کور / تازه خبرونه / د سعودي له خوراکي مرستو دوه پنځوس زره کورنۍ برخمنې شوې

د سعودي له خوراکي مرستو دوه پنځوس زره کورنۍ برخمنې شوې

پېښور: د افغان ولس لپاره سعودي مرستندويه کمېټې لروبرته په راليږلې خبرپاڼه کې ويلي دي چې د نوموړي کمېټۍ لخوا دوه پنځوس زره او پنځه سوه کورنيوباندې د خوراکي توکو د ويش پروژه تر سره شوهد افغان ولس لپاره د سعودي مرستندويه کمېټې لخوا دوه پنځوس زره څخه زياتو افغاني مهاجروکورنيو ته خوراکي توکي ورسېدل، نوموړې پروژه چې تقریبا په ديارلس نيم سوه ټنه خوراکي موادو لکه (وريجې، غوړي، بوره، چای، کجورې، لوبیا، بیسن او داسې نور) شامل وه د خیبر پښتونخوا ايالت په (پېښور، نوښار، مردان، صوابۍ، کوهاټ، بډه بېره، هريپور، مانسهره) کيمپونو کې پر افغاني بې وزله کورنيو ويشل شوي دي.ياده پروژه چې په ۲۰۱۳ کې شروع او د ۲۰۱۶کال د جون د مياشتې په څلورمه نېټه د (اووه مليونه سعودي ريالو) په لګښت پای ته ورسېده چې په ترڅ کې يې د دوه پنځوس زره څخه زياتو افغاني بې وزله کورنيو باندې اړين خوراکي توکي وويشل شول.د دې پروژې آخري پړاو د (پېښور، مانسهرې، صوابۍ او مردان ) افغاني کيمپونو کې تر سره شو چې په ترڅ کې یې ۵۵۰۰ کورنۍ له غذایي مرستو برخمنې شوې.ياده دې وي چې د سعودي مرستندويه کمېټه د 2002 کال څخه خيبرپښتونخوا کې افغان مهاجرينو او افغانستان په ټولو ولايتونو کې اغېزمنې پروژې پلي کوي، چې په دې لړ کې يې د مۍ مياشتې په شلمه نېټېه د خزانې په کيمپ کې د افغان مهاجرينو لپاره دپنځه مليونه ډالرو په لګښت ( ښوونيزې، روغتيایي او د بيړنيو مرستو) پروژو پلي کېدل د افغان کمشنر ضیاء الرحمن او نورو ګڼو دولتي چارواکو په موجودیت کې پیل کړل چې په 2016 – 2017 کلونو کې به د خيبر پښتونخوا په افغاني کيمپونو کې تنفیذ شي.