کور / هراړخیز / داستاد روهي دیوې تاریخي کتنې په اړوند

داستاد روهي دیوې تاریخي کتنې په اړوند

داستاد روهي یاد دي تلپا تې وي  ! 

هغه زموږ د وطن دروازې …

لنډه کیسه 

نه پوهیدم چې څنګه اود څه په خاطر مې بیایي ؟ په پوره درناوي یې له کوره راویستم ، کله چې په زینو کې را کښته  کیدم ، څوڅو وارې هغه سړي چې پرما پسې را استول شوی و دا خبره تکرارکړه … 

ـ صاحبه ډیره بښنه غواړم … څه وکړو وظیفه ده که نه …

ما یوازې دومره ورته وویل چې : 

ـ پوهیږم ، پوهیږم … 

د کور په دروازه کې یو ښکلی ، یو ډیرښکلی موټر تیار ولاړو ، هغه لوړ منصبدار مې مخې او یو بل چې دروازه یې راته خلاص کړه څنګ ته کیناستل … 

ما ښام تیاره و ، د آسمایي څوکه د موټرله منځه را ته مخامخ شوه ، پرسر یې پیکه سپوږمۍ مخ په ځوړ وه ، خو ستورو لا  خپله رڼایي درلوده او سترګکونه یې راته وهل . زه پوهیدم چې چیرې ځم ، خو په دې نه پوهیدم چې د څه په خاطر ؟ یو ازې په دې سوچ کې وم چې یو څه خو باید ورته ووایم ، هو ، داسې چې یوازې دومره پوه شي چې دده په شاوخواکې (ټول ړانده اوکاڼه ) لکه دي نه دي … 

ددغه فکر لړۍ مې لا پای ته نه وه رسیدلې چې زموږ د موټرمخې ته دوه غبرګ روسان و دریدل ، پوه شوم ، چې اوس نو د  (ارګ ) په دروازه کې وو ، دڅراغونو د رڼایي په اوږدو او لنډو کې یوه آشنا څیره ، یو آشنا غږ او بالاخره یو آشنا عسکر، دایو هم نه ښکاریدل ، او یوازې زه وم چې اوس د زړه په زور پر دغه دروازه باندې ننوتم ، ترسترګو مې توره شپه کیده ، که څه هم پردغه دروازه زه په پخوانو وختو کې څوڅو ځلې تللي راغلي وم  خو نن ګرد سره بل ډول راته ښکاریده ، دموټر په مخکې ناست منصبدار پیره دار ته په روسي ژبه چې زه نه پرې پوهیدم څه وویل ، زما نوم یي واخیست … روخي …  یو یې هغې خوا خونې ته ور نژدې شو ، یوه جمله یې ورته وویله چې یوازې یوه کلمه یې چې زما دنامه (ه) یې په  (خ) واړوله ، زه پوه شوم  او هغه مې واوریده.  دروازه خلاصه شوه ، هو، داسې چې نه یې غنګ و اونه غونګ . په همدغه شیبه  کې مې په زړه کې یوه خبره  را تیره شوه او دمخي منصبدار ته مې په خندنۍ ژبه وویله : 

ـ دروازه خو لکه زموږ د وطن د دروازو په شان نه ده ! 

هغه مخ را واړاوه : 

ـ څنګه صاحب ؟ 

ـ هغه زموږ  د وطن دروازې چې یوه دړه یې خلاصیږي بیانیم کلي خبروي ، او چې بله دړه یې خلاصوئ نیم نور … 

پښتون منصبدار لکه چې کوم روس ضد خلقی و زما په خبره ورسید ، زر یې زما خبره ترما هم په یوه جالبه بڼه را غبرګه کړه :  

ـ هو ، هغه مې لیدلې ، دهغو دروازو ساتونکي پښتانه دي او ددې روسان … هغه او داخو کله هم یو شان نه شي کیدای … 

سمې زموږ خبرې پای ته و  رسیدې چې د موټر دروازې خلاصي شوې ، مو ږ ترې  را کښته شو ، همدغه منصبدار مې تریوځایه ترمخ و ، او زما لارښونه یې کوله . دیوې ښکلې ماڼۍ په دروازه چې آسمایی مخامخ تر ې ښکاریده  لارښوونه کړم ، دپراخ دهلیز په دغه او هغه سر کې مې بیا سترګې پر غبرګو روسانو ولګیدې ، چې د چا خبره په ماشه سپاره ولاړوو .  دهغه ځای  (ارګ ) هر څه اوس په دوی پورې اړه درلوده، یوه شیبه  هم نه وه تیره چې دریمه دروازه پرانیستل شوه ، هم هغه لوړ منصبدار غوندي یوه بل زه پرمخامخلور بدرګه کړم . دا وروستۍ دروازه وه چې زه یې په تور ماښام کې له خپل کوره هلته ورغوښتی وم .  ما لا سم ګام دننه نه و ایښی  چې هغه دځوانۍ د شپو ورځو آشنا (اوسني واکمن ) را دمخه شو او زه یې کلک په خپله غیږه کې ونیوم : 

ـ خوښ یم ، چې له کلونو  وروسته  دې روغ  رمټ وینم. 

ما هم په دغه ترڅ کې څو تشریفاتی کلمې په مقابل کې وویلي او دواړه د میلمستون لورته دوه په دوه  ولاړو او هلته کیناستو ، لومړی یې زما خورا عزت وکړ ، هرکلي یې راته ووایه او بیا مخامخ په همدغه ټاکلي میز را ته کیناست او را ته یې وویل : 

ـ پرون شپه مې هغه پخو انۍ  شپې ورځې ، پخوانۍ خاطرې او پخواني دوستان لکه تاسې غوندې فکر ته راغلل ، ته را یاد شوې ، ستا لویي ، پوهه،  په زړه کې  راتیره شوه چې داټول یاران د تاسې په ګډون به اوس وایې چې ګواکي زه اوس …

رښتیا خبره خو داوه چې دهغه دایو عادت ماته معلوم و هغه داچې ده ده ان په ځوانۍ کې هم د دوستي او ملګرۍ پروا نه ساتله ، ځکه که داخبره وای نو دا څوکاله چې پرواکمنۍ و ، ولې ، یې د تیرو یادو، زموږ دځوانۍ د شپو ورځو او زموږ دپوهې پوښتنه نه کوله ؟  خو زه پوهیدم چې اوس په دنیا کې هرڅه د بدلون پرخوا شوي وو، او ، اوس روسان پوه شوي وو چې دده په شته والی او دده په ملاتړ کې هره شیبه د بدمرغیو او سختو ماتو زیرې اوري ، دی هم اوس پردغه ټکي باندې پوه شوی و، او پوهیده چې هغوی به یې په ډیره ناځوانۍ سره له نا چارۍ په یوازې ډګر باندې پریږدي . خو د چا خبره له دی سره سره هم دی لا هم به خپله کې و … 

په هغه شپه ما ډوډۍ هم له ده سره وخوړه ، زما او دده مرکه هم ډیره توده شوه ، ما خپله نرمي وساتله ،ده هغه ټول څه را ته وویل چې دی ورسره مخامخ و ، یو ځل یې دخبرو په منځ کې یوه دزړه خبره هم له خولې را ووته : 

ـ افغانان ( پښتانه ) نه غواړي چې زه ددې وطن واکمن وم ، اخر زه څوک یم ،  هیله من یم چې په دغه باره کې مرسته را سره وکړئ …

دی لا راته ګډ و ، خو ما دده د خبرو لړۍ په ډیرې آرامۍ سره پرې کړه ، ورته موسکی شوم  او ورته ومې ویل : 

ـ … صاحب ! زه فکر کوم خبره داسې نه ده چې ګواکي تا افغانان نه غواړي ، اوس ترهرڅه دمخه د روسانو سوال مطرح دی ، او داهغه سوال دی چې دهغه په وړاندې د (ملت ) د غوښتنې اونه غوښتنې خبره طرحه ده … 

په ډیره وارخطایئ سره یې زما خبرې پرې کړي :   

ـ نه زما خبره سمه ده ، نور ما غواړي ، یوازې پښتانه مانه غواړي … 

ما یوځل بیا خپلې خبرې له یوې بلې زاویې را پیل کړې ، په دې منځ کې یو روسي عسکر  پرته له اجازې نیع راننوت او ده ته یې یو ه پاڼه په مخ کې  کیښوده ، په خند ا کې مې ورته وویل :

– که له دغو سروخدای خلاص کړو نور به هرڅه خدای آسانه کړي .  

فکر کوم چې زما خبره ښه پرې ونه لګیده ، ځکه یې دا ځل (تاسو) کلمه زما پرمخ راویسته : 

ـ تاسې هم د ( آزادۍ ) او (خپلواکۍ )هم هغه کلاسیکه مانا له یاده نه ایستلې ،  پوهیږې چې آزادۍ اوس خپل پخوانی مفهوم له لاسه ورکړي دی ، نه  پوهیږم چې دا زموږ پوهان ولې مترقي آثار نه لولي … 

یوشمیر لکه تاسو او (اعتمادي )په واقعیتونو هم ښه پوهیږئ خو بیاهم ځانونه ناګاروئ ، اعتمادي څه موده مخکې  ماته مخامخ وویل : 

ـ … جانه تا باید امین په روسانو نه وای مات کړي… 

خو ما دده خبره ورته راغبرګه کړه : 

ـ فکرکوم چې د آزادۍ کلمه په خپله کلاسیکه کلمه ده او هروخت په یوه مانا دهرچا له خوا کارول شوې ده ، اوس زموږ په عصرکې هم په هم هغه خپله مانا کارول کیږي ، همداوجه ده چې د هرچا خوښیږي  او … 

خوده بیا په جدی ژبه خپله خبره وکړه : 

ـ آزادۍ ته اوس کلاسیکه مانا کارول د زمان غوښتنه نه ده … 

ما بیا دده خبره دخپلې خندا ملګرې کړه ورته موسکی شو م : 

ـ له بده مرغه موږ پښتانه له زمان او زمانې څخه خورا  وروسته پاتې یو ، داچې زه د آزادۍ او سنۍ او کلاسیکه مانا نه شم درک کولای یو لامل یې هم کیدای شي همداوي … 

دا ځل ده ته هم خندا ورغله ، رښتیا دده خندا هم عجیبه وه ، موږ به دځوانۍ په شپو  ورځوکې تل ده ته ویل چې ډیره هڅه مه کوه ، چې دچا په مخ کې  وخاندې، ځکه ستا تر خندیدو نه خندیدل ښه دي ، دده په خندا ماته هم هغه خبره رایاده شوه ، ماته هم خندا راغله او زما خندایې داځل دخپلې خبرې ملګرې کړه ، هغه خبره چې دده  دزړه له هغو یوه وه : 

ـ زه نه پوهیږم چې دا تاسې پښتانه پردې  آزادۍ څه کوئ ؟  

څو شیبې مې خپلې خبرې تر ژبه لاندې ونیوې ، ورته موسکی شوم ، خوداسې  ښکاریده چې دی دخپلې پوښتنې ځواب ته سترګې په لاره دی ، ځکه مې دده دخبرې په ځواب  کې یو څه په جدي توګه خبله خبره ورغبرګه کړه : 

ـ کوم خوند چې تاسې په غلامۍ کې لیدلی ، هغه موږ په آزادۍ کې وینو… 

له ښه مرغه که له بده مرغه زما په دغه لنډه جمله یې یوڅه رنګ ته وینه ورغله ، دومره وینه چې ما په رښتیاهم په دغه سړه شپه کې دده له لیدو څخه دپوره تودوالی او سوروالي احساس وکړ. ښی لاس يې دخپل سر پرښئ خوا باندې ونیو، په ځیرځیر یې راته وکتل : 

ـ ته امریکایانو پیژندلي وې چې په بیروت کې داکتري ته پرینښودې …  آزادی ، دریغه چې تاسې تراوسه هم د زمانې په بدلون کې سمندرونه په خپل پټم ایساروئ … دا آزادۍ که زما په لاس کې وه او یا ستا ، هغه نوره له دغه وطنه تللې دربوله … نوره یې په خوبونو کې لاره څارئ … 

رښتیا ، ما نور ځان ونه خوځاوه ، ده یو څو نوي نصحتونه نورهم را ته وکړل ،خو زما خوا دومره سړه شوې وه چې هغه مې یوهم وانه ورید، خو سرمې ترپایه ورته ښوراوه … 

شپه ترنمایې واوښته ، یوځل بیایې له خپل استاد اعتمادي څخه سرټکونه راته وکړه چې ګواکي هغه د امین ملا ورته تړلې وه ، هغه داهم ورته ویلي وو : 

ـ زه ډیربدمرغه یم چې زما شاګرد  دپردیو پرمټو باندې پرافغانانو واکمني کوي ، او پردي پوځونه یې زموږ پرهیواد باندې دتاریخ په دغه عصرکې را وبلوسول … زه ډیربدمرغه یم … ډیر… 

هغه ماته دخپل ځان دسپیناوي په اړوند  په دغه توره شپه کې نږدې یو کتاب خبرې وکړې ، داسې چې  ماته هغه یوه هم رښتیا نه ښکاریده …  

شپه وه ، تورتم و ، چې زه یې له درباره راووتم ، زه پوهیدم چې هغه زما په لیدو ډیرخواشیني او آن پښیمانه و .  زه پرهم هغه دروازه لکه چې زموږ د وطن د دروازو په شان نه وه ، په هغه تورتم کې راووتم ، دڅراغ په رڼایي کې هم هغه روسي پوځیان په خپلو ځایونو کې څوک ناست او څوک ولاړ ول … او زه ترې راووتم … 

زه په هغه شپه ډیرآزام وم ، هغه دځوانۍ دشپو ورځو آشنا چې د چا خبره  اوس د نورو په زور دخلکو په وینا په بله کې و،  بیا ترهغه چې پرواک و ، زما پوښتنه ونه کړه ، او زه له اعتمادي وروسته دویم څوک وم چې دده کږو وږو پوښتنو ته مې سیخ ، رښتیاني او روښانه ځوابونه ورکړل ، هو ، روښانه ، ډیر روښانه …  

ـ کوم خوند چې تاسې په غلامۍ کې لیدلی ، هغه موږ په آزادۍ کې وینو… !!

خالق ر 

نوی ډیلی ، 

د ۱۳۷۵ کال دغویی  ۳۱