کور / تازه خبرونه / چمن: نامعلومو کسانو يو ځوان په شکنجو وژلی دی

چمن: نامعلومو کسانو يو ځوان په شکنجو وژلی دی

ناڅرګندو کسانو دوې ورځي مخکي د مطيع الله په نوم د چمن ښار يو درملتون چلوونکی تښتولی وو چي نن د جون پر دريمه يې په شکنجو وژل سوی مړی د چمن ښار پر رحمان کيول سړک وموندل سو.
مطيع الله او کورنۍ يې له کندهار سره تړاو لري خو شل کاله مخکي د جګړو له امله په چمن کي مېشت سوي وو.مطيع الله چمن Matiullah killed in chaman
د نوموړي يوه نژدې خپل لراوبر ته وويل چي د مطيع الله تر نيول کيدو وروسته نامعلومو کسانو کسانو څو ځله ددوی کورنۍ ته ټيلفون کړی دی او دکندهار يېد مطيع الله د تګ په هکله پوښتني کړيدي. 
دغه کس چي غواړي نوم يې پټ وساتل سي لراوبر ته وويل چي مطيع الله په تيرو شلو کلونو کي نه کندهار ته سفر کړی دی او نه يې په افغانستان کي له چا سره اړيکي لرلې، دی وايي مطيع الله څو ورځي مخکي د کورنۍ له غړو او دوستانو سره د توت د ميلې په موخه کندهار ته تللی و چي تر بيرته راستنيدو څو ورځي وروسته مسجد ته دتګ پر مهال وتښتول سو، دوې ورځي ترې تم وو او نن يې په ظلم او وحشت وژل سوی مړی پر سړک غورځول سوی وموندل سو.
په چمن کي د لراوبر خبريال وايي چي د مطيع الله سپين ږيري پلار په روغتون کي له هر چا پوښتنه کوله چي دوی غريب خلک دي، پر دنيا له هيڅ چا سره بدي نلري، زوی ته يې د کومي ګنا سزا ورکړه سويده؟
چمن ښار سپين بولدک ولسوالۍ او ډيورنډ کرښي ته څېرمه پروت دی چي ويل کيږي د سړي تښتوني پېښي پکښي ډيري دي خو دا لومړی ځل دی چي ددې ښار يو تنکی ځوان دي د تښتول کيدو سره سم په شکنجو باندي ووژل سي.
په سيمه کي مدني فعالانو ددې پېښي غندنه کړې او له حکومت څخه د عدالت غوښتنه کوي.
پر ټولنيزو رسنيو فېسبوک او ټويټر د مطيع الله د شکنجه سوي مړي زړه بوږنوونکي انځورونه خپاره سويدي او زرګونو کسانو له افغان او پاکستان حکومت څخه ددغسي پېښو د عاملينو د نيولو او محکمې غوښتنه کړيده.