کور / هراړخیز / څنګه؛ پر خلکو ګران سو؟

څنګه؛ پر خلکو ګران سو؟

ليکنه: جانان مومن
دا هنر دئ، مګر اسانه هنر دئ، يوازي څو ټکي دي، چي د خلکو په سترګو کي مو ښه ايسوي، شخصيت ته مو جذابيت بخښي او په ټولنه کي مو د منلي او قابل شخص په توګه تثبيتوي.
فطرتاً انسان خوښوي، چي په زړونو کي ځای ولري، هر څوک ئې په ښو ياد کړي او هر وخت ئې هر چېري ستاينه وسي. 
په عموم کي دوه اړخونه دي، چي د جذابيت او ګرانښت عامل ئې ګڼلای سو:Rahmatullah Janan Momin جانتن مومن
لومړی: فزيکي جوړښت او حرکات.
دوهم: معنوي اړخ او مهارتونه.  
 فزيکي جوړښت او حرکات: 
که سپين سره ووايو، په ټوليز ډول د انسان ظاهري کړه وړه هغه ته وزن او شخصيت ورکوي، په ټولنيز ژوند کي دا خورا مهمه ده، چي د معنوي جوړښت تر څنګ پر فزيکي نما هم کار وسي.
په نړۍ کي خلک د دې له پاره چي پر نورو ګران سي او يا ئې تر سترګو ښه ښکاره سي، خورا ډېر مصرف کوي، يوازي د پوښاک له پاره په لکاوو پيسې بازي، په داسي حال کي چي لباس او پوښاک د جذابيت فقط يو فکټور دئ.
طبيعي ده، چي طبيعي ښايست اغېز لري، انسان ذاتاً ښکلا خوښوي، دا که هر شی ښکلی وي، ګلان مو ځکه خوښېږي، چي د ښايست تر څنګ ډول ډول بويونه لري، طبيعت مو ځکه خوښ دئ، چي رنګارنګي او تازګي لري، مرغانو ته مو ځکه سترګي ور اوړي، چي ښايسته ږغونه او ښايستې بڼکي لري. په همدې ترتيب په انساني نړۍ کي ښايست او ښکلا عليحده تاثير او رول لري، خو دا يو موقته دوره ده، په عموم کي ئې اساسي او اوږد مهال عامل نه سو بللای.
ځيني کسان ښايسته نه وي، خو جذاب وي، زړه مو غواړي چي هر وخت ئې ووينو، مجلس ورسره وکړو او خبري ئې واورو. څه وجه ده، چي د دغسي کسانو سره ليده کاته او بانډار نه غمېږي؟
راز دا دئ، چي دغه ډله خلک د معنوي جوړښت تر څنګ، فزيکي کړو وړو ته هم ځانګړې پاملرنه کوي، له دوی څخه اکثره ئې په شعوري توګه د شخصيت د ګرانښت او درنښت پر سر سرمايه ګذاري کوي. نو که غواړو د دوی په څېر پر خلکو ګران سو، حتمي ده، چي د دغو لاندي ټکو څخه چي ځيني ئې مصرفي او ځيني ئې بې مصرفه دي، عمل کړو:
• مصرفي ټکي: 
1. پوښاک: د کاليو له ډول، جوړ او رنګونو څخه د انسان سليقه او ذوق معلومېدلای سي. پوښاک د شخصيت په برخه کي بارز رول لري. ټولني، دندي او عمر ته په کتو بايد د کاليو په برخه کي غوره انتخاب وسي، دا په دې معنی چي په کومه ټولنه کي چي انسان اوسي د هغه ځای مروج او منلی لباس بايد ځان ته غوره کړي، خو البته داسي چي د رنګونو په برخه کي بايد محتاته وي، کالي که زاړه وي پروا نه لري، مګر خير او بوين بايد نه وي. د پوښاک په برخه کي د عمر او سن تقاضا ته هم بايد پاملرنه وسي، فرض کئ په کندهار غوندي يوه ټولنه کي، يو نوي ځوان ته نه ښايي چي د سپينږيرو او پخو خلکو لباس په تن کړي، پخو او د ډېر عمر کسانو ته بيا نه ښايي چي د هلکوانو په څېر کالي ځان ته جوړ کړي. د دې سره په څنګ کي ښه دا ده، چي د کار او دندي پر مهال حالت ته په کتو لباس واغوستل سي.
2. بوټونه: په ظاهري نما او ښايست کي خورا مهم رول لري. دلته هم، که بوټونه او چمپلان زاړه وي، کومه خبره نه ده، خو چي پاک خواپاکي وي، سړی ښه په ايسي. پيسې خبري کوي، که وس وي، ښه دا ده چي لوکس روز موډ بوټ يا چمپلان په پښو کړل سي. 
3. ساعت او انګشترۍ: د ليدو کتو او ستړې مسې پر مهال مو ضرور د مقابل لوري لاسونو ته فکر اوړي، که چېري ئې ښايسته ساعت او انګشترۍ په لاس وي، ښه درته ايسي، حتا کله کله خو مو بېخي نيت سي، چي تاسو ئې هم پيدا کړئ. ساعت او انګشترۍ په ښايست او جذابيت کي مهم اثر لري، که مو وس پيدا کئ، خامخا ئې خريداري کئ. هو؛ بېخي دي ګران بيه او غټ هم نه وي. ذوقونه فرق کوي، زما په انګشترۍ کي زرغون غمی خوښېږي.
4. عطر او سپرې: په دې برخه کي احتياط په کار دئ، دلته ښه ذوق قربان سم. عطر او خوشبويي په ګرانښت او جذابيت کي مهم اغېز لري، خو د احتياط خبره مي ځکه وکړه، چي کله کله خلکو دغسي لېوني عطر وهلي وي چي د سړي پر سر ور درد کي.
5. تسبېح: زموږ په ټولنه کي تسبېح د ذکر کولو تر څنګ د سټايل او موډ برخه هم ګرځېدلې ده، نو په کار ده، چي ښې نازکي شاه مقصودۍ ډبريني تسبېح له ځان سره وګرځوئ، خو دې نزاکت ته په پام سره چي يو د بل له لاس څخه به ئې نه باسو. 
6. قلم: د ظاهري جذابيت په برخه کي ښايسته قلم هم خاص رول لري، تاسو هغه کسان باذوق او باسليقه ګڼئ، چي د لاسليک او ياداښت اخيستلو پر مهال له جېب څخه ښايسته نازک قلم راوباسي.
7. وزن او بدني ښکلا: له نادرو به نادره وي، چي يوسلوشل کېلو سړی دي جذاب وي. ځکه نو که غواړو چي خلکو ته ګران او جذاب و ايسو، بايد د وزن د کنټرول ترڅنګ خال خال بدني ښکلا ته هم توجه وکړو، په يو ورزشي کلب کي د يو يا دوو ساعتونو له پاره ورزش شروع کړو، تر څو ښايسته اندامونه او ښايسته بدن ولرو.  
نور به هم وي، خو زما ئې دغو ټکو ته پام سوو. 
• بې مصرفه ټکي: 
لاندي هغه ټکي راټول دي، چي په عملي کولو سره ئې د نيمکي مصرف نه راځي، خو د ګرانښت او جذابيت په برخه کي اساسي رول ترسره کوي: 
1. په ملايم ږغ او مينه ناک انداز خبري کول.
2. په ورين تندي د مقابل اړخ خبرو ته غوږ نيول. 
3. د ليدو پر مهال سلام اچول.
4. پر واعده وفا کول. 
5. له بېځايه خبرو، غيبت، باټو او درواغ ويلو څخه ځان ساتل. 
6. په عمومي توګه نظافت ته توجه کول. 
7. خوله او غاښونه پاک ساتل. 
8. د دفتر او اوسېدو د ځای نظافت ته توجه کول. 
9. په بې اسرې او مخلصانه توګه له خلکو سره مرسته او کومک کول. 
10. له بېځايه انتقاداتو او منفي ګرايی څخه ځان ساتل. 
11. له غوړمالۍ، چاپلوسۍ او ګيلو څخه ځان ساتل. 
12.  له بېځايه او بې اړتيا خندا څخه ډډه کول. 
13. له تکراري کيسو او کړنو څخه ځان ساتل. 
14. بې اړتيا او بې سيته د نورو په کارونو کي له موداخلې څخه ډډه کول. 
15. ښه او مينه ناک روغبړ کول. 
16. متقابل احترام کول. 
17. مقابل لوري ته د ارزښت او درنښت احساس ورکول. 
18. د مجلس او خبرو پر مهال ئې سترګو ته کتل او د تائيد په نيت ئې خبرو ته پر مناسبو ځايونو سر ښورول. 
19. هر کله هر څوک په خپلو نومونو يادول. 
20. تر وسه پوري د مقابل لوري سره د هغه د خوښي او ذوق وړ مجلس کول. 
21. د سالمو اړيکو پالل.
22. برجسته تګ کول او منظم درېدل. 
23. له مغرورۍ او تکبر څخه ځان ساتل. 
ممکن د دغو ټکو ماسېوا نور هم داسي کړني وي، چي په عملي کولو سره ئې زړونو ته لار وتلې وي، په کار دا ده، چي ترسره ئې کوو او خلکو ته خپل ښووالی ثابت کړو.
 معنوي اړخ او مهارتونه:
که په رښتيا غواړو، چي په ټولنه کي د منلي او قابل شخص په توګه واوسو، خلک راته په درنښت وګوري، شخصيت مو جذاب واوسي او زړونو ته لار پيدا کړو، نو راسئ دغه نسخه عملي کړو:
۱- اکاډيميکي زدکړي: علميت، پوهه او اکاډيميکي زدکړي شخصيت درنوي. هغو کسانو ته خلک په درنه سترګه ګوري، چي علم ولري او عالي تحصلات ئې ترسره کړي وي. نو د دې له پاره چي د قدر وړ شخص و اوسئ، زدکړي او تحصلات مو پر نمايي مه پرېږدئ. 
۲- مطالعه او د معلوماتو پراختيا: خلک د هغو خلکو څخه متاثره کېږي، چي پراخه مطالعه او هر اړخيز معلومات ولري. هيڅ ګرانه خبره نه ده، چي په خپل روځني مهالوېش کي مطالعې ته هم يو يا دوه ساعته وخت بېل کړو. ازاده مطالعه او د معلوماتو لرل زموږ معنوي شخصيت ته وده ورکوي، نو حتمي ده، چي په همدې اسره لا مطالعې ته زنګون کېچ سو. 
۳- د ژبو زدکړه: ځيني مهال په شخصي او ازادو مجلسونو کي د هغو کسانو صفت او ستاينه کېږي، چي له مورنۍ ژبي ماسېوا ئې يوه، دوې، درې ژبي زده وي. د ژبو زدکړه سره له دې چي يو عالم نوري ګټي او خوبۍ هم لري، يوه بله ښېګڼه ئې دا ده، چي د شخصيت ستايني ته مو لار جوړوي. نو يا الله ج که به مو خير وي!.
۴- کسب او هنر: موږ په ټولنه کي رنګارنګ کاسبان او هنرمندان لرو، ښه کاسب او ښه هنرمند په ټولنه کي قابل د قدر ځای لري. نو د دې له پاره جذابيت مو لا وده وکړي، بده نه ده، چي له مروجو کسبونو او هنرونو څخه مو يو يا دوه يو اندازه زده وي. 
۵- د ليک ښايست: ځوانيمرګ ((پتيال)) د يو عالم نورو خوبيو او ځانګړتياو ترڅنګ ښايسته او خوندور ليک هم لاره، ((ده)) په اصل کي د خطاطۍ هنر په علمي ډول زده کړی وو، نو ځکه به ئې اکثره مهال خلکو له دې ښېګڼي څخه هم يادونه کوله. هدف دا دئ، چي ښايسته خط او ښکلی ليک مو د شخصيت مثبت اړخ غني کوي. 
۶- مروجي لوبي: زما ورقي نه دي زده، کله ناکله په تفريحي مجلسونو او بانډارونو کي خلک سيت وکي، زه بخښنه وغواړم. مګر په کار خو دا ده چي په ټولنه کي له مروجو او محلي لوبو سره پوره بلدتيا ولرو. په دې برخه کي بيا د افراط او تفريط خبره بېل بحث دئ. 
۷- اشپزي: ياره هنر ئې وګڼئ، تاسو ته هغه کسان د ستايني وي، چي ښه اشپزي ئې زده وي. موږ که غواړو چي خلکو ته مو شخصيت جذاب ثابت کړو، راسئ د پخلي په برخه کي خو لږ تر لږه د هګيو د پخلو يو درې ډول زده کړو.
خبري ډېري، سر ئې يو دئ. د شخصيت د درنښت، ګرانښت او جذابيت په باب دا پرپړه نوره هم اوږدېدلای سي، خو د اوس له پاره دي دغونده بس وي. 
په وروستيو کي اساسي خبره دا ده، چي راسئ! نه يوازي پر خلکو د ګرانښت له پاره پورته بابولالي عملي کړو، بلکي په لوی سر کي د کائيناتو د خالق او مالک رب ج د رضايت، خوښۍ او پر هغه ذات ج د ګرانښت له پاره هڅه وکړو. رب ج مو په تقوا، پرهېزګارۍ، عبادت، ذکر، سخاوت، په ژوند کي د بادارج له مخلوق سره په ښېګڼو او نېکيو خوشحاله کېږي. راسئ ځان پر خالق ج او مخلوق ګران کوو. بسم الله.
په درنښت