کور / خبرتیا او پيغامونه / د سلما بند د پرانستې په اړه د افغانستان د اسلامي جمهوریت د اجرایويرئيس د مبارکۍ پيغام

د سلما بند د پرانستې په اړه د افغانستان د اسلامي جمهوریت د اجرایويرئيس د مبارکۍ پيغام

 

کابل افغانستان : نن د افغانستان لپاره د خوښۍ او د پرمختګ پهلور د یوه بل مثبت او اغېزمن ګام د اخیستو ورځ ده. 

نن رسما د افغانستان او هند د دوستۍ (سلما بند) چې له تېروڅلوېښتو کلونو راهیسې یې افغانانو د پرانستې هیله درلوده ـپرانستل شو. 

زه د دې بند د پرانستلو لپاره ټول افغان ملت او د هند دوستهېواد خلکو ته مبارکي وایم.

د دې بند د جوړېدو چارې د لومړي ځل لپاره لسیزي وړاندې دسردار محمد داوود خان له لوري پيل شوې وې، چې نن ګټياخستني ته وړاندي سو.

دا د افغانستان د پرمختګ او توسعې په برخه کې یو بې ساریاقدام او د هند او افغانستان د دوستۍ يو ښه سمبول دی. 

افغانستان او هند تاریخي اړیکې لري؛ خو دا اړیکې تل پهدوستۍ، ښه نیت او همکارۍ ولاړې دي. 

هند تل له افغانستان سره په پراختیايي چارو کې مرسته اوهمکارې کړې ده، چې افغانان یې مننه او قدرداني کوي. هر هغههېواد چې غواړي له افغانستان سره ښه دوستي وکړي، د افغانـ هند دوستي باید الګو کړي. 

افغانان له هر چا سره په دوستۍ کې مخکښ کېدای شي؛ خو پهدې شرط چې مقابل لوری ورسره د هند په شان رښتینې دوستيوکړي. 

افغانان د هغو قدر ښه پېژني، چې له افغانستان سره همکاريکوي او هغوی به د تل لپاره هېر نه کړي؛ چې غواړي جګړه پرېتحمیل او په افغانستان کې ویرانۍ رامنځته کړي. 

د سلما بند پرانستې دا هم وښوده، چې د ملي یووالي حکومتخپله ډېره پاملرنه اقتصادي ودې او پراختیا ته اړولې ده. 

سره له دې چې امنیتي ننګونې شتون لري؛ خو د ملي یوواليحکومت هڅه کوي چې د اقتصادي فرصتونو په برابرولو، دپرمختګ او توسعې د چارو په ترسره کولو او د سترو بنسټيزوپروژو په پلي کولو سره په هېواد کې فقر او بېکاري ختمه کړي. 

د ملي یووالي حکومت ډاډه دی، چې تر اوسه په خپلو دې هڅوکې بریالی شوی او په نېږدې راتلونکې کې به افغانستان دپرمختګ له کاروان سره په نورو اړیکو هم وصل شي. د افغان-هندد دوستۍ بند د افغانستان یو له مهمو او حياتي تاسيساتوڅخه دی، چې د هرات د په چشت شریف ولسوالۍ کې موقعیتلري. 

دا بند ۲۰ کيلو متره اوږدوالی او ۷ کيلومتره بر لري چې د ۶۴۰ميليونو متر مکعبه اوبو د ذخيره کولو ظرفيت لري. 

دغه بند ۴۲ ميګاواټه برېښنا توليدوي، چې ۸۰ زره هېکټارهځمکه خړوبوي. 

د دې بند جوړېدو دا وښوده، چې د افغانستان اوبه د مليیووالي د حکومت په ولکه کې دی او هغوی یې د استفادې اوکارونې حق لري.

زه یو ځل بیا ټولو هېوادوالو ته د سلما بند د پرانستې له املهمبارکي وایم او له هند دوست هېواد نه مننه کوم، چې د دې بندپرانستې ته یې زمینه برابره کړه.

ډاکټر عبدالله عبدالله

د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرایوي رئیس