کور / اقتصادي / هغه ارمان چې څلوېښت کاله وروسته پوره شو!

هغه ارمان چې څلوېښت کاله وروسته پوره شو!

په تېره یوه پېړۍ کې به په افغانستان کې په لکونو هېواد پالو، د هېواد د ټولنیزی – اقتصادی پرمختیا او پراختیا او د خلکو له پاره د هوسا، بسیا، نیکمرغه او ورورګلویزه ژوند ارمانونه خاورو ته وړي وي؛ خو دوه نومونه په دې لړ کې د ډېری ستاینې وړ دي. یو اعلیحضرت غازي امیر امان الله خان او بل ولسمشر سردار محمد داوود خان چې د یو پرمختللی او ودان هیواد د لرلو او لیدلو ارمانونه یی  نیمګړي پاته شول.

امان الله خان او داوود خان د شلمې پېړۍ په لومړنیو او وروستنیو کلونو کې، ډېره هڅه وکړه چې په افغانستان کې د بنسټیزه پروژو د جوړولو له لارې، هېواد د کلونو او پېړو له تیارو او وروسته پاته والي څخه د مدنیت، پرمختګ، سوکالۍ او رڼاوو په لور په مخ وخوځوي او دواړه په دې پوهېدل چې له اقتصادي بسیایبی او پرمختګ څخه پرته، سیاسي خپلواکي یقیني نه وي او ملي حاکمیت له ګواښونو سره مخامخ کېږي.

اوس چې موږ په افغانستان کې هر ټولنیز – اقتصادي پرمختګ او په ټوله کې د مدنیت هر څرک وینو، پېل یې د امان الله خان یا داوود خان وختونو ته رسي.

د سلما بند پروژه چې دا ده اوس په هرات کې پرانستل شوه، یو له هغه پروژو څخه ده چې جوړول یې د داوود خان د جمهوریت په اووه کلن پرمختیایي پلان کې په پام کې نیول شوي او کارونه یې د پیل پړاو ته رسېدلي وو.

ځنې اقتصاد پوهان په دې اند دي که د داوود خان اووه کلن پرمختیايي پلان تطبیق شوی وای، د افغانستان څېره به یې بدله کړی وای.

په هغه پلان کې په افغانستان کې د اوبو دومره بندونه په پام کې نیول شوی وو چې اوبو او برېښنا به یې د هېواد دېرې اړتیاوې پوره کړی وای! سلما، کمان خان، بخش آباد، کیله ګي، آمو، چشمه شفا، کنړ، المار او … هغه بندونه وو چې که بشپړ شوی وای، موږ به نن د پاکستان اوړو او وریجو او د تاجکستان برېښنا ته هېڅ اړتیا نه درلوده!

 

له نن څخه کابو شل – دوه ویشت کاله مخکې زمونږ یو ملګری چین ته په سفر تللی و. کله چې هغه راستون شو، ښکاره خبره ده چې موږ دېرې پوښتني ځنې وکړې چې څه دې ولیدل، څه دې وخوړل او څه دې وکړل؟

ده د نورو کیسو په څنګ کې دا خبره څو ځلې تکرار کړه چې په کوم هوټل کې چې دی اوسېده، ماښام مهال به د هوټل ټول کارکوونکي په بېلا بېلو پوړونو کې د ټلویزیونونو مخو ته کیناستل او ټولو به د ورځې غټو خبرونو ته غوږ نیوه.

زما ملګری وویل چې یو ماښام می له یوه چینایي څخه پوښتنه وکړه چې ولې د خبرونو په وخت کې ټول خپل کارونه پرېږدئ او ټلویزیون ته کینئ؟

چینایي ځواب ورکړی و چې موژ دا شل دېرش کاله  هر ماښام د خپل هېواد، خپل ولایت، خپلې ولسوالۍ او حتی خپل کلي په هکله ښه خبرونه اورو: نوي لارې، نوې ځمکې، نوي ښوونځي، نوی پوهنتونونه، برېښنا، روغتیا، ورزش، پرمختګ، سرلوړی، غرور، عزت، ملي یووالي او … نو ځکه ماښام ټلویزیون یا راډیو ته کینو چې واورو او ووینو چې بیا څه پرمختګ شوی؟

موږ په افغانستان کې له بده مرغه کله چې د محمد داوود خان په ضد کودتا وشوه، تر نن پورې له داسې تاوتریخوالو، جګړو، مهاجرتونو، تکالیفو، کړاوونو او رنځونو سره مخامخ یاستو چې ښايي د بشریت په تاریخ کې ساری ونه لري. موږ دا تېر څلوېښت کلونه په راډیوګانو او ټلویزیونونو کې ښه خبرونه لږ اورېدلي، خو هره ورځ د ورانیو، تباهیو، وژنو، اورونو، باروتو، لوګیو او ډوبېدو خبرونه وینو او اورو چې د ډېر خواشینی وړ دي.

افغانستان له بده مرغه د محمد داوود خان څخه وروسته د سیمې او نړۍ د استخباراتی لوبو په ژرنده کې داسې میده میده شو چې بشپړ مادي او معنوي بیارغاونه به یې په سلګونه کلونه حتی پیړۍ وغواړي!

د سلما بند د پرانستو خبر، یو له هغه خبرونو څخه دی چې په غوږونو او زړونو ښه لګي او د افغانستان د ټولو خلکو او په تېره بیا زموږ د هراتیانو په زړونو کې مړاوې هیلي بیا لږ ژوندی کولای شي.

له دې مخکی کاسا – 1000، تا (ترکمنستان – افغانستان) برېښنا، چاه بهار، مورا ښځینه پوهنتون او داسې نور هم واقعاً ښه خبرونه وو او هغه د چینايي خبره سړی د راډیو یا ټلویزیون اوریدو – لیدو ته هڅوي.

سلما به کابو اویا زره هکتار (۳۵۰۰۰۰جریب ) ځمکه خړوب او د هرات له پاره ۴۲۰۰۰ کیلوواټ برېښنا تولید کړي. سلما په دې سربېره نورې پرمختیایي – چاپېریالی ښیګڼې هم لري چې کارپوهان به هرومرو رڼاوې پرې واچوي.

زه د سلما د بند د پرانستلو ورځ، د افغانستان په اوسنی خونړي تاریخ کې یوه نیکمرغه ورځ بولم، د افغانستان خلکو ته د زړه د کومي مبارکی وایم او په ټولو غږ کوم چې د استخباراتی دسایسو لومو ته ځیر اوسي او د ملي یووالي په پیاوړی روحیه، د ګران هېواد هر اړخیزه پرمختګ ته نور هم ژمن او په دې پوه شي چې زموږ عزت په خپلو هېواد کې دی.

څو ورځې مخکې ځوانانو په یو لاریون کې په بنرونو لیکلي وو: (ما پښتون و هزاره و تاجک و ازبک نه، بکله همه بیکاریم)! 

دا ځوانان رښتیا وايي موږ قومي یا مذهبي کرښو نه یو وېشلي، موږ بېسوادۍ، ناپوهې، ناروغیو، لوږي او وزګارتیاوو سره ویشلی یاستو.

د دې ستونزو جرړې باید وباسو او په ګډه د سترو هدفونو په لور په مخ وخوځو!

موژ باید په یاد ولرو چی د سلما د جوړولو په کلونو کی د سیمی د استخباراتو فعالینو غوښتل چی د دی پروژی د جوړولو مخه ونیسی؛ خو زموژ ځوانانو د خپلو وینو په بیه د دی دسایسو مخه ونیوه. د هغوی ارواګانی دی ښادی وی. د وطن له پاره شهیدان شوی دی.

یو ځلی بیا د سلما د پرانستی مبارکی وړاندی کوم. خدای دې داسې ورځې په هېواد ډېرې پیرزو کړي!