کور / سياسي / د هیواد د کانونو چور او تالان

د هیواد د کانونو چور او تالان

لیکوال او شناند
خیرالله شینواری
په ګران هیواد باندې د غربي تاړاک او یرغل سره سم د هیواد او زمونږ د بېوسه ولس معنوي او مادي شتمنیو چور او تالان یو ځل بیا په ډېره سیستماتیکه توګه پیل شو، په روانه جګړه کې مونږ د ځاني تلفاتو ترڅنګ د معنوي ګټو تلفات هم ولیدل، زمونږ اسلامي او دیني ارزښتونو ته سپکاوي وشول، کلتوري او ټولنیزې شتمنۍ مو برباد شوې، ارزښتونو ته مو دسیسې جوړې شوې، رسمونه رواجونه مو ګډوډ شول او اوس یو داسې هیواد چې په وچه کې ایسار پاتې دی، ډېری سیاسیون یې مطلق جاهلان او په زوره په ولس مسلط شوي، ټولنه یې در په در ده، جګړه پکې روزانه د ځوانانو، ماشومانو او حتی ښځو ژوندونه اخلي، تاسیسات او زېربناوې یې نشت او نابودې شوي، بل هېڅ نلري چې ځان پرې متکي کړي، خپل اقتصاد او سیمیز سیاست پرې وچلوي، یواځې همدا د آسیا په زړه کې ځای او خدای ورکړي د ځمکو لاندې کانونه او زېرمې  ورته پاتې دي او بس.minerals in badakhshan
اوس وینو چې د هیواد ازلي دښمنان او غداران چې شاوخوا څلور لسیزې یې د دې بېچاره ولس وینې وڅښلې او لا هم ماړه ندي اوس لګیا دي د ولس دغه اخیري شتمني چې د افغانستان کانونه دي هم لوټي او په ناروا توګه یې په نړیوالو بازارونو کې پلوري.
د مې په دېرشمه د”   “Global Witnessپه نامه یوې نړیوالې ادارې د یوې څېړنې مکمل راپور خپور کړ چې پکښې یواځې د افغانستان د یوه کان چې بدخشان ولایت کې موجود دی د غارت او چور پرده پورته شوې او دا څرګنده شوې چې څرنګه جنګسالاران، مافیایي ګروپونه، نه یواځې د حکومت بلکې د دولت لوړپوړي چارواکي او سیمیز زورواکان چې وسلوال دي د لاجوردو دا ملي خزانه لوټي.
څېړنیز راپور څرګندوي چې یواځې په ۲۰۱۴م کال کې شاوخوا شل ملیونه ډالر عایدات د "کران او منجان" له کانه د جنګسالارانو او زورواکانو جېبونو ته تللي دي، په راپور کې جمعیت ګوند ته د منسوبو جنګسالارانو او زورواکانو نومونه په ښکاره ډول ذکر شوي چې د دې غبن او خیانت مرتکبین دي.
غواړو چې د افغانستان د کانونو د اوسني وضعیت په اړه یو څه تفصیلي معلومات له تاسو قدرمنو لوستونکو سره شریک کړو.
۱. د افغانستان کانونه
د یوې سروې له مخې چې کلونه وړاندې تر سره شوې افغانستان په خپله خاوره د ۳ ټرېلیونو ډالرو طبعي زېرمې او کانونه لري چې کولای شي دغه اوسنی په وچه کې ایسار هیواد د خپلو سیالانو سیال کړي.
په اوسنۍ جغرافیه کې له تورخم نیولې تر فاریابه دا هیواد په مختلفو سیمو کې مختلف کانونه لري چې ځینو معلومو او مشهورو ته یې ستاسو پام را اړوو.
د مشرقي سیمو کانونه
د هیواد په مشرقي سیمو لکه د ننګرهار اچین، شېرزاد، حصارک، هسکه مېنه، لعل پوره او مومند دره کې د شوکاڼي، مرمرو او کرومایټ، د کنړ په پېچ دره کې د بېروجو، سرکاڼو کې د مرمرو او همدا رنګه د نورستان په مختلفو سیمو کې د بېروجو کانونه.
د جنوبي سیمو کانونه
په پکتیا کې د جټ تېږې، لوګر کې د مس عینک، د محمد آغې او آزرې ولسوالیو کې د کرومایټ کانونه.
د غربي او جنوب غربي سیمو کانونه
badakhshan mineralsغزني کې د سرو زرو، روزګان کې د فلورایډ ډبرو چې کاغذونو، د غاښونو په کریمونو او داسې نورو کې کارول کېږي، هلمند کې د اعلی مرمرو، اونکس "روخام" او یورانیمو او همداسې کندهار کې د فلورایډو او بیا د هرات په چشت شریف کې د سپینو مرمرو او سبزک کې سکرو لوی کان.
د مرکزي او شمالي سیمو کانونه
د کابل په للندر کې د کرومایټ، د میدان وردګو په سیدآباد کې د مرمر، د پروان کرومایټ، پنجشېر کې د زمردو او نورو قېمتي کاڼو، د بغلان کرکر، بامیانو کې د حاجي ګک اوسپنه او د کلیچ سکاره، سمنګانو کې د دره سوف سکرو لوی کان، بدخشان کې د قېمتي ډبرو، لاجوردو او یاقوتو کانونه،  تخار کې د مالګې او سکارو او بلاخره په جوزجان، سرپل او فاریاب کې نفتي حوزې د هیواد ګڼ شمېر معلوم او کانونه دي.
اوس د دغو کانونو په وړاندې ځینو ستونزو ته هم اشاره کوو.minerals in afghanistan badakhshan
۱. د قانون ستونزې:
د کانونو قانون له نن څخه دوه کاله وړاندې تصویب او توشیح شو خو متاسفانه دغه قانون تر اوسه یوه مقرره هم نلري چې وزارت پرې کار کړی وي او د وزیرانو شورا ته یې وړاندې کړی وي.
د دې وزارت پخواني مستعفي وزیر په یوه ناسته کې ویلي وه چې د کانونو اړوند ټولې پالیسیانې له انټرنټ څخه کاپي او جوړې شوي چې د ټولنې له حالت سره هېڅ مطابقت نلري او د عملي کېدو امکانات یې له صفر سره برابر دی.

۲. استخراج او انتقالات
ناقانونه ويستنه او کيندنه
د افغانستان شا اوخوا ۹۵ فیصده کانونو وېستنه "استخراج" غیر قانوني دی، له هسکې مېنې نیولې تر بدخشانه د ټولو کانونو ویستل د سیمیزو زورواکانو، وکیلانو، والیانو، ولسوالانو، قومندانانو، د امنیتي سکتورونو د مشرانو، لوړپوړو چارواکو او په ځینو سیمو کې د وسلوالو مخالفینو په نامه کسانو لخوا په زور ترسره کېږي. د کانونو وزارت د یوې سروې له مخې چې څه موده وړاندې تر سره شوې، شا او خوا ۱۴۰۰ کانونه په غیر قانوني توګه د وزارت له اجازې پرته ایستل کېږي چې هېڅ رنګه عایدات یې حکومت ته نه راځي.
۳. غیر فني ویستنه
دا یوه بله ډېر جدي او حساسه ستونزه ده چې اوسمهال د افغانستان کانونه ورسره مخ دي او هغه غیر فني ویستنه ده چې بغیر د مناسبې ماشینرۍ، الاتو او غیر فني پرسونل له لوري پرمخ وړل کېږي، د چاودنو په واسطه د قیمتي کاڼو ویستل چې کاملاََ په قانون کې ناروا ګرځول شوي ښه په درز کې روان دي، په فني توګه که یو کان وویستل او وکندل شي نو شاید چې ۱۰۰ کاله عمر ولري خو چې په غیر فني توګه وي عمر یې ۲۰ کالو ته راټیټېږي، او بدبختانه دغه زورواکان د وخت نه په استفاده دغسې غیرفني کړنو ته ادامه ورکوي او د خپلو ځاني ګټو په خاطر د کان هېڅ خیال نه ساتي، حتی د سکرو هغه کانونه چې رسماََ کمپنیو ته په قرادادونو ورکړل شوي د کیندلو او ویستلو معیارونه یې په پام کې ندي نیول شوي.
۴. انتقالات:
داسې ښوول کېږي چې ډیری کانونه په نا امنه سیمو کې پراته دي نو دا به ومنو چې غرونه خو د حکومت له کنتروله بهر دي، ولې انتقال د موادو خو د پاخه سړک له لارې بهرنیو هیوادونو ته کېږي چې د حکومت په کنترول کې دي، حکومت ولې اجازه ورکوي چې دا انتقالات پداسې شکل تر سره شي؟؟ نو لدې ښکاره ده چې دوی پخپله پدې کار کې عملاََ شریک دي او هغه سیمې په قصدي شکل نا امنه ښودل کېږي تر څو د دوی دغه غبن او خیانت جاري وي.
دې ته ورته لویې او کوچنۍ ستونزې نورې هم شته چې د قراردادونو په کچه خیانتونه روان دي او د ولس سرمایه د لوټ په لور روانوي، لکه د مثال په توګه په وزارت کې داسې لوی کمېشن کاران شته چې د شرکتونو څخه د دولت پیسې په وخت نه اخلي او د تاخیر په بدل کې له شرکته سود اخلي او په ډېر مهارت د دولت په پیسو خپل کار وبار کوي، دا ډېرې زیاتې پیسې دي او د یوې ورځې تاخیر یې لکونه روپۍ زیان اړولی شي خو دوی د خپلو کمېشنونو په خاطر د شرکتونو سره روغې جوړې ته رسېدلي.
د ولایتي رئیسانو بې کفایتي او غیر مسلکي توب بله ستونزه ده چې په سیمیزه کچه یې خیانتونو ته لار هواره کړې او د کانونو سرنوشت یې د خطرناکو پایلو سره مخ کړی، د مثال په توګه د بدخشان ولایت د کانونو ریاست په دفتر کې قاچاقبرانو ته ځای ورکړل شوی وه او راکړې ورکړې به مخامخ شعبه په شعبه کېدلې، د دغې ریاست رئيس یو غیر مسلکي مامور دی چې هېڅ پدې څانګې پورې تړاو نلري او د لویو واسطو په مټ هلته مقرر دی.
دا ټول د افغانستان د کانونو اړوند معلومات او پر وړاندې یې پرتې ستونزې وې چې دغه نسبتاََ لنډه لیکنه یې دومره اوږده کړه خو بیا هم ډېر داسې موارد شته چې ځایول یې دلته په یوه لیکنه کې ګران دي او باید تر تاسو ټولو هیوادوالو در ورسي.
زمونږ ټولو اسلامي او ملي رسالت دا دی چې د کانونو اړوند روان خیانت او جنایت په وړاندې نور خاموشه پاتې نشو، پداسې یو هیواد کې چې ولس یې د ماښام یوې مړۍ ډوډۍ ته حیران دی او په شتمنیو یې جنګسالارانو او خاینانو داسې لوټ تالان اچولی چې د کال ۲۰ ملیونه ډالر یواځې د یوه کان څخه د دوی جېبونو ته ځي او د همدې کان د یوه کال عواید د حکومت د ټولو کانونو د کلني عایداتو څخه څو چنده پورته وي نو څنګه به دا جګړه ودرېږي؟؟ څنګه به دا وژنې پای مومي؟؟ بلکې دا هر څه به د دې بې عدالتیو له وجهې نورو هم زیاتېږي او ولس بېچاره به همېشه او همېشه قرباني وي.
د وطن پېغلې مې په غاړه وړي د اوښکو امېل
د پاریس پېغلو ته غمي له بدخشانه رسي
وَ مَا عَلَینَا اِلَا البَلَاغ