د نوو اقتصادي ګټولاس ته  را وړلو چانس چی ویني خو د ۹/۱۱ چاودونو دا هر څه د خاورو سره ور خاوري کړو او په سیمه کي د پاکستان ګټي د لوی تاوان سره مخامخ سوې نور خو نور پاکستان د یو بل حیرانوونکي تاوان سره هغه مهال مخه سو چي د خپلو جوړ کړو طالب جنګیالیو واکمنۍ ړنګېدو ته اړ ایستل سو د پاکستان په سیاسي فضا او د افغانستان په جغرافیوي حوزه کي د تشدد زڼي پاشل د ISI د افغان دښمنۍ د تورو کارنامو یو وژونکې کارنامه ده اوس چي په سیمیزه توګه د پاکستان وجود له خطر سره مخامخ دی نو اغزن دېوال د خپل لاسي وجود د سلامتیا لپاره غوره زرین چانس ګڼي او پاکستان چیري هم د خپلو ګټو چانس د خپل حرص مندانه طبیعت په اساس له لاسه نه ورکوي
په داسي حساسو وختونو کي چي یو خوا یې پولي د هندوستان سره د ګواښ په حالت کي دي هندوستان غواړي چي پاکستان ته اغزن دېوال ودروي او د کشمیري جنګیالیو مخه په ونیسي ، پاکستان غواړي چي داسي یو اغزن دېوال افغانستان ته د افغانستان پر خاوره ودروي چي دا ډول د طالب جنګیالیو مخه ونیسي ، پاکستان چي د قومونو د غیر فطري ګډون ټولګه ده د نظامانو او نظامي اسایشونو جنت دی او په منځنۍ اسیا کي د یو اجرتي قاتل رول لوبوي او نه غواړي چي اوسني طلایي اقتصادي چانسونه دي یوازي د افغانستان په برخه سي او خصوصاً د هندوستان د مزدور کارو شتوالی ،په افغانستان کي پاکستان زښت کړوي ، په افغانستان کي تخریبي فعالیتونه ګړندي ساتل پاکستان د خپل وجود د بقا دلیل انګیري لاکن په قانوني او اخلاقي توګه هیڅ داسي جواز نسته چي په روانو حالاتو کي دي پاکستان د اغزن دېوال موضوع رابرسېره کړي چي نه دا وخت د پاکستان جغرافیوي موقعیت د ناببره ګواښ سره مخامخ دی چي دي منحوسي کرښي ته ورڅېرمه پښتنې سیمي دي د نظامي تمرینونو په پلمه محاصره سي تاریخي صداقتونه او نړیوال واقعاتونه دا څرګندوي چي په جبر ، ناروا سره بېل سوي قومونه تر ډېره بېل نسي پاتېدلی مطلق بېلتون یې هم پای یووالی دی ، د نړۍ مهذبو قومونو او هیوادونو هم خپلواکي د پارليمان په وسیله نه ده اخستې نه پارليمان د خپلو قومونو په ازادۍ اخستو کي کوم نړیوال نقش لوبولی دی ، تل ځپلو قومونو بدلون د ځپلو قومونو له نهضتونو قبول کړی دی یا لکه افغانانو د خپلواکۍ اوازادۍ غورځنګونه د ملي روحیې او روې په اساس د خپلي خاوري د خپل اولس د منځه پیل کړي دي ، ازادي او خپلواکي کوم د حلوا تال نه دی چي افغانانو ته چا بخشش کړی دی نه افغانان ازادي او خپلواکي کومه د ناوي ډولۍ انګېري چي د بهر کلي راوړل یې ګڼي هم افغانان په دې ډېر ښه پوهېږي چي آزادي څه ډول ساتل کیږي اوس چي د اغزن دېوال موضوع په ترهګر او ترهګرۍ پوري اړوند د خړو درېشیو او تورو بوټانو لرونکو د لوري په ډېر شدت تکراریږي .
رښتیا وایم د قوم پرستو یا روڼ اندو چوپتیا مي حیرانوي د پاکستان اوږده نظامي مبارزه او د تخریبي فعالیتونو کامراني مي ځوروي د ملي حاکمیت نشتوالی مي ځان ته غمیزه ده ، د اغزن دېوال سندره په نابلده راګ کي ږغولو موخه هم دا څرګندوي چي د تورو ګیدړانو په خولو کي مي اوس هم د وجود غوښي په وینو لړلي ګورو دا ځکه چي کله ٫٫ باب دوستي ٬٬ او کله د اغزن دېوال په پلمو خپلي وحشي داړي په وجود کي راماتوي د دې مطلب تش دا هم نسو چي د اغزن سوټي لرونکي فکر دي دې ته را واړوي چي ډیورنډ باندي اغزن دېوال راسره رسمي کړه نور د طالب جنګیالیو خدای مسول دی موږیې مسول یو ،ولي چي اغزن سوټي لرونکي پوهیږي خپل کرلي به په خپل کلي کي ریبي ، د پاکستان په اردو ژبو مطبوعاتو کي یو وخت د ډیورنډ کرښه یادول جرم  شجرممنوعه بلل سوې وه ، خو دا اوس چي ګورو تر ټولو مقدسه او د پاکستان د وجود د بقا ټکی هم دا ډیورڼد منحوسه ټکی دی، پنجابي ‌ذهنیت لرونکي کالم لیکوال ورباندي اوږده اوږه اجرتي لیکونه کوي د پارليمان په چوکاټ کي خبري ورباندي رواني دي ګویا یوه داسي فضا رغول کیږي چي ډیورنډ دي د پاکستان سره به رسمیت وپېژندل سي د ظاهر شاه او ایوب خان تر منځ د پښتونستان په موضوع د تاوتریخوالي داستان نه که تېر هم سو د کابل راډیو د ”بلوڅو، پښتنو “ګډه خپرونه او د ملنګ جان شاعري دا ټول یو اجتماعي شعور ته وده ورکول وو ، د ښامار ٫٫ ډیورنډ کرښه ٬٬ په ضدولس را بیدار ول وو .
افغاني ملي روحیه او رویه متحد ساتل وو خو دا روحیه او رویه یوار نن بیا هم هغه ډول یو ګډ غبرګون یووالی او د یوې مقدسي مبارزې تقاضا کوي !
دوږخي اغیار مي چورلي د ازغن دېوال په سوري
و پټ خولي تور ښامار ته د ټبر سړي په شمار دي

تبصرې پرانیستي‌

  1. Da dewal deer zarori dy.da di dewal Sara ba PA Afghanistan ao Pakistan ki aman rashi.