کور / راپور / هغه پلرونه چې ډیوې یې بلې کړې وستایل شول

هغه پلرونه چې ډیوې یې بلې کړې وستایل شول

تر دې سرلیک لاندې )هغه پلرونه چې ډیوې یې بلې کړې( په لومړي ځل د ټول هېواد په کچه د لغمان ولایت مقام له لوري د جرګو په کور کې د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د هغه پلرونو درناوی او ستاینه وشوه چې خپله بې سواده مګر د ژوند د سختو شرایطو او تپل شوي جنګ باوجود یې د لاس په تڼاکو او د خولو په تویولو خپل اولادونه روزلي او ټولنې ته یې د خدمت په موخه وړاندې کړي دي.په دغه مراسمو کې د لغمان او نورو ولایتونو اوسیدونکو برخه اخیستې وه.
جبار نعيمي imageلغمان والي عبدالجبار نعیمي د پرانیستونکې وینا پرمهال وویل ویاړم چې د هغه پلرونو درناوی او ستاینه کوم چې د لاس په تڼاکو، د خولو په تویولو ،د ژوند د سختو ستونزو، ننګونو او تپل شوي جنګ باوجود یې د هېواد په ترینګلو شرایطو کې د خپلو اولادونه د ښوونې او رزونې ملاتړ کړی تر ښوونځي او پوهنتون پورې یې رسولي، د افغانستان راتلونکې یې روښانه کړې،د ناپوهۍ بنسټونه یې نړولي او د هېواد مادي او معنوي پانګه یې بډایه کړې ده.
لغمان والي هغه کسان بدمرغه او وحشي یاد کړل چې په افغانستان کې د علم،پوهې،یووالي او پرمختګ په وړاندې جګړه کوي او د افغانستان د پرمختګ او ترقۍ زغم نه لري،پرټولو کورنیو او پلرونو یې غږ وکړ چې د خپلو اولادونو روزنې ته توجه وکړي د پوهې او قلم په قوت سره خپل هېواد وژغوري.
وروسته یو شمېر ګډونوالو خبرې وکړې، د لغمان والي د دې نوښت ستاینه یې وکړه چې په لومړي ځل یې د دوی د درناوی او ستاینې غونډه جوړه کړه .

د مراسمو یو بل تن برخوال عاقل شاه سهاک د هغه همکاریو او مرستو یادونه هم وکړه چې په سختو شرایطو کې ورسره عبدالجبار نعیمي ترسره کړي او د ده داولادونو د تعلیم په برخه کې یې نه هیریدونکې مرسته کړې ده.
د مراسمو برخوالو دا هم وویل چې د جوړې شوې غونډې داهمیت او ارزښت پیغامونه به د هېواد نورو ولایتونو ته هم استوي ترڅو په هر ولایت کې هر مسوول په ورته توګه د هغه پلرونو درناوی او ستاینه وکړه چې په زحمت او تلاش سره یې خپل اولادونه روزلي دي.
د مراسمو په وروستیو کې را بلل شویو پلرونو ته د درناوي په خاطر ستاین لیکونه،ملي بیراغونه او تحفې ورکړل شوې

امیرزېب دُراني